شاته

د مالي خسارې سره مخامخ خېبرپښتونخوا به د وفاقي حکومت مرستې ته اړتیا لري، د خزانې وزیر وايي 

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم جګړا ویلي کرونا وایرس له امله د صوبې د امدن او اخراجاتو توازن متاثر شوی او په راتلونکي بجټ کې به د خسارې پوره کولو دپاره د وفاقي حکومت مرستې ته اړتیا لري.

صوبايي وزیر دغه خبره د زیارت، پنجشبنې، په ورځ په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کۍ په یوه غونډه کې وکړه. په غونډه کۍ د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او د وفاقي حکومت نور مامورین هم شریک وو.

د غونډې په اړه مطبوعاتو ته د عمران دفتر په یو بیان کې وویل چې د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم جګړا دریځ وو چې وفاقي حکومت دې د صوبې مالي خساره پوره کوولو کې ځکه هم مرسته وکړي چې دا ډول د صوبې په "ترقیاتي عمل" کې څه ځنډ رانشي.

د خزانې وزیر په صوبه کې د ترقیاتي عمل خبره په داسې حال کې کړې ده چې په صوبايي اسمبلۍ کې د حکومت مخالف عوامي نشنل پارټۍ صوبايي صدر اېمل ولي خان ویلي صوبايي حکومت سږ کال د پرمختيايي پنګو ۷۱فيصده برخه نه ده خرڅ کړې. اېمل ولي خان د پرمختیايي پنګو د مصرف په اړه په ټوېټر خپل پېغام کې دا پوښتنه هم وکړه چې ايا دا د اتلسم ترميم وجه ده او که د حکومت نا اهلي؟

خو تېمور سليم جګړا يو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ويلي په صوبه کې دا وخت غېرمعمولي حالات دي او حکومت نه شي کولی چې زياتې پېسې په ترقیاتي کارونو ولګوي.

د وزیراعظم عمران خان دفتر په بیان کې وویل په غونډه کې په نویو ضلعو کې هم ترقیاتي منصوبو ته کتنه وشوه. د بیان ترمخه عمران خان وویل د قبایلي ضلعو پرمختګ د موجوده حکومت "اولین ترجیح" ده او حکومت به یې د دې دپاره ټول وسایل وړاندې کوي.

خو په صوبايي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان غړي وايي د دوی په سیمو کې لا تراوسه ترقیاتي عمل نه لیدل کیږي اود مطبوعاتو ترمخه، د قبایلي ضلعو دپاره په تېر بجټ کې ۸۳ ارب روپۍ ټاکل شوي وې، چې ۳۲ ارب روپۍ پکې ویستل شوي او یوازې ۱۲ ارب روپۍ پکې مصرف شوي دي.

د شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړی میر کلام وزیر وايي وايي کله چې دوی په قبایلي ضلعو کې د مصرف شویو پېسو په اړه معلومات ترلاسه کول غواړي نو ورته وویل شي چې د کرونا وایرس د حالاتو وروسته به په دې خبرې کولی شي. "لا مونږ ته هم کلیر (واضحه) نه ده چې دا ۳۲ ارب روپۍ په کوم کوم مدونو کې تللي دي او په کوم کوم مدونو کې دوی لګیا دي په دي باندې."

هم دغه ډول د جنوبي وزیرستان د قبایلي ضلعې د صوبايي اسمبلۍ غړی حافظ اسلام الدین وايي قریبا دوه کاله شوي که په پخوانۍ قبایلي علاقو کې د پرمختګ کارونه شوی وی نو د تعلیم او صحت په رنګ بنیادي سهولتونه به بهتر شوي وو.

په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو په وخت حکومت ویلي وو چې قبایلي ضلعو کې د پرمختګ دپاره په د اینده ۱۰ کلونو پورې هر کال ۱۰۰ ارب روپو بجټ منظور کړی شوی و.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې غونډه کې د خېبرپښتونخوا د ترقیاتي کارونو، د اینده بجټ په لړ کې د اصلاحاتو، د کرونا وایرس له امله د صوبي اقتصادي صورتحال او د امدن او د اخراجاتو په توازن او د وسایلو په لړ کې په مشکلاتو د قابو موندلو دپاره په تګلارې غور وشو.

حکومتي بیان وویل په اړه غونډه کې د نوښار ضلعې د رشکۍ خصوصي اقتصادي علاقه (زون)، د سوات موټر وی منصوبې د دویم پړاو د عملي کېدو او د توانايي د پېداوار په اړه د صوبې د صلاحیت په اړه هم تفصيلې خبرې وشوې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی