کرونا واېرس ته د اسلامي نړۍ د سياسي مشرانو او وسله وال تنظيمونو غبرګون
د کرونا وبا په اړه په اسلامي نړۍ کې د حکومتونو، سياسي مشرانو او وسله والو تنظيمونو بدل بدل غبرګونونه مخې ته راغلي،
د امريکې د ووډرو وېلسن څيړنيزې ادارې لخوا تېره اونۍ شوی يو تحقيق ښايي چې په مينځني خطيز او شمالي افريقا کې اسلامي حکومتونو او روښان فکره سياسي ګوندونو د کرونا واېرس د مخنيوي په اړه د يو بل سره ملاتړ ښودلی او د صحت د ماهرينو او د صحت د نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او په لار ښوونو يې عمل کړی
خو وسله وال تنظيمونو لکه داعش او القاېده د کرونا واېرس په اړه افواګانې خورې کړي او ويلي دي دغه واېرس د الله د طرف نه په غېر مسلمو يو عذاب دی، هر څه که ساېنس پوهان لا د دغې واېرس په اړه حتمي نتېجې ته نه دي رسيدلي. داعش خپلو وسله والو ته هدايت کړی چې يورپ ته دې سفر نه کوي چې د دغه واېرس مرکز ګڼل کېږي.
سخت دريزه سني علماؤ په شيعه مسلمانانو او دهريه ډلو د کرونا واېرس د خورولو تورونه لګولي.
ځيني ملکونو د کرونا وبا د خورولو تور پخپلو مخالفينو لګولې ، سعودي عرب چې د مارچ په دويمه نېټه پکې لومړۍ د کرونا واېرس پېښه موندل شوې او چې په کوم سړي کې دغه واېرس موندل شوي وو هغه ايران او بحرين ته سفرونه کړي وو. د سعودي حکومت نېغ په نېغه په ايران تور لګولې وو چې په مينځني خطيز او خليج کې د کرونا واېرس په خورولو بوخت دی.
سعوديعرب د فرورۍ په ۲۶ مه نېټه عمرې بندې کړې او د مارچ په ۳۱ مه نېټه يې په مسلمانانو غږ اوکړو چې سږ کال دې د حج کولو اراده پرېږدي. سعودي عرب تر ۲۳ م اپرېل پورې په ټول ملک کې سخت لاک ډاون عملي کړی وو او ټول پروازونه او مارکيټونه يې تړليوو خو بيا يي د روژې په مياشت کې په دغه لاکډاون کې کمې راوستلو چې خلک د سحر نهه بجو نه تر ماښام پينځه بجو پورې خپل کارونه روزګارونه کولی شي.
ترکي هم په حکومتي کچه د کرونا واېرس نه د بچکېدلو د پاره په ملک کې سخت لاک ډاون عملي کړی د ترکيصدر اردګان په خپل اولس غږ کړی چې د کرونا واېرس په ضد دې په حکومتي لارښونو عمل اوکړي او په کورنو کې دې کېښني.
د مصر د مذهبي چارو وزير په اخوان المسلمين مذهبي ډلې په دغه هېواد کې د کرونا واېرس د خورولو تور لګولې خو د دغې ډلې پلويانو ويلي دا د مصر په پوځي حکومت د الله له لوري يوعذاب دی.
ليبيا، تيونس او يو شمېر نورو اسلامي هيوادونو هم د کرونا واېرس د مخنيوي په اړه لاکډاون او احتياطي ګامونه عملي کړي خو په اسلامي نړۍ کې ترهګر تنظيمونو د دغې خونړيواېرس په اړه ډول ډول افواګانې خورې کړي.
القاېده ترهګر ډلې په خپله انګرېزۍ وېب پاڼه ليکلي دغه واېرس غربي نړۍ خپور کړی خو د دوي په وېنا دغه پخپله د غربي نړۍ د ظلمونو او د بې ګناه مسلمانانو د قتلان په سر په دوي د الله د طرف نه عذاب دی، دوي پخپلو پلويانو غږ کړی د ظالمانو په ضد دې بغاوت جاري اوساتي.
داعش ډلې هم د کرونا وبا د شيعه مسلمانانو او غربينړۍ لپاره يو ځانګړی عذاب بللی. داعش ډلې په خپلو پلويانو غږ کړی چې يورپ ته دې د ترهګرۍ لپاره نه ځي چې ورته دغه واېرس پورې نه شي، او د دې په ځايې دې په عراق او شام کې د بنديخانو نه خپل ملګري آزادولو لپاره کار اوکړي.
د سعوديعرب، مصر، قطر او نورې اسلامي نړۍ وتلي مفتيانو د کرونا وبا نه د بچکېدلو په خاطر فتوې جاري کړيچې پکې مسلمانانو ته ويل شوي چې مونځونه په کورونو کې اوکړي او تر دې چې د اختر مونځ له هم جمات ته د تللو نه ډډه اوکړي چې داسې دغه خونړۍ وبا نوره خوره نه شي.