BBC
 شاته

کولمبیا کې د سولې تاریخي تړون لاسلیک شو

د کولمبیا حکومت او فارک یاغیانو ترمنځ د سولې تاریخي تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې په دغه هېواد کې ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېدله. په دې جګړه کې له ۲۶۰ زرو ډېرو کسان وژل شوي او تر ۶ میلیونو پورې نور بې کوره شوي دي.