BBC
 شاته

د چین په ووهان کې د وحشي حیواناتو پر ښکار او خوړلو بندیز ولګېد

ویروس جدید کرونا و پیش از آن سارس از حیوان به انسان منتقل شده بود د انځور حقوق BEN DAVIES
Image caption کورونا وېروس لومړی ځل د چین ووهار کې رامخې ته شو

د چین ووهان ښار له کومه ځایه چې نړۍ ته د کورونا وېروس خپور شوی د وحشي ژویو خوړل پکې منع شول. د روان کال په جنوري کې کله چې د کورونا وېروس خپور شو، د چین چارواکو د وحشي ژویو سوداګري بنده کړه او یوه میاشت وروسته دا بندیز دایمي شو.

اوس د ووهان چارواکو ته یو بل وړاندې شوي، یانې پر دې سربېره چې د وحشي ژویو سوداګري یې منع ګرځولې ښکار او خوړل یې هم بند کړي دي.

دا بندیز پر وحشي ژویو او هم پر یو ډول ځانګړو موجوداتو دي چې اوبو کې ژوند کوي او نوم یې په هغه لست کې دی چې باید خوندي وساتل شي.

د کورونا وېروس د دې نوې ډول له خپریدو سره سم په کراتو د چین ووهان ښار کې د وحشي ژویو د پلور د یوه مارکیټ د دې وېروس د سرچینې په توګه یادیږي او د چین یوه ویروس پیژندونکي ویلي چې ښايي اسمانڅکالي ددې تنفسي ناروغۍ سرچینه وي خو په هر صورت د دې ناروغۍ سرچینه لا په دقیقه توګه نه ده معلومه.

د چین په محلي بازارونو کې د وحشي ژویو پېر او پلور ډېر دود دی او همدا بازارونه د نویو وېروسي ناروغیو سرچینه ګڼل کېږي، د بېلګې په ډول د سارس ناروغي چې څوکاله دمخه په چین کې خپره شوه او په نړۍ کې یې له امله یو شمېر کسان مړه شول.

دا ناروغي له یو ډول نولي انسان ته ولیږدول شوه، دا ډول نولی هم د چین په بازارونو کې پلورل کېږي.

د چین شنژن لومړنی ښار و چې دوې میاشتې وړاندې یې د سپي او پیشو د غوښې پر پلور بندیز ولګاوه.

د نړیوالۍ بشرې ټولنې په نوم د یوه بنسټ په وینا په ټوله اسیا کې په کال کې ۳۰ میلیونه سپیان د غوښې لپاره وژل کېږي. چین په قانوني او ناقانونه توګه د وحشي ژیو د پلور او پیر لوی مرکز دی.

خو له دې سره چین کې بیا هم د سپيو د غوښې خوړل دومره ډېر معمول نه دی. ددې هېواد ډېرو وګړو د سپې له غوښې ګټه نه ده اخیستې او ویلي یې دي چې راتلونکې کې یې هم نه خوري.

په تېرو ۵۰ کلونو کې، یو شمېر وېروسي ناروغۍ له تکامل وروسته له څارویو انسانانو ته په ګړندي ډول لیږدېدلې.

په ۱۹۸۰لسیزه کې د ایډز وېروس له یو ډول بیزو انسان ته ولیږدېد، د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ موده کې د مارغانو والګی له دې امله خپور شو چې له الوتونکو انسانانو ته ولېږدېد او په ۲۰۰۹ د خوګ/ سور له امله د خوګانو والګی خپور شو.

په وروستیو کې دا جوته شوه چې د یوې سختې تنفسي ناروغې ( سارس ) لامل هغه وېروس وو چې له نولي اسمانڅکالي او وروسته انسان ته ولېږدېد.

اېبولا ناروغي هم له اسمانڅکالي انسان ته لېږدېدلې ده.

د تاریخ په اوږدو کې ناروغۍ له ژویو انسانانو ته لېږدېدلې دي او په حقیقت کې د ډېرو وېروسي ناروغیو لامل همدا وحشي ژوي دي.