BBC
 شاته

د کورونا وېروس دویمه څپه؛ له اسیايي هېوادونه کوم سبق اخیستی شو؟

Graffiti by artist Pony Wave depicting two people kissing while wearing face masks, Venice Beach, California, USA - March 2020 د انځور حقوق Getty Images
Image caption روغتیا نړیوال سازمان وايي، ممکن کورونا پاتې شي.

د کورونا وېروس لومړنۍ څپې پرسوېل ختیځه اسیا راغلې او په دغو هېوادونو کې قرنطین پیل شو. په سیمه کې سوېلي کوریا، جاپان او نور هېوادونه چې اوس د کورونا وېروس له نوې څپې سره مخامخ دي، د نړۍ نور هېوادونه خپل راتلونکي پلان کې کوم سبق ترې اخیستی شي؟

د ژویو د حجرو ډاکتره جنیفر روهن وايي، د کورونا وېروس دویمه څپه نوره د "که"، خو "کله چې" کومه خبره نه ده، نوموړې اوس دا څاري چې کورونا وېروس په اسیا او نوره نړۍ کې څنګه خپور شو.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، د کورونا وېروس نوې څپه ښايي دلته پاتې شي او کابو کول یې "لویو هڅو" ته اړتیا ولري.

ان هغه هېوادونه چې له وبا سره د مبارزې اغېزناکې تګلارې هم لري، په اسیا کې لکه د سوېلي کوریا او جاپان په څېر هېوادونه یو ځل بیا قرنطین ته اړ کېږي.

دا اونۍ اروپايي ټولنې د کوویډ-۱۰ مبارزې اروپايي ټیم په غبرګون کې وویل، چې اروپايي هېوادونه د وبا دویمې څپې ته ځانونه چمتو کړي. خو پوښتنه دا ده چې دا څپه به څومره پیاوړې وي؟

په ګرده نړۍ کې حکومتونه اوس د وبا د دویمې څپې لپاره چمتووالی نیسي او تر ډېره یې اوس سترګې پر سوېلي اسیا دي.

له هغو هېوادونو کوم درس اخیستل کېدای شي چې له کوویډ-۱۹ سره تر نورو مخکې لومړۍ مبارزه پیل کړي؟

هره پېښه، هر تماس

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین اولنی هېواد و چې دې څپې سره مخ شو او مالوماتو ټولولو ته یې مخ کړ.

د روغتیا نړیوالې ادارې د څار کارپوهانو د معلوماتو له مخې، د سوېلي اسیا هېوادونه نورې نړۍ ته لومړی دا درس لري چې د هرې مثبتې پېښې موندل، تجرید، ازموینه او پالنه حیاتي ده او له ناروغ سره هر تماس لرونکی کس باید کرنتین شي.

ډاکټره روهن چې د لندن کالج پوهنتون کې د وېروسي حجرو متخصصه ده، مني چې ''له اسیا راتلونکي معلومات باید په پام کې ونیول شي، موږ ولیدل چې د وېروس د دویمې څپې د مهارولو یوازېنۍ لار په جبري ازموینه، څارنه او کرنتین کې ده".

* برازیلۍ نرسه: د کورونا له کبله خپله کورنۍ نشم لیدلی

* کورونا وېروس: کوم ځای کې خطر ډېر دی؟ کور، دفتر که بهر؟

* ټرمپ: امریکا کې د کورونا ډېرې پېښې 'د ویاړ نښه' ده

د بېلګې په توګه، سوېلي کوریا کې چې د وېروس څپه تېزه شوه، حکومت وختي د پراخو ازموینو لړۍ پیل کړه او د وېروس د خپرېدو په مخنیوي کې یې له کاریال او جي پي اېس ټیکنالوجۍ ګټه واخیسته.

ډاکټره روهن وايي، دې تګلارې دوی ته دا وړتیا ورکړه چې په سیمه ییزه کچه د خطر د زنګ کړنګېدو سیستم فعال کړي، ان که عمومي وضعیت هم تر کنټرول لاندې وي، خو ځینې ځانګړي ځایونه یې شدیداً کرنتین کړل.

د معلوماتو شننه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوېلي کوریا د څپې پر مهال ازموینو او قرنطین کولو ته مخه کړه.

د کارپوهانو په وینا، دویم سبق دا دی چې د چین، جاپان او سوېلي کوریا په څېر ځایونو څخه د معلوماتو راغونډولو، تحلیل، شنلو او څېړلو اړتیا ده، چې د وېروس له مخنیوي سره باید څه وشي.

د لندن د اقتصاد ښوونځي د روغتیا پالیسۍ برخې مشر پروفیسر الیسټیر مک‌ګوېر وايي: "د رغېدو د کچې [له اخته کېدو تر رغېدو پورې د وخت] په اړه یوڅه پوهېږو، خو لاهم ډېره اړتیا ده چې د تماس د کچې په اړه پوه شو".

دا هغه وېروس دی چې د تېرو کلونو له وېروسونو - لکه اسیا کې سارس، افریقا کې ایبولا- سره یې مبارزه او مخنیوی توپیر لري، نو د معلوماتو راغونډول او د تشو ډکول او پرتله کول یې ډېر مهم دي.

درېیم سبق یې له هغه خوابدوونکي ادراک څخه راتلی شي چې څرنګه د محدودیتونو په لګولو له وېروس سره مبارزه وشي "ډېرزیات مه خوشبینه کېږئ".

بریالی قرنطین په دې مانا نه دی چې یوه سیمه دې له کورونا وېروس پاکه شي، په جاپان کې د هوکایډو سیمه هغه لومړی ځای و چې په تېره فبرورۍ میاشت کې سخت محدودیتونه پکې ولګول شول.

د مارچ تر نیمايي، د نویو قضیو شمېر ان ‍په ورځ کې یوې یا دوو ته راولوېد.

ازموینه - یو ځل نه بلکې دوه ځله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاپان توکیو کې ښځه هوټل کې د ماښامنۍ خوړلو په موقع ماسک تړلی.

ډاکتره روهن وايي، روغتیايي کارپوهان یو ساده پیغام تل تکراروي چې: "تر ټولو مهم څه چې موږ له اسیا څخه زدکړي د ازموینې حیاتي ګڼل دي".

کارپوهان وايي "یو دلیل چې سوېلي کوریا د وېروس په مخنیوي کې برلاسې وه، دا دی چې هلته اجباري ازموینې وشوې، خلک او ناروغان وڅارل شول او د کرنتین تګلاره یې ښه عملي کړه."

په تایوان او جاپان کې، هغه خلک چې د وېروس ‍د ازموینو پایلې یې مثبتې وې او هغه کسان چې له دوی سره یې تماس نیولی و، سم وڅارل شول او قرنطین پرې عمل‍ي شو، له دې کبله دوی ته پوره نخچه مالومه شوه چې څوک او چېرته په وېروس اخته شوي او څومره ژر یې خپور کړی دی.

په سنګاپور کې "کورونا موندونکي" د نړیوالو ورځپاڼو سر ټکي شول، دوی د څار کامرو له انځورونو او نورو لارو زرګونه کسان وڅارل او د ازموینو تر پایلو روښانېدو یې خلکو ته د تجرید امر وکړ. له تجرید شویو سره په ورځ کې څو ځله اړیکه نیول کېده او ځینې وخت د دوی د تجرید د ځای انځورونه د تایید لپاره ترې غوښتل کېدل.

هانګ کانګ لا ډېر له خطر ډک سیستم ‍پیل کړ، له بهره ورتلونکو ته یې برېښنايي لاسبندونه واچول.

چین په وهان - د کورونا وېروس د وبا اصلي مرکز- کې یوازې اتو ورځو کې ۱۰۰۰ بستریز روغتون جوړ کړ.