BBC
 شاته

''د قرنطین ورځو کې انلاین یارانې ډېرې شوې دي''

د انځور حقوق Getty Images

د انلاین یارانو او دوستۍ لپاره د ځانګړي شوي اپلکشن 'ټینډر ' مشر ایلي سیدمن وايي، د کورونا وبا خپریدو او د مخنیوي محدودیتونو یې د دوی لپاره مشتریان ډېر کړي، خو په وینا یې د کاروبارونو په ټپه درېدو له کبله یې ګټه وټه نه ده ډېره شوې.

د دې پاڼو او آپس د ګډونوالو د شمېر ډېرېدو خبره د ورته نورو وېبپاڼو چلوونکي هم تاییدوي.

ټیندر د مارچ پر ۲۹ نېټه درې میلیارده ځله کتل ‍شوی و، چې له دې مخکې یې په یوه ورځ کې د کتونکو شمېر هېڅکله دومره لوړې کچې ته نه ورسېدلی.

په برتانیا کې بیا د پاڼې له لارې د خبرو اترو کچه د فبرورۍ له نیمايي بیا د مارچ تر پایه ۱۲ سلنه پاتې شوه.

خو د قرنطین او بندیزونو له کبله د خلکو عاید کمېدل د ټینډر په څېر پاڼو لپاره ښه زیری نه و، چې که څه هم کاروول یې بې بیې دي، خو د عاید یوازینۍ سرچینه بیا یوازې له هغو مشتریانو ترلاسه کوي چې د پیسو په بدل کې یې غړیتوب ترلاسه کوي او پریمیم مشتریان بلل کېږي.

ښاغلی سیدمن وايي:

''په امریکا کې د بې کارۍ کچه په لوړیدو ده او زه یې پر خپلو مشتریانو اغېز ته اندېښمن یم. ''

په ۲۰۱۲ کال کې د فعالیت له پیلولو راهیسې ټینډر ۳۴۰ میلیونه ځله ډاونلوډ یا کښته شوی دی.

خو د عاید لویه سرچینه یې یوازې هغه شپږ میلیونه مشتریان دي چې د غړیتوب بدل کې پیسې ورکوي او د مسوولینو په وینا یې د قرنطین له پیلېدو سره د دغه ډول مشتریانو شمېر کم شوی دی.

دغه راز د کمپنۍ شمېرې ښيي چې په هغو سیمو کې د پېسې ورکوونکو مشتریانو شمېر بېرته پورته ختلی چې قرنطین پکې نرم شوی دی.

د ورته نورو وېبپاڼو او اپلکشنونو چلوونکي هم ورته خبره کوي. د انرسرکل لپاره د دغه ډول پاڼو کارپوه شیرلي لیسټر وايي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایلي سیدمن په ۲۰۱۷ کال کې د ټینډر مشر شو

''فعالیتونو کې مو ډېروالی لیدلی، د پیغامونو په لېږلو کې هم زیاتوالی راغلی، خو موږ هم ولیدل چې د پېسو ورکولو په برخه کې کموالی راغلی. ''

یوه بله موضوع چې د دې ډول پاڼو چلوونکي یې روښانه کېدو ته منتظر دي، د ویډیويي بانډار راتلونکې دی، چې پر تګ راتګ د بندیزونو له لېرې کېدو وروسته به هم پر خپل ځای پاتې شي او که نه.

د اي هارموني په څېر ویډیويي خواله او کي سي یو پیډ په څېر فورمونو چلوونکي هم وايي، د قرنطین له پیله وروسته یې د ګډونوال شمېر ډېر شوی دی.

ښاغلی سیدمن وايي دوی هم په پام کې لري‌ چې په جون میاشت کې به د ویډیويي خواله برخه فعاله کړي.

نوموړی وايي، دغه برخه به یولوریزه نه وي، بلکې په خبرو اترو کې د ښکېلو دواړو اړخونو له هوکړې وروسته به د یوه بل لیدو امکان برابروي.