BBC
 شاته

وزیرستان؛ د دوو نجونو په وژنه تورن کس د پولیسو لخوا ونیول شو

Muhammad Aslam in police custody, 20 May, 2020 د انځور حقوق North Wazirastan police
Image caption ویل کېږي چې محمد اسلم د وژل شویو نجونو د تره زوی دی

په شمالي‌ وزیرستان کې ځایي چارواکي وایي، د محمد اسلم په نامه هغه کس یې نیولی دی چې سیمه کې د دوو نجونو په وژنه تورن دی. دغه نجونې وروسته له هغه ووژل شوې چې په یوه ویډیو کې له یو پردي نارینه سره را ښکاره شوې او وروسته یې دا ویډیو پر خواله رسنیو لاس په لاس شوه.‌

دا پېښه تېره اوونۍ د شمالي او سویلي وزیرستان پر پوله د شامپلان کړیوم په کلي کې رامنځته شوې.

د دې نجونو په اړه ویل کېږي‌ چې خپلو کې د تره لوڼه وې او عمرونه یې اتلس او شپاړس کاله وو.‌

رپوټونه وایي چې د دوی په وژنه تورن نیول شوی کس هم د نجونو د تره زوی دی.‌

هغه کس هم نیول شوی چې په دې ویډیو کې له نجونو سره ښکاري او مچو کوي یې.‌

پولیس همدا راز د هغه موبایل تیلیفون څښتن هم نیولی چې دا ویډیو پرې جوړه شوې وه،‌ او د نجونو یو شمېر نور خپلوان هم نیول شوي دي.‌

د بشري حقونو ډلې وایي چې پاکستان کې د ښځو حقونو لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي.‌

دوی وایي، په پاکستان کې هر کال نژدې زر ښځې د پت په نامه وژل کېږي.‌

اصلي کیسه څه وه؟

Image caption د بشري حقوو ډلې وایي په پاکستان کې هر کال نژدې زر ښځې د پت په نامه وژل کېږي

دا جنجالي ویډیو ۵۲ ثانیې ده او ویل کېږي‌ چې تېر کال ثبت شوې ده، خو څو اوونۍ وړاندې پر خواله رسنیو را څرګنده شوه.‌

په ویډیو کې د عمر ایاز په نامه یو ۲۸ کلن کس بهر په کرونده کې له دې دوو نجونو سره لیدل کېږي، چې دی یې ښکلوي.‌

عمر ایاز هم اوس نیول شوی دی او د فحاشه ویډیو کلپ جوړولو تور پرې لګېدلی.

د ده په اړه ویل کېږي‌ چې واده یې کړی او ۲ ماشومان هم لري.

په ویډیو کې یوه دریمه ښځه هم شته،‌ چې عمر ایاز یې نه ښکلوي.‌ دا ښځه تر دې دمه لادرکه ده.

د دې دریمې ښځې په اړه ویل کېږي چې دوو نجونو وژونکي محمد اسلم مېرمن ده.

د فدا وزیر په نامه هغه کس چې پر خپل موبایل یې دا ویډیو جوړه کړې وه،‌ هم د پولیسو لخوا د فحاشه ویډیو خپرولو په تور نیول شوی دی.‌

د یوې وژل شوې نجلۍ پلار او د بلې هغې ورور هم په دې تور نیول شوي دي‌ چې پولیسو ته یې د پېښې رپوټ نه و ورکړی او ثبوتونه یې پټ کړي وو.‌