شاته

د جمهوري ریاست په لومړنۍ مناظرې کې د اختلاف ټکي زیات و

د جمهوري ریاست د مقام لپاره د دواړو کاندیدانو بحث په اقتصاد پیل شو. د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن او د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن استدلال کاوه چې په غټو شرکتونو او سرمایه دارانو به مالیه لوړوي او د منځني عاید لرونکو کورنیو او واړه کاروبار لرونکو لپاره به مالیه کموي.

میرمن کلنټن زیاته کړه چې د میرمنو او سړیو لپاره به د معاش د برابرۍ لپاره کار کوي او کالج ته تګ به آسانه کوي.

خو د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندیډ ډانلډ ټرمپ بیا وویل چې د لوړې مالیې له وجې شرکتونه د امریکا نه وتلي دي او کارونه یې له منځه وړي دي. ټرمپ وویل چې د سوداګرۍ په تړونونو باید چې د سره مذاکرات وشي او داسې تړونونه وشي چې ګټه یې ډیره امریکا ته وي.

ډانلډ ټرمپ د بهرنیو هیوادونو سره د مرستې په برخې کې وویل چې "امریکا یوازې د منځني ختیځ هیوادونو ته په میلیاردو ډالر ورکوي خو مونږ دلته په امریکا کې داسې سړکونه، هوایي ډګرونه، روغتونونه او ښوونځي لرو کله د درېمې نړۍ په هیوادونو کې چې دي. "

نژادي توپیر:

میرمن کلنټن او ښاغلي ټرمپ دواړو دا ومنله چې په امریکا کې د تورپوستو امریکایانو سره تر یو حده نژادي توپیر کیږي خو دواړو یې پدې ټینګار وکړ چې د پولیسو او ولس تر منځ د باور د پیدا کیدو لپاره باید چې کار وشي.

هیلري کلنټن پدې ټینګار کاوه چې په جنایي سیستم کې دې اصلاحات راشي، پولیس دې یوازې د ضرورت په وخت کې د قوې نه کار اخلي، ټول باید قانون ته درناوی وکړي او قانون دې د ټولو لپاره یو شان وي.

خو ډانلډ ټرمپ بیا ویل چې نظم او قانون ته دې درناوی وشي. ټرمپ وویل چې په ځینو ښارونو کې تور پوستي امریکایان او هسپانویان داسې ژوند لري لکه په دوزخ کې چې وي .

بهرنۍ پالیسي:

د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ هماغه شان یې چې پخوا ویلي و چې "د ناټو وخت تیر شوی" په نننۍ مناظرې کې یو ځل بیا وویل چې امریکا د جاپان، جرمني، جنوبي کوریا، سعودي عربستان او د ناټو د نورو غړو هیوادونو امنیت ساتي خو په بدل کې امریکا ته هیڅ هم نه ورکول کیږي.

ټرمپ د ایران د جنجالي اتومي پروګرام پر سر په موافقې هم انتقاد وکړ او هغه یې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه موافقه یاده کړله. ټرمپ د موافقې په هکله وویل " پکار وه چې د ایران نه د موافقې په بدل کې ډیر امتیازات اخیستل شوی وی"

خو د بهرنیو چارو وزیرې او د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن بیا د موافقې دفاع وکړه او وې ویل چې د همدې موافقې له برکته اوس نړۍ د ایران اتومي تاسیساتو لاسرسی لري چې پخوا ناممکنه وه.

میرمن کلنتڼ وړاندې وویل چې ایران نږدې و چې دومره اتومي مواد ولري چې بم جوړ کړي او همدا وجه وه چې کله هغه په سنا کې کې وه په ایران یې بندیزونه ولګول

کلنټڼ وویل چې د بهرنیو چارو د وزارت پر وخت مې هم ائتلاف جوړ کړ او هغوي مو دیته مجبور کړل چې خبرو ته حاضر شي پرته لدې چې یو ډز هم وشي.