BBC
 شاته

برازیلۍ نرسه: د کورونا له کبله خپله کورنۍ نشم لیدلی

د انځور حقوق Elaine Oliveira/Instagram
Image caption نرس اولیویرا د نرسانو پر ورځ له خلکو وغوښتل جعلي خبرونه دې نه مني او په کورونو کې دي پاتې شي

تېره اونۍ د نرسانو ورځې په مناسبت الین اولیویرا پرانسټاګرام خپل یو داسې تصویر خپور کړ چې د خوندیتوب طبي کالي یې اغوستي وو او له خلکو یې درخواست وکړ چې په کورونو کې دننه پاتې شي.

دغه ۳۳ کلنه نرس د شمال ختیځ برازیل فورتالیزا سیمې یوه روغتون کې له کرۍ شپې فعالیت ورسته خورا ستړې ستومانه معلومېده. نوموړې په خپل پیغام کې وايي، دوې میاشتې کېږي مور او پلار یې نه دي لیدلي او ډېره پسې خواشینې ده:

''همدا اوس چې دغه کرښې لیکم، همکاران مې د یوه نا یوه ناروغ د بستر تر څنګ ولاړ دي، هڅه کوي ژوند یې وژغوري او یا ډاډ ورکړي. زه ستاینه یا مبارکۍ نه غواړم، بلکې غواړم تاسې خپلو کورونو کې پاتې شئ، چې زه وژغورله شم، تاسې وژغورل شئ او ستاسې د کورنۍ نور غړي وژغورل شي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برازیل ځینې سیمو کې د کورونا مړي په ډله ییزو قبرونو کې خښ شوي

له بي بي سي سره خبرو کې نوموړې وویل، له یوې مودې راهیسې یې غوښتل د زړه دغه خبرې وکړي.

د اغلې اولیویرا دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ګڼ شمېر برازیلیانو او په ځانګړې توګه د ولسمشر جایر بولسینارو ګڼو پلویانو د قرنطین اقدامات بابیزه ګڼلي دي.

دوی دغه راز له یوه بله د واټن ساتلو خبره هم ډېره جدي نه بولي. اغلې اولیویرا د ولسمشر ځینو څرګندونو ته په اشارې سره وايي:

''دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې دا خلک دي چې ماشومان لري، مېندې- پلرونه لري، دوی سره مینه کېده او غواړي ژوندي پاتې شي. ''

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې برازیل کې اوس د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر دوه نیم لکه کسانو ته رسېږي، چې دې سره د ناروغانو شمېر له پلوه دغه هېواد په نړۍ کې دریم ځای خپل کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وبا له کبله د مړو شویو نرسانو همکاران هغوی ته درناوی وړاندې کوي

خو ماهرین بیا اندېښنه ښيي چې د ناروغانو اصلي شمېر ښايي له درې میلیونو کسانو هم زیات وي. د بي بي سي برازیل څانګې سره خبرو کې د رایبیراو پریتو طب پوهنځي پروفیسر ډومینګوس الویس وايي:

''زه ویلای شم چې برازیل اوس په نړۍ کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ خپریدو په یوه مهم مرکز بدل شوی دی. ''

د مې تر ۱۹ نېټې پورې دغه هېواد کې نژدې ۱۸۰۰۰ کسان مړه شوي دي، خو پروفیسر الویس وايي، دا شمېر له اصلي هغه خورا کم ښوول شوی دی.

ویل کېږي د دغه هېواد په ځینې روغتونونو کې ډاکټرانو د هغو کسانو پرتله چې درملنه یې ګټه نه کوي، د هغو کسانو درملنې ته لومړیتوب ورکوي چې د ژوندي پاتې کېدو احتمال یې ویني.

بل لور ته ولسمشر بولسنارو لا هم دغه ناروغي (یوازې عادي زکام یا والګی) بولي. نوموړی نه یوازې په خوله دغسې څرګندونې کوي، بلکې په قرنطین ضد احتجاجونو کې برخه اخلي، ګډونوالو سره په لاس روغبړ کوي او د ۳۰ کسانو لپاره د مېلمستیا ژمنه کوي.

تېره میاشت چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته ورسېد د یوه خبریال پوښتنې ته ځواب کې نوموړي وویل:

''نو څه؟ بښنه غواړم، خو زه معجزې نه شم رامنځته کولای. ''

Image caption د برازیل ځینو سیمو کې د روغتیايي سیسټم حالت خورا ناوړه وضعیت لري

د کورونا وبا له کبله په برازیل کې سیاسي ناندرۍ هم رامنځته شوې دي. د دغه هېواد د روغتیا مرستیال وزیر نیلسن تیېش د کوویډ - ناروغانو درملنې لپاره د کلوروکوین کارولو پر سر له ولسمشر سره له اختلاف وروسته استعفا وکړه.

هغسې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امریکا کې کوي، د برازیل ولسمشر هم د دودیزو درملو کارولو پلویتوب کوي چې پکې د ملریا درملنې لپاره کارول کېږي، خو ګټورتوب یې لا په نهايي توګه نه دی تایید شوی.

د ښاغلي تیېش ځای ناستی لویز ماندیتا به د خلکو تر منځ د واټن ساتلو پر سر له دندې ګوښه شو. ولسمشر بولسنارو وايي، د کاروبارونو بندول او نور محدویتونه پر اقتصاد د ناوړه اغېز له کبله (ناوړه پالیسي) ده، خو ایالتي حکومتونه بیا د ویروس له خپریدو سره سم قرنطین محدودیتونه هم پراخوي او سختوي.

د انځور حقوق Getty Images

د کورنیو وېش

نرس اولیویرا وايي له خپلو څلورو ورڼو سره یې له دې کبله خبرې بندې کړې، چې په وینا یې ''نارینه ټول د ښاغلي بولسونارو مشورې مني. ''

نوموړې وايي له دې کبله ډېره خواشینې ده چې وروڼو یې هیڅ احتیاطي تدبیرونه نه دي کړي او د عمر خوړلیو مور او پلار له لیدو هم ډډه نه کوي.

د اغلې اولیویرا په څېر کارکوونکي چې له وبا سره د مبارزې په لومړي کتار کې دي، قرباني ورکوي، تر اونیو پورې له کورنیو او خپلو خپلوانو لېرې دي او د نوموړې په وینا هغه چې احتیاط نه کوي د دوی دې قربانیو ته په سپکه ګوري.

نوموړې وايي:

''له بده مرغه د فوټبال لوبې په څېر سیاست پکې وشو، که دا سیاسي ډله ډلګۍ پکې نه وای رامنځته شوې، موږ به د لا ډېرو کسانو ژوند ژغورلای وای. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر د واټن له مراعتولو ان هغه مهال هم ډډه وکړه چې ټوخیده