BBC
 شاته

کورونا وېروس: افغانې نجونې د موټر له پُرزو د اکسیجن ماشین جوړوي

The robotics team with their prototype ventilator
Image caption دغه نجونې وایي، که ماشین یې جوړ شو نو بیه به یې له عام بازار ډېره کمه وي

د افغانو نجونو د روباتیک هغه ډله چې په ۲۰۱۷ کال کې یې به امریکا په یوه نړیواله سیالۍ کې جایزه ګټلې وه، اوس هڅه کوي چې د کورونا وېروس بحران کې مرسته وکړي.‌ دې نجونو د موټر له پُرزو د کورونا وېروس ناروغانو لپاره د ساه اخیستلو ماشین یا (وېنټي لېټر) جوړولو هڅه پیل کړې.‌

دغه ډله غواړي‌ چې د روانې می میاشتې تر پایه دا ماشین چمتو کړي، او بیه به یې هم بازار کې د دې ماشین له بیې خورا کمه وي.‌

افغانستان، چې شاوخوا ۳۹ میلیونه نفوس لري، دا مهال په ټول هېواد کې یوازې څلور سوه د اکسیجن ماشینونه لري.‌

په دې هېواد کې تر دې دمه څه باندې اووه نیم زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي، او د مړو شمېر پکې ۱۷۸ ته رسېدلی.

خو چارواکي وېره لري چې وضعیت لا پسې خرابېږي، او د افغانستان کمزوری روغتیایي سېستم ښایي له پښو وغورځوي.‌

۱۷ کلنې ناحید، چې د دې ډلې غړې ده، بي بي سي ته وویل، که یې په خپلو هڅو د یو کس ژوند هم وژغورلو نو لویه خبره به وي.‌

د نجونو دا روباتیک ډله په لویدیځ هرات ولایت کې مېشته ده، هغه ولایت چې افغانستان کې د کورونا وېروس لومړنۍ مثبته پېښه پکې رامخې ته شوه.

هرات له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی او له همدې کبله افغانستان کې د کورونا وېروس مرکز بلل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نجونو روباتیک دا ډله په لویدیځ هرات ولایت کې مېشته ده

په دې ډله کې د نجونو عمرونه د ۱۴ او ۱۷ کالو ترمنځ دي، او تر دې دمه توانېدلې دي چې د کورولا موټر انجن نه د اکسیجن ماشین په توګه کار واخلي.‌

دوی همدا راز په دې ماشین کې د هونډا موټرسېکل زنځیر هم کارولی دی.‌

دغه نجونې وایي، که یو ناروغ په ساه اخیستو کې ستونزه ولري او معیاري اکسیجن نه وي، نو د دوی ماشین کولی شي چې په موقتي توګه ناروغ سره په ساه اخیستو کې مرسته وکړي.‌

د ټیم مشره سومیا فاروقي وایي:

"په دې خبره ویاړم چې د یوې داسې ډلې غړې یم چې له ډاکټرانو او نرسانو سره د مرستې لپاره یو ماناداره کار ترسره کوي. دا ډاکتران او نرسان دې سختو شېبو کې زموږ اتلان دي".

په نړیوال بازار کې د یو معیاري اکسیجن ماشین بیه شاوخوا دېرش زره ډالره ده، او له همدې کبله یې بې وزله هېوادونه د اخیستلو توان نلري.‌

خو د افغان نجونو دا ډله وایي، د دوی د ماشین بیه به له شپږ سوه ډالرو هم کمه وي.

دغه نجونې وایي، په هرات ښار کې د محدودیتونو له کبله دوکانونه بند دي، نو ځکه د پُرزو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان چارواکي وایي، په هېواد کې د کورونا وېروس وضعیت په خرابېدو دی

خو د دې ډلې بنسټګره رویا محبوب وایي، هیله لري چې د می میاشتې تر پایه به خپل د اکسیجن ماشین چمتو کړای شي.

نوموړې وایي، د ماشین جوړولو ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی او یوازې سېنسر ته اړتیا لري، او هغه به تیار جوړ شوی ورته اخلي، ځکه له سره نوی سېنسر جوړول ډېر وخت غواړي.‌

افغانستان کې له ۳۰ سلنې هم کمې ښځې لوستې دي، او د هراتیو نجونو دا ډله تمه لري چې د دوی هڅې به د ساینس او انجینرۍ برخو کې د ښځو د کار او وړتیا په اړه شته ذهنیت بدل کړي.‌

۱۶ کلنه الهام منصوري وایي، که د دوی د ماشین به جوړولو بریالۍ شوې نو ثابته به شي چې نجونو ته تعلیم ورکول څومره ګټور کار دی، ځکه دوی هم کولی شي چې د ټولنې فعالې غړې و اوسي.

د دې ډلې بنسټګره وایي،‌ افغان حکومت هم د دوی په پروژه کې لېوالتیا ښودلې ده او ولسمشر محمد اشرف غني چارواکو ته هدایت کړی چې هره اړینه مرسته ورسره وکړي.‌

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په دې پروژه کې له دې نجونو سره مرسته کوي.‌

د یاد وزارت ویاند وحید مایار بي بي سي ته وویل:

"موږ د دوی د هڅې ستاینه کوو. ساینسي څېړنې خپل پړاوونه لري. باید دا ماشین و اروزل شي،‌ او بازار ته له وړاندې کولو وروسته ومنل شي. د ناروغانو خوندیتوب زموږ لپاره لومړیتوب لري. نو لومړی باید دا ماشن په لابراتوار کې پر حیواناتو و ازمایل شي او بیا انسانانو لپاره کارول کېدلی شي".

.