BBC
 شاته

عمران خان: که مو بندیزونه ختم کړي نه وای لکونه خلک به له لوږې مړه شوي وای

عمران خان د انځور حقوق @PTIOfficia
Image caption لومړی وزیر عمران خان وايي، لکونه هېوادوال یې د لوږې له خطر سره مخامخ ول

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر نژدې پنځه میلیونو ته رسېږي او د دغې ناروغۍ له کبله څه باندې درې لکه کسانو ژوند بایللی دی، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که د کورونا وبا مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه یې نه وای ختم کړي، په وینا یې د لوږې له لاسه د لکونو کسانو د مړینې خطر و.

نړیوال اقتصادي فورم ته په یوه ویډیويي وینا کې ښاغلي خان وویل، وبا ته د غبرګون برخه کې د پرمختللیو هېوادونو او دوی تر منځ لوی توپیر موجود دی.

د هغه په وینا، د اروپايي هېوادونو پرتله پاکستان کې کورونا وېروس په چټکۍ سره نه دی خپور شوی، خو په خبره یې د اغېزمنو کسانو شمېر په زیاتېدو دی او تر اوسه یې د وبا اوج نه دی لیدلی.

بل لور ته د پاکستان د بلوچستان ایالت پخوانی ګورنر یا والي سید فضل اغا پر کورونا وېروس له اخته کېدو وروسته ومړ. د صوبې اعلی وزیر جام کمال خان د ښاغلي اغا پر مړینه خواشینې څرګنده کړې.

نوموړی وايي، سید فضل اغا د بلوچستان په سیاست کې مهم رول لوبولی او د صوبې د پرمختګ لپاره یې هلې ځلې کړې دي.

د انځور حقوق Balochistan Assembly
Image caption سید فضل اغا د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ غړی او ګورنر پاتې شوی

په نوره نړۍ کې بیا د کورونا وبا په هکله تازه رپوټونو کې له برازیله ویل شوي چې دغه هېواد کې په خورا چټکۍ سره وېروس خپرېږي. په یوه ورځ کې دغې ناروغۍ له کبله ۱۱۷۹ کسان برازیل کې مړه شوي، خو د دغه هېواد ولسمشر جایر بولسنارو وايي، هېواد یې د کورونا له کبله له 'جدي خطر سره مخامخ نه دی. '

په همدې حال کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، کمپ ډېوډ ته د جي - سېون غونډې پر بللو غور کوي.

له دې مخکې اعلان کې ویل شوي و، چې د کورونا وبا له کبله به د جون له ۱۰ تر ۱۲ پورې دغه غونډه د انټرنېټ له لارې تر سره شي. اوس ولسمشر ټرمپ وايي، که غونډه په کمپ ډېوډ کې وشي دا به د (ټولو لپاره یوه ښه اشاره وي.)

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر ټرمپ وايي، کمپ ډېوډ ته د جي سېون غونډې پر وربللو غور کوي

بل لور ته هندي چارواکي وايي، د دوشنبې له ورځې (مې ۲۵ مه) په هېواد کې دننه هوايي شرکتونو ته د الوتنو اجازه ورکوي. دوې میاشتې مخکې د مارچ پر ۲۵ مه هند چارواکو نړیوالې او کورنۍ الوتنې په ټپه درولې وې.

په نوي اعلان کې د نړیوالو الوتنو په هکله څه نه دي ویل شوي. په اسپانیا کې بیا د هغو ټولو کسانو لپاره د ماسک کاروول لازمي بلل شوي چې عمرونه یې له شپږ کاله پورته دي او بله کومه روغتیايي ستونزه نه لري.

د روسیې په داغستان کې بیا چارواکو حالت (ناورین) ته ورته بللی. له دغې سیمې رسېدلي رپوټونه وايي، د مړینې شمېر په لوړېدو دی او طبي الات او تجهیزات په لږېدو دي.

سان فرانسسکو کې چارواکو دوې نورې سیمې (د خوندي خوب کلي) بللي دي. د چارواکو په وینا بې کوره کسان کولای شي په دې سیمو کې له یوه بله د واټن له ساتلو وروسته کېږدۍ ودروي او خوب وکړي.

Image caption ښاغلی ډاونډن لومړی ځل د کورونا وبا په هکله ورځنۍ خبري غونډه کې برخه اخلي.

بریتانیا کې د ډیجیټل، رسنیو، کلتور او لوبو چارو وزیر اولیور ډاوډن وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې برتانیا کې د کوویډ - ۱۹ له کبله ۳۶۳ کسان مړه شوي دي. ښاغلی ډاونډن لومړی ځل د کورونا وبا په هکله ورځنۍ خبري غونډه کې برخه اخلي.

دې سره د هغو کسانو شمېر چې د معایناتو له مثبت راختو وروسته مړه شوي دي، ۳۵ زره او ۷۰۴ کسانو ته رسېدلی دی. خو داسې باورونه هم شته چې اصلاً د مړینې شمېر له دې خورا ډېر دی.