شاته

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د مناظرې اصول

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د مقام لپاره د کاندیدانو تر منځ لومړنۍ مخامخ مناظره نن د نیویارک ایالت د هوفسټرا په پوهنتون کې کیږي.

پچه د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن ګټلې او دا پدې معنی چې لومړنۍ پوښتنه به د هغې نه کیږي او د ځواب ورکولو لپاره به یوازې دوه دقیقې وخت ولري. د هیلري کلنټن د ځواب نه وروسته به ټرمپ ته وخت ورکړل شي چې خپل نظر ورکړي.

د ګوندي او مقدماتي انتخاباتو پر وخت د مناظرو برعکس دا ځل په تالار کې ناست ګډون وال د کاندیدانو لپاره چک چکې نه وهي.

د مناظرې کوربه د ان بي سي تلویزیون خبریال لیسټر هولټ کوي. د مناظرې د پیل نه مخکې دواړو کاندیدانو د ښاغلي هولټ په هکله داسې تبصرې کړیدي چې ښایي یو ډول هغه د فشار لاندې راولې.

د دیموکرات د ګوند کاندیدې هیلري کلنټن او د هغې پلویانو د لیټر هولټ نه غوښتي دي چې که چیرته د جمهوري غوښتونکي د ګوند د کاندید ډانلډ ټرمپ غلط معلومات ورکړي باید چې هغه یې اصلاح کړي.

خو ډانلډ ټرمپ بیا ویلي دي چې د غلطیو د اصلاح کیدو صلاحیت باید چې یوازې کاندیدانو ته ورکړل شي. د جمهوري ریاست د کاندیدانو تر منځ د مناظرو ګټه دا ده چې دواړه کاندیدان هڅه کوي هغو امریکایانو ته چې تر اوسه یې پریکړه نده کړې چې کوم کاندید ته به رایه ورکوي، خپل پلانونه تشریح کړي او هغوي دیته وهڅوي چې دویته رایه ورکړي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.