BBC
 شاته

اعتکاف کې پر زلمي د جنسي تېري‌ هڅه؛ پاکستاني پولیسو تورن کس نیولی

جنسي تېری د انځور حقوق Getty Creative Stock

د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب د مرکزي برخې په ګجرات ښار کې پولیسو یو سړی نیولی چې پر یوه زلمي هلک د جنسي تېري د هڅې کولو تور پرې لګېدلی. ځايي پولیس وايي، زلمی د روژې میاشتې په مناسبت په اعتکاف کې ناست و.

پولیس د پېښې په تړاو وايي، څو ورځې مخکې یوه سړي عریضه ورته کړې، چې تورن کس هم په همدې جومات کې په اعتکاف کې ناست و.

د پولیسو په وینا دغه سړي په عریضه کې ویلي، د جمعې په شپه یې د پېشلمي لپاره یې خواړه جومات ته یوړل، چې چېغې - نارې یې واوریدې او هلته له رسېدو وروسته یې ولیدل چې تورن کس یې په اعتکاف کې پر ناست ۱۵ کلن زوی د جنسي تېري هڅه کوي.

پاکستان پارلمان د ماشومانو جنسي ځورونې ضد قانون تصویب کړ

پاکستان: له ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي مخنیوي کمپاین پیل شوی

په عریضه کې دغه راز ویل شوي، چې د هلک پلار له لیدو وروسته تورن کس د پېښې له ځایه وتښتېد. ځايي پولیس وايي، د پېښې پر مهال په جومات کې ځکه یوازې تورن کس او دغه هلک موجود وو، چې دا د اعتکاف لومړنۍ شپه وه.

ویل کېږي، دغه زلمي له پېښې مخکې هم د جومات ملا امام ته د تورن کس د نامناسبې رویې شکایت کړی و او امام ورسره د شکایت ارزونې ژمنه هم کړې وه. د ځايي پولیسو یو افسر ظفراقبال چې د دغې پېښې په هکله پوښتنې ګروېږنې کوي وايي، پولیسو د پېښې لومړنی رپوټ یا ایف ای ار د مې میاشتې پر ۱۷ مه ثبت کړی دی.

د انځور حقوق Getty Creative Stock

د پولیس افسر په خبره تورن کس نه یوازې د دې هلک ګاونډی دی، بلکې د لېرې خپلوي هم سره لري.

د نوموړي په خبره د کورنۍ غړو تر منځ د دغه جنجال حل کولو هڅه شوې، خو مثبته پایله یې نه درلوده.

د یاد افسر په خبره پولیسو د موبایل ټیلیفون له لارې د تورن کس ځای ځایګی معلوم کړ او له نیولو وروسته یې د محکمې په اجازه د پوښتنو ګروېږنو لپاره توقیف ته استولی دی.