شاته

پاکستان د انګور اډې بندر تړلی

زرګونه پکتيکاوال د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې له دوو ورځو راهيسې د اعتراض په توګه راټولېږي او هڅه کوي چې د انګور اډې دروازه ونړوي او د پاکستاني ځواکونو له لوري تړل شوې لار بېرته پرانيزي.

افغان پوله ساتي ځواکونه بیا د خلکو نه غواړي چې خپل احساسات کنترول کړي مګر د سيمې اوسېدونکي وايي چې پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې له پکتيکا سره ټولې لارې د دوی پرمخ تړلې دي.

يو شمېر قومي مشران چې د ځينو سرحدي ولسواليو د خلکو استازيتوب کوي، مرکز ښرنې ته راغلي چې وکولای شي خپل غږ او مشکلاتو تر مسوولو حکومتي چارواکو ورسوي.

حاجي نور ولي خان وایي ” متبادله لاره يې چې موږ ته راکړې وه، هغه لاره دا شپږ مياشتې کېږي چې پاکستان تړلې ده. زموږ پوښتنه هيچا ونه کړه. د پاکستان مليشه ځواکونه زموږ خلک په کرښه ځوروي او وهي يې‟.

انګور اډه د پکتيکا د برمل ولسوالۍ سرحدي سيمه ده چې له قبايلي سيمې وزيرستان سره ګډه پوله لري. تېرکال پاکستان دغلته دروازه او ځينې پوځي تاسيسات جوړ کړل چې د افغانستان له تند غبرګون سره مخ شو.

که څه هم دغه تاسيسات افغان ځواکونو ته سپارل شوي خو د ځايي خلکو اعتراض دا دی چې پاکستاني ځواکونه د کرښې يوې غاړې ته هم د تېرېدو اجازه نه ورکوي. خلک وايي دواړو غاړو ته يې خپل خپلوان پراته دي.

قومي مشر حاجي قدرت الله وایي ”تقريباً اته زره کسان هلته راټول شوي، د هغوی په استازيتوب سل تنه قومي مشران ښرنې ته راغلي يو. که حکومت زموږ په دې ستونزه غور ونه کړي موږ دا تاسيسات له منځه وړو‟.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل، چې د پکتيکاوالو دغه ستونزه يې تر مزکزي حکومت پورې رسولې ده او د حل لپاره يې د هغوی همکارۍ ته په تمه دي.

وروسته له هغه چې په تورخم کې د افغان امنيتي ځواکونو او د پاکستان د پوځيانو ترمنځ د تورخم د دروازې د ملکيت پرسر جګړه وشوه، پاکستان پر ډيورنډ کرښه ګڼې لارې وتړلې او د خلکو تګ راتګ يې محدود کړ.