ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ لوبو لغوه کېدل؛ ایا سپورټ او سیاست سره جلا دي؟

د لوبو له میدانه' په خپرونه کې به واورئ چې اسټرالیا نه غواړي له افغانستان سره په مارچ میاشت کې ۳ یو ورځنۍ لوبې وکړي. د اسټرالیا په بیګ بیش سیالیو کې د افغان لوبغاړو د نه ګډون پرېکړه او عواقب یې. د سپورټ او سیاست په جلا والي د یو شمېر خلکو ټینګار، ایا اوس سپورټ او سیاست سره جلا دي؟ د ګڼو افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو سوداګریزو کرکټ لیګونو پیل. افغان کرکټ بورډ باید د کرکټ راتلونکي لپاره څه وکړي؟ د فوټبال، ټینس او هاکي نړیوالې او سوداګریزې سیالۍ. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

14.01.2023 ازادي راډیو

د کندهار علماو شورا ته د يان ايګلنډ ليک: پر نجونو د تحصيل او کار بنديزونه ليرې کړئ

د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي یان ایګلنډ په کندهار کې د طالبانو والي او د دیني عالمانو شورا ته یو لیک کې لیکلي، د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې په افغان نجونو د زده‌کړو او کار بندیز د ویجاړونکو پایلو په اړه طالب مشران خبر کړي. دا لیک د یان په رسمي ټویټرپاڼه خپور شوی. په دې لیک کې د یان ایګلنډ له قوله د کندهار والي او د دیني عالمانو شورا ته په خطاب کې لیکل شوي، خبر شوی چې نور هغوی له ده سره د کتنې لپاره منتظر نه‌شي پاتې کېدای، خو ایګلنډ کندهار ته د خپل سفر د ځنډ لامل د هوا خرابوالی بللی. خو د کندهار د والي ویاند حاجي زید بیا ازادي راډیو ته وویل، دوی یان ایګلنډ ته د لیدنې د لغوه کېدو خبر نه‌دی ورکړی. هاخاو د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي هم هیله ښودلې چې بیا به هم هڅه کوي مخامخ او یا هم په انلاین ډول د کندهار والي او د دیني عالمانو شورا غړو سره خبرې وکړي. یان ایګلنډ په دې یادښت کې ځینې نورو مهمو ټکو ته هم اشاره کړې ده. هغه لیکلي، هغه مهال چې دې خبر شو چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو زده‌کړې او کار بندیز ولګاوه حیران شو، ځکه د ده له قوله، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، طالب چارواکو په ځلونو په دوحه، اوسلو، اسلام‌اباد او کابل کې دوی سره ژمنه کړې چې افغان نجونو او ښځو ته به د زده‌کړو او کار زمینه برابروي. یان زیاتوي، که څه هم د طالبانو پلاوي د دوی په کارونو له څار وروسته کومه ستونزه و نه مونده، مګر بیا یې هم بې له دې چې دوی ته خبرداری ورکړل شي، ښځې په نا دولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې. یان ایګلنډ وايي، د افغانانو له دود سره سم دوی نه‌شي کولای د نارینه‌و په وسیله ښځو ته مرستې ورسوي، له همدې امله تر هغه چې د دوی ښځینه همکارانو ته د کار اجازه ور نه کړل شي، دوی به خپل فعالیتونه پیل نه ‌کړي. د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي غوښتنه کړې چې هر څه افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار د اجازې په اړه نوی فرمان صادر شي، څو افغانستان په راتلونکې کې ښې ډاکټرانې، انجینرانې، ښوونکې، نرسانې او ماهرې کارکوونکې ولري. هغه ژمنه کړې چې نجونو او ښځو ته د کار په اجازې سره به بیا هم دوی د افغانستان ټول دودیز اصول مراعتوي. یان ایګلنډ د تېرې یک‌شنبې په ورځ کابل ته راغی، څو طالب مشران په دې قانع کړي چې افغان نجونو او ښځو په نا دولتي مؤسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي. هغه هیله ښودلې وه چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره به هم وګوري. له کله چې طالبانو په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه، د نږدې ۹۰ سلنه نا دولتي چارې په افغانستان کې په ټپه او یا هم جزوي توګه ودرېدې، هغه چې له وړاندې بحران سره مخ افغانان یې نور هم وځپل.

13.01.2023 ازادي راډیو

د طالبانو پر وروستيو محدوديتونو به د اسلامي همکارۍ د سازمان غوښتنې اغېز ولري؟

طالبانو د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنه پر ځای بللې او ویلې یې دي، د زمینې په برابرولو به دا اندېښنې رفع شي. د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه چې دغه سازمان غیر اسلامي بللي، ژر تر ژره لرې کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هم له طالبانو ورته غوښتنه کړې. دا چې د اسلامي هېوادونو دا غوښتنې به کوم ځای ونیسي او که نه او ولې د نجونو د کار او تعلیم په برخه کې د طالبانو تګلارې د نورو اسلامي هېوادونو له تګلارو بېلې دي، همدا پوښتنې اسدالله لودین د اروپا د علماو شورا له یوه غړي مولانا صدیق الله فدایي نه کړي دي. د ښاغلي فدايي خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

13.01.2023 ازادي راډیو

د ترکيې ولسمشر: پر افغان نجونو د زده‌کړو بنديزونه 'نا انساني او غير اسلامي' عمل دی

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو بندیز ته نړیوال غبرګونونه ورځ تر بلې په پراخېدو دي. تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د نجونو پر تعلیم او تحصیل محدودیتونه "غیر انساني او غیر اسلامي" بللي دي. د(Middle East Eye) په نوم خبري وېب‌سایټ چې له لندنه خپرونې لري پرون ویلي، چې اردغان د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د بشري حقونو د ملاتړ یوه نړیوال کنفرانس ته دغه څرګندونې کړي دي. اردغان زیاته کړې: "زموږ په دین کې داسې څه نه‌شته، هیڅوک باید داسې بندیزونه له اسلام سره ونه تړي، موږ د داسې یوه دین لارویان یو چې له زانګو تر قبره یې د تعلیم سپارښتنه يې کړې ده." بل لورته د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ د نجونو د تعلیم او کار د بندیز په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې هرکلی کړی دی. په دغې اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه د افغانستان پر اوسنیو حاکمانو غږ شوی چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته په کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د کار اجازه ورکړي. د دغه سازمان د ۵۶ غړو هېوادونو سفیرانو د سعودي عربستان په جدې ښار کې تر خپلې غونډې وروسته وویل، تعلیم ته د نجونو لاس‌رسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او نه باید محدود شي. د اعلامیې په دوام دغه راز راغلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي ملاتړ کوي او هلته د پرمختیا، ثبات، امنیت، سولې او بشري حقونو د تامین غوښتونکی دی. طالبانو بیا پرون ماښام د اسلامي همکاریو سازمان اعلامیې ته غبرګون وښود. د دوی په اعلامیه کې چې ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته لېږلې راغلي، طالبان د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي. د طالبانو په دې غبرګون کې د ښځو د کار په اړه څه نه‌دي ویل شوي خو د نجونو د تعلیم په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنې (د درک وړ) بللي دي. طالبانو ویلي، حکومت یې د نجونو د تعلیم د بندیز په برخه کې موقتي ګام اخیستی او زیاته کړې ده چې د زمینې په برابرولو سره به دغه اندېښنې رفع شي. طالبانو نه‌دي ویلي چې څه موده وروسته به دغه زمینه برابریږي او د نجونو ښونځي او پوهنتونونه به بېرته پرانيستل کېږي؟ طالبانو د تېرې ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر دویم اعلان پورې وځنډولې او څو ورځې وروسته یې په کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو کار هم منع اعلان کړ. د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوال سازمانونو د طالبانو دغه پرېکړې غندلي او غوښتنه یې ترې کړې چې لغوه یې کړي. د طالبانو د حکومت دا دی نږدې ۱۷ میاشتې پوره شوې، د دوی حکومت تر اوسه په ظاهره د همدې او ورته نورو بندیزونو او محدودیتونو له کبله په رسمیت هم نه‌دی پېژندل شوی.

13.01.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند حسن کاکړ شپږم تلين

افغانستان کې د انلاين کتابتونو مروجېدل او ترې استفاده، نورستان کې پر باغونو د ناغو لرغونی دود، غزني کې له کوره د مسافرو د رخصتولو دودونه، شعر، کيسه او نور مطالب! ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي په‌کې هنري، ادبي، فرهنګي او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

12.01.2023 ازادي راډیو

اسټرالیا له افغانستان سره لوبې نه کوي

اسټرالیا له افغانستان سره خپلې ۳ یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې. کرکټ اسټرالیا وايي دا پرېکړه یې د افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم پر سر د طالبانو د بندیز په غبرګون کړې. د دې پرېکړې د عواقبو په تړاو فریدې سیال د کرکټ بورډ له پخواني اجرایوي رییس شفیق ستانکزي سره مرکه کړې ده

12.01.2023 ازادي راډیو

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو ښځې له اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، دوی داسې قوانین او پالیسۍ تحمیل کړې، چې په پراخه کچه یې ښځې له خپلو اساسی حقونو لکه، زده‌کړې، کار، بیان او سفر له حقه بې‌برخې کړې دي. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د سختو دریځو قوانینو پلي کولو د دوی په ټولو حقونو، لکه د ژوند کولو، معیشت، سر پناه، روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسي، خوړو او اوبو باندې اغېز کړی. د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې دا هم راغلي، چې د طالبانو په حکومت کې ښځو ته د قضا یا هم ملکي برخې په ګډون، ښځو ته په لوړه کچه د کار کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې، د دې تر څنګ یې ښځې له محرم پرته له سفر کولو منع کړې او د طالبانو قوانینو ښځې یوازې له کوره له وتلو هم منع کړي. د بشري حقونو د څار سازمان دا هم وايي، چې طالبانو ټولې ښځې حتی په ټلوېزیون کې هم ښځینه خبریالانې مخ پټولو ته اړې کړي. ياد سازمان زیاته کړې چې طالبانو د لاریون کوونکو ښځو د جلا کولو لپاره هم له حد وتلی له زور زیاتي څخه کار اخیستی، لاریون کوونکې نجونې یا هم د دوی د کورنۍ غړي یې په خپل سر بندیان کړي او وهلې یې هم دي. طالب چارواکو د بشري حقونو د څار د سازمان د دغه راپور په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پخوا یې د ښځو د حقونو د نقص په اړه ویلې وو، چې دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده او دوی ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي. دا په داسې حال کې دی چې په ښځو باندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه افغانې ښځې وایي، داسې ښکاري چې د طالبانو شل کلنه جګړه یوازې ښځو سره د مبارزې لپاره وه او بله موخه یې نه درلودله. د پوهنتون استادې محمودې تقوا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د طالبانو په راتګ سره پر ښځینو ډېر زیات محدودیتونه ولګېدل، داسې انګېرل کېږي چې د اسلامي امارت شل کلنه جګړه یوازې د ښځو سره د مبارزې لپاره وه نو دا ټولې هغه ستونزې دي چې د ښځو پر وړاندې دي، نه یوازې ښځې بلکې د هغوی کورنۍ او ټولنې ته هم زیان ور رسیږي." د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د جنسیتي نابرابرۍ له امله افغانستان د ښځو او نجونو په برخه کې تر ټولو په بد هېواد بدل شوی. خو د ښځو د حقونو ځینې فعالانې وایي، چې د دغه راپور د چمتو کولو پر ځای باید نړیواله ټولنه د طالبانو له‌خوا، د ښځو د حقونو د ښکاره سر غړونو پر تړاو ژر تر ژره اقدام وکړي. مدني فعاله ترنم سعیدي د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه ازادي راډیو ته وویل، ښځې ورځ په ورځ له خپلو حقونو بې برخې کېږي او په تیاره او په بې‌برخلیک چاپیریال کې ژوند کوي. نوموړې وايي: "دوی د ښځو ټول انساني، مدني او د ژوند کولو حقونه تر پښو لاندې کړي، او افغانستان یې په یو داسې دوزخ بدل کړی چې خلک په اساني په‌کې ساه هم نه‌شي اخیستلای، زه خواشینې یم چې د دغو ټولو کړنو پر وړاندې یوازې ګزارشونه جوړیږي، نوره چوپ چوپتیا ده، هیڅ کوم اقدام نه‌شته، موږ اړتیا لرو چې یو فوري او جدي اقدام وشي او طالبان له افغانستان وویستل شي." پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي دي، چې تر ټولو وروستي یې دوی له لوړو زده‌کړو او په نادولتي مؤسسو کې هم له کار کولو راګرځول شوې دي.

12.01.2023 ازادي راډیو

د اسلامي همکاريو سازمان: د ښځو پر زده‌کړو او کار بنديز لګول له اسلامي قوانينو سرغړونه ده

د اسلامي همکاریو سازمان چې ۵۶ غړي لري غوښتنه وکړه چې ښځې او نجونې باید په افغانستان کې کار او زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري. د دغه سازمان په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه ماښام یې له بېړنۍ غونډې وروسته خپره کړه راغلي، تعلیم ته د نجونو لاس‌رسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او نه باید محدود شي. د اعلامیې په دوام راغلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي ملاتړ کوي او هلته د پرمختیا، ثبات، امنیت، سولې او بشري حقونو د تامین غوښتونکی دی. د اسلامي همکاریو سازمان تېر ځل د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې د اسلام اباد په کوربه‌توب د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډه جوړه کړې وه. دا ځل دغه سازمان په زغرده له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه خلاص او پرېږدي چې افغان مېرمنې په هره برخه او څانګه کې چې غواړي تحصیل وکړي. د طالبانو د حکومت دا دی نژدې ۱۷ میاشتې تېریږي، خو هیڅ هېواد نه‌دی حاضر شوی چې دوی په رسمیت وپېژني. د دغه کار یو اساسي لامل د ښځو پر تعلیم، کار او بشري حقونو د بندیزونو لګول ښودل کېږي. طالبان بیا وایي، د اسلامي شریعت او افغاني دود په چوکاټ کې نجونو او ښځو ته حقونه ورکوي، خو یو شمېر ښځینه فعالانې د طالبانو دا دریځ عمومي بولي او وایي، دوی د خپل سخت تعبیر له‌مخې پر ښځو او نجونو دا محدودیتونه لګولي دي.

12.01.2023 ازادي راډیو

يان ايګلنډ: ځينې طالب مشران د نجونو له زده‌کړو او مؤسسو کې له کار کولو سره موافق دي

د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، له طالب چارواکو یې غوښتي چې پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم محدودیتونه لرې کړي څو افغانان زیانمن نه‌شي. یان ایګلنډ پرون د جنورۍ په ۱۱مه ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالب چارواکو ترې غوښتي چې زغم ولري، خو نوموړی ټینګار کوي چې زغم ډېر خلک زیانمنوي. نوموړی وايي: " کابل کې مې د طالبانو له ځینو وزیرانو سره وکتل، د دوی د اقتصاد او کډوالو له وزیرانو او د بهرنیو چارو له مرستیال سره مې وکتل، له څو نورو طالب مشرانو سره مې هم لیده کاته درلودل، دوی ټول موافق دي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، دوی توافق درلود چې ښځې دې بشري برخو کې کار وکړي، دوی دغه راز ویل چې نجونو ته د کار او زده‌کړو د اجازې په اړه کار کوي، دوی له موږه غوښتنه وکړه چې صبر ولرو، موږ ورته وویل چې ډېر صبر نه‌شو کولای، په ځانګړې توګه هغه مهال چې خلک له دغو محدودیتونو زیانمن شي." یان ایګلنډ په خپله مرکه کې ویلي، د ناروې د کډوالو شورا افغانستان کې ۴۷۰ ښځینه کارکوونکې درلودې چې ټولې اوس په کور ناستې دي. نوموړی وایي، د دغو ښځو له کار پرته د ماموریت دوام ورته ستونزمن دی، ځکه په باور یې له افغاني دود سره سم یوازې ښځې کولای شي د اړمنو مېرمنو لاسنیوی وکړي. هغه زیاته کړه، تېرو شلو کلونو کې يې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کړی او په خبره یې طالبان د دوی د بنسټ او فعالیتونو په اړه پوه دي. یان ایګلنډ زیاته کړه اوس‌مهال په افغانستان کې د دوی ټول فعالیتونه په ټپه ولاړ دي. د ناروې د کډوالو شورا او یو شمېر نورو مؤسسو وروسته تر دې خپل فعالیتونه و درول چې طالبانو د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. یان ایګلنډ وایي، د کار پر مهال یې د افغانانو دود ته پام کړی او په خبره یې دفترونو کې یې ښځې او نارینه جلا کړي وو. هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې طالب مشرانو ته هم پيغام درلود. نوموړي وويل: "تر هغو چې پر ښځینه کارکوونکو دا محدودیتونه دوام ولري، خلک ډېر ډېر زیانمنیږي، په پایله کې ژوند له خطر سره مخامخیږي، موږ پلان درلود چې دې شپو ورځو کې زرګونه بې ځایه شویو کسانو ته خیمې او د تودوخې وسایل برابر کړو." د ناروې د کډوالو شورا مشر چې د کابل په سفر بوخت دی، پخوا تر دې هم خبرداری ورکړی چې د طالبانو له خوا محدودیتونه ۲۵ میلیونه اړمن کسان د لوږې او بې‌وزلۍ له جدي خطر سره مخامخوي او د دغه هېواد ماتېدونکی اقتصاد نور هم زیانمنوي.

12.01.2023 ازادي راډیو

د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې به له طالبانو کومې غوښتنې وشي؟

ټاکل شوې د سعودي عربستان پر وخت لس بجې د جدې په ښار کې د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه جوړه شي. د اسلامي همکارۍ په سازمان کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، چې دا غونډه د سعودي، ترکیې او ګامبیا چې افریقايي هېواد دی په غوښتنه رابلل شوې ده، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په‌کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې. سرچینه چې نه‌غواړي په راپور کې پېژندنه وشي، وايي په دې غونډه کې چې د اسلامي همکارۍ په سازمان کې د اسلامي هېوادونو سفیران به په‌کې برخه واخلي، د طالبانو د حکومت په هغه تګلارو بحث او خبرې وشي چې له مخې يې په افغانستان کې ښځې له کار او زده‌کړو منع کړل شوې دي. سرچینه وايي، د غونډې په پای کې چې د سعودي په وخت څلور او د کابل په وخت نږدې شپږ نیمې بجې کېږي اعلامیه هم خپره شي. دغه سرچینه وايي، ښايي په اعلامیه کې له طالبانو په جدي ډول وغوښتل شي چې د افغان مېرمنو د تحصیل او کار په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي او دغه شان به طالبانو ته وویل شي چې د ښځو په وړاندې د دوی پرېکړې د اسلامي اصولو خلاف عمل دی. سرچینه وايي، که طالبان دغه غوښتنې ونه مني ښايي وروسته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ستره غونډه راوبلل شي او د افغان مېرمنو په اړه د طالبانو د وروستیو پرېکړو په اړه په‌کې بحث وشي. د طالبانو د حکومت ویاندویانو تر اوسه د دغه غونډې په اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي. دا سازمان په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د اقصی جومات تر سوځېدو ورسته جوړ او لومړنۍ غونډه یې په مراکش کې وکړه. د دې سازمان په لومړني غونډه کې د افغانستان د پاچا ظاهر شاه په استازولۍ د هغه وخت د عدلیې وزیر استاد عبدالستار سیرت برخه لرله او د دې سازمان منشور يې لاسلیک کړو. د اسلامي همکارۍ سازمان په عمومي ډول په اسلامي هېوادونو کې د ستونزو او مشکلاتو په اړه غونډې کوي. د افغانستان په اړه د دغه سازمان د نن ورځې ځانګړې غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې طالبانو په تېر دسمبر میاشت کې په دوه بېلابېلو فرمانونو کې د ښځو پر تحصیل او په غیر دولتي مؤسسو کې یې په کار کلک بندیز ولګاوه. د اسلامي همکارۍ سازمان مخکې تر دې د طالبانو دا پرېکړه په یوه اعلامیه کې غندلې او او دا يې د اسلامي شریعت د مقاصدو او د امت د اجماع خلاف عمل بللی و. د دې ترڅنګ د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او په غبرګون کې يې څو نړیوالو مرستندویه مؤسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو دا پرېکړه په افغانستان کې د میلیونونه هغو بې‌وزله کورنیو په ژوند نېغ په نېغه اغېز لري، چې اوس مهال يې ژوند په بشري مرستو ولاړ دی.

11.01.2023 ازادي راډیو

د ارزګان خلک: د بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو د درملنې وس نه‌لرو

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، روان ژمي کې د اقتصادي ستونزو له امله چې د کورونو د تودولو توان نه‌لري، ماشومان يې په بېلابېلو ساري ناروغیو اخته شوي دي. دوي وايي، که دولت او خیريه بنسټونه ورسره مرسته ونه‌کړي نو یو انساني ناورین به رامنځته شي. بل‌خوا د ارزګان والي مولوي علي جان احمد وايي، چې دوی هڅه کوي چې د مؤسسو په همکارۍ تر اړمنو کورنيو پورې مرستې ورسوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

11.01.2023 ازادي راډیو

ځينې ښځينه محصلانې: له زده‌کړو بې برخې کېدو سره مو رواني حالت خراب شوی

يو شمېر ښځينه محصلانې وايي، له زده‌کړو په بې برخې کېدو سره يې روحي او رواني حالت خراب شوی دی او فکري تمرکز يې له لاسه ورکړی دی. د بدخشان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصله تمنا له زده کړو د بې برخې کېدو وروسته د هغو ستونزو په اړه چې ورسره مخ شوې ده وايي، له تېرو شلو ورځو راهیسې چې له زده‌کړو څخه منع شوې ده خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده او فکر کوي چې روحي او رواني ستونزه ورته پیدا شوې ده. تمنا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما د ذهني او رواني ستونزو نښې دا دي چې هر څه مې ډېر ژر هیریږي، ژر په غوسه کېږم او د چا خبرې نه‌شم زغملی، د شپې له ویده کېدو مخکې به مې کتاب لوسته، خو اوس یې نه‌شم لوستلی، ما خپله انګېزه په بشپړه توګه له لاسه ورکړه." دا وايي، د خپل راتلونکي اندېښنې اخيستې او شپې شپې په وېښه تېروي. نظیفه یوه بله محصله ده، چې د کانکور په ازموینه کې یې کډون کړی و او په کابل پوهنتون کې یې د زده‌کړو هیله درلودله هم ورته خبرې کوي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "ما تازه کابل پوهنتون ته د کانکور د ازموینې له طریقه لاره پیدا کړې وه، خوښه وم چې لوړې زده‌کړې به کوم، خو له هغه وخته چې نجونې پوهنتون ته له تلو منع شوي، زه ښه نه یم، هره شېبه فکر کوم چې برباد شوې یم، افسوس د هغو ټولو هڅو چې ما کړې دي." د نظيفې او تمنا په څېر په زرګونه نورې محصلانې هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او د طالبانو له حکومت غواړي چې بېرته دوى ته پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړي. په ورته وخت کې د افغانستان د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، چې له زده‌کړو د نجونو بې برخې کېدلو دوی ته هم لوی مالي زیان اړولی او اندېښمن کړي يې دي. د مورا تعليمي او تحصيلي مرکز مشر پوهنمل ډاکتر عزيزالله امير، چې د مرکز زده‌کوونکې او محصلانې يې ټولې ښځې او نجونې وې، په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "د وروستي فرمان په صادرېدو او د ښځينه زده کړو په بندېدو سره، مورا اوس په بشپړه توګه فلج شوې ده، په دې پوهنتون کې شاوخوا ١١٠٠ ښځينه محصلانې وې، چې ټول خدماتونه هم ورته د ښځو له‌خوا وړاندې کېدل، که دا پرېکړه دوام وکړي، موږ به له ستر اقتصادي بحران سره مخ شو." د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي زموږ دې پوښتنې ته، چې ولې ښځینه محصلانې له زده کړو منع شوې؟ او کله به دوى ته بېرته پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شي، ځواب ونه وايه. تر دې مخکې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسوولینو ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د خصوصي پوهنتونونو د شاوخوا دوه لکه محصلانو له ډلې ۷۰ زره یې نجونې دي. د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو مکتوب واستاوه او تر بل امر پورې يې پوهنتونونو ته د نجونو تګ منع کړ. د طالبانو د حکومت دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو او اعتراضونو سره مخ شوه. د دې پرېکړې په اعتراض کې د پوهنتون لسګونه استادانو له خپلو دندو استعفاوې وکړې او یو شمېر محصلانو په کلنيو ازموینو کې له ګډون څخه ډډه وکړه. له دغو غبرګونونو او اعتراضونو سره سره د طالبانو حکومت په دې اړه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

10.01.2023 ازادي راډیو

ناصر سرمست: په دوو سندرو چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړو په ننګه دي کار کوو

په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز په تړاو د اعتراضونو په دوام سره افغان هنرمندان هم هڅه کوي چې د خپل هنر له لارې په دې برخه کې مبارزه لا ګړندۍ کړي. د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست ازادي راډيو ته وويل، چې د دوی د موسيقۍ ډلې د افغان مېرمنو د زده‌کړو او کار حق د غوښتلو په موخه د دوو سندرو په جوړولو کار روان کړی دی. ښاغلي سرمست وویل، چې ډېر ژر به په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ او د دغه هېواد فرهنګي مرکز هم په رسمي ډول پرانستل شي. نوموړی وايي: "موږ هیله لرو چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو میاشتو کې په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ او فرهنګي مرکز په رسمي توګه پرانيستل شي، خو د دې ترڅنګ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ګروپونو او ارکسترونو یو شمېر پروګرامو تر لاس لاندې لري. د مارچ د اتمې نېټې لپاره هم په دوو سندرو چې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده‌کړې د حق غوښتنې په ننګه دي کار کوو." په ورته وخت کې د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې ازادي راډیو ته وویل، چې سږ کال به سندرې ډېرې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په لګیدلي بندیزونو متمرکزې وي. نوموړې وايي: "په  ۲۰۲۳کې، زه د سندرو په چمتو کولو بوخته یم، زما ډېری سندرې به په نجونو په لګول شويو بندیزونو، زما په هېواد کې د اوسني وضعیت او ناکراریو متمرکزې وي." تر دې وړاندې هم مېرمن نغمې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو لګول شويو بندیزونو ته سندره ویلې وه. هغې دا سندره له موسیقۍ پرته ویلې ده، ځکه په باور یې دا سندره به هغه خلک هم واوري چې موسیقي حرامه ګڼي. بل‌خوا یو بل افغان سندرغاړي احمد مرید ازادي راډيو ته وویل، چې دی په دری څلورو داسې سندرو کار کوي ، چې د افغانستان له ننني شرایطو سره برابرې دي. ښاغلي مريد وويل: "هغه سندرې چې په اوسني حالت کې اړینې دي او ضرور دی چې دا ډول اشعار او سندرې وویل شي، ما په درې څلور کار پیل کړی دی، په یوې کې افغان مېرمنې مخاطب دي، وایي: (کی گفته است که خموش شو؟ ترانه بخوان! ترانه چیست غزال‌های عاشقانه بخوان." په داسې حال کې چې افغان هنرمندان د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره په سندرو جوړولو بوخت دي، د طالبانو حکومت له تېرو اوولسو میاشتو راهیسې د ښځو پر زده کړو، کار او د ژوندانه پر نورو فعالیتونو د سختو بندیزونو لګولو ترڅنګ په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګولی دی. د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکو مخکې داسې ویډیوګانې خپرې کړې وې، چې په‌کې ادعا کوي طالبانو د موسیقۍ وسایل مات کړي او سوځولي او سندرغاړي او موسیقي غوږونکي یې ځورولي دي. خو د طالبانو د حکومت ویاندويانو دغه ادعاوې نه رد کړي او نه یې تایید کړې دي. د موسیقۍ نړیوالې شورا هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده. د يادونې ده، چې تر اوسه د طالبانو له‌خوا پر ښځو د بنديزونو د لرې کولو هڅې ناکامې شوي او د طالبانو حکومت تل د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټينګار کړى دى.

09.01.2023 ازادي راډیو

کړوخېل: له کاري سيستم د ښځو ليرې کول منفي اغېزې لري

د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، چې دی غواړي د ښځو د کار بندیز د پرېکړې په اړه د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري. خو نوموړي تېره اوونۍ له بهرنیو عالمانو سره لیدل رد کړل. اوس که طالبان وايي، دا محدودیتونه یې د مشر حکم دی او هغه نه‌غواړي په دې اړه له چاسره وګوري، ستونزه به څنګه هواره شي؟ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې حالت سخت او خلک بشري مرستو ته جدي اړتیا لري، کوم چې د همدغو نا دولتي مؤسسو له لارې چې په‌کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دوی ته رسیږي. مرسلین ارسلا د جمهوري نظام د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې، شینکۍ کړوخېل، سره په دې اړه مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د ښځو پر کار بندیز وضعیت کې څومره تغیر راوستی؟ د اغلې کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

09.01.2023 ازادي راډیو

يان ايګلنډ: په مؤسسو کې د ښځو د کار بيا پيل په اړه د حل لارې په لټه کې يو

د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ایګلنډ په دې لټه کې دی چې، د طالبانو له‌خوا په نادولتي مؤسسو کې د افغان نجونو او ښځو د کار د بیا پیل لپاره یوه حل لار پیدا کړي. هغه پرون په کابل کې اسوشېټېډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو فرمان د دوی کارونه فلج کړي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا وروستیو کې رسنیو ته ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې ښځې د غیر دولتي سازمانونو په هغو برخو کې کار کولو ته اړتیا نه‌لري چې ورته ضرورت نه‌شته. د ناروې د کډوالو شورا مشر اوس تکل کړی چې، کندهار ته ولاړ شي، ځکه د ده له قوله، ټول فرمانونه له هغه ځایه راځي. نوموړي خپله مرکه کې زیاته کړې، که څه هم پوهېږي چې د طالبانو مشر به ور سره و نه ګوري، خو هیله لري چې سفر به یې ملاهبت‌الله اخندزاده ته په نږدې کسانو تاثیر ولري. اسوشېټېډ پرس د دوو نورو مرستندویه مؤسسو د چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي لیکلي، په کابل کې ځینو طالب مشرانو ورته دا تصور ورکړی چې دوی غواړي نجونې او ښځې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي، خو دا پرېکړه په کندهار کې د دوی رهبرۍ کړې. د NRC مشر هم د طالبانو خپل‌منځي اختلاف ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د طالبانو داخلي کشالو او د نجونو او ښځو په اړه سخت دریځو فرمانونو د دوی چارې ګډې وډې کړې دي. هغه زیاته کړې، هغه طالب چارواکي چې کابل کې دي، دا چې پوهېږي بشري مرستو رسولو کې د ښځو ونډه څومره اړینه ده، لېوال دي چې هغوی بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي. د ناروې د کډوالو شورا مشر نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یو پیغام هم خپور او په‌کې يې وویل: "زموږ له ښځینه همکارانو پرته موږ نه‌شو کولای کار وکړو موږ په دې داسې وضعیت کې افغان ښځو ته مرستې نه‌شو رسولای او دا زموږ اصول هم نه‌دي. ما د طالبانو د اقتصاد وزیر ته دا خبره وکړه، هغه وویل دی پر دې پوهېږي چې دا یو منجمد حالت دی او موږ په داسې یو حالت کې په افغانستان زرګونه اړمنو کورنیو ته مرستې نه‌شو رسولای." يان ایګلنډ واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو مخکې د دوی له‌خوا د نجونو د زده‌کړو، کار او نورو برخو کې شویو ژمنو ته په اشارې سره وايي، دا ټولې ژمنې شوې وې، خو موږ ګمراه کړل شوي یو. هغه زیاته کړې، د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې د طالبانو دا فرمانونه د افغانستان او افغانانو، اقتصاد او د دوی د راتلونکې پر وړاندې لویه تېروتنه ده. ایګلند زیاته کړې: "دوی«طالبان» له موږ غواړي چې له خپلو ښځینه همکارانو پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړو، خو کله چې موږ ورته د رد ځواب ورکوو، دوی«طالب چارواکي» متوجه کېږي چې ټول ملت نړیوالو مرستو لکه خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو پورې تړلی." تمه ده د ناروې د کډوالو شورا مشر په کابل کې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو لکه قطر او سعودي عربستان له سفارتي چارواکو سره هم وګوري، هغوی چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه یې د طالبانو د مشر له‌خوا د بندیز فرمانونه غندلي دي. يان ایګلند داسې مهال افغانستان ته سفر کړی، چې تمه ده راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر مارک ګریفیټس هم کابل ته سفر وکړي. د هغه د سفر موخه هم په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په اړه د یوې حل‌لارې پیدا کول دي.

09.01.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more