د بشري حقونو سازمان: افغانستان کې د روان کړکېچ مسؤليت د طالبانو پر غاړه دی
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د روان کړکېچ مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، ځکه دوی په خپلو سختدریځو کړنلارو د لوی ناورین د راتلو لپاره زمینه برابره کړې ده. دې سازمان پرون ناوخته په خپل راپور کې لیکلي، هیڅ نهښکاري چې طالبان دې په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، ځکه د دې سازمان په باور، طالبان خپلې پالیسۍ د شریعت په نوم توجیه کوي. د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، طالبان په ښکاره د ښځو په اړه داسې څرګندونې کوي چې دوی دویم جنس یا هم د نارینهو تابع معرفي کوي، په داسې حال کې چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب په ځانګړي ډول د زدهکړو او کار په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ د اکثریت مسلمانو هېوادونو د مشرانو غوښتنې رد کړي دي. طالب ویاندویانو د دې راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نهکړه، خو وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي. د بشري حقونو د څار سازمان دا هم ویلي، چې د طالبانو لګول شویو بندیزونو په افغانستان بشري ناورین ته هم لار پرانيستې او له امله یې ډېرو خیریه او بشرپاله مؤسسو په دې هېواد کې خپل کارونه بند کړي دي. په دې راپور کې لیکل شوي، د افغانستان لویه برخه نفوس له څه باندې یوه کال راهیسې د خوړو له نه خوندیتوب او خوارځواکۍ سره مخ دی او ۲۰ میلیونه خلک همدا اوس خواړه نهلري. طالبانو په تېره دسمبر میاشت کې په نادولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګولو، چې یو شمېر دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و، د خپلو کورنو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې. په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې هم په دوی د طالبانو لهخوا د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو لپاره د بېړنیو او عملي ګامونو د پورته کېدو غوښتنه کوي. د کندهار یوه اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له امله نهغواړي نوم یې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "له ښځو محدودیتونه لېرې کول په دې معنا نهدي چې د اسلامي شریعت خلاف عملونه دې وشي، بلکې دا اوسني عصر اړتیا ده. نړیوالې دې بشري مرستې تر هغه بندې کړي چې د افغان نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه نهوي لېرې شوي." یوه بله کابل مېشته هم چې د امنیتي ستونزو له امله نهغواړي نوم یې راپور کې یاد شي وايي، تر هغه چې فشارونه زیات نهشي، طالبان به افغان نجونو او ښځو سره تعامل و نه کړي. ياده مېرمن وايي: "ټولو هیله درلوده چې طالبان بدل شوي او افغان نجونو او ښځو سره به ښه چلند کوي، خو دوی نهدي بدل شوي. ۲۰ کاله وړاندې یې چې په نجونو او ښځو کوم ظلم کاوه، اوس یې هم کوي." د بشري حقونو د څار سازمان هم له نړیوالې ټولنې، د افغانستان په ګاونډویانو او د اسلامي همکاریو سازمان غواړي چې پر طالبانو فشار راولي، څو دوی لومړی په بشري ادارو کې د ښوونکو، روغتیايي او ملکي کارکوونکو په توګه پر ښځو کار بندیز ختم کړي. پسې په ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د تعلیم له مخنیوي لاس واخلي او په پای کې خپل ټول هغه بندیزونه چې د ښځو حقونه محدودوي، لېرې کړي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغانانو د بشري حقونو خوندیتوب، نه یوازې اخلاقي اړتیا او قانوني مکلفیت دی، بلکې دا د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی، ځکه د دې ادارې له قوله، دا هېواد تر هغه له سترو بحرانونو نهشي خلاصېدای چې ټول وګړي یې ازاد نه وي.
د کندز کروندګر: د سبزيجاتو د ساتنې لپاره دې راته سړې خونې جوړې شي
د کندز یو شمېر ګروندګر د سبزیجاتو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي، خو له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د معياري سړې خونې دې ورته جوړې کړي. د یو شمېر ګروندګرو د معلوماتو لهمخې، په ژمني حاصلاتو کې، تازه پیاز، پالک، ګازرې، شغلم، ګلپي، کاهو، کرم، سپینې او سرې مُلۍ شامل دي. څلوېښت کلن نورمحمد د کندز ښار اړوند د الچین په سیمه کې يې پر پنځه جریبه ځمکه ګازرې، شغلم، پیاز او پالک کرلې. هغه وايي: "سږ کال د ګازرو حاصلات ښه دي. اوس موږ یو من ګازرې په ۵۰ افغانۍ خرڅو. دولت باید د ګروندګرو د سبزیجاتو او مېوه جاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي. ترڅو موږ خپل محصولات تر ډېر وخت پورې وساتو او په ښه قیمت یې وپلورو." د الچین سیمه د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د شیرخان بندر ترانزیټي او سوداګریزه لاره هم پر همدې سیمه تېره شوې. دلته ګڼ شمېر ګروندګر په خپلو ګروندو کې د ګازرو، شلغمو او شنو پیازو په راټولو بوخت دي. له دوی څخه پنځوس کلن نجم الدین ازادي راډيو ته وويل: "د سبزیجاتو د پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوو. دولت باید له موږ سره د کیمیاوي سرې، د تخنیکي وسایلو او تخمونو په برخه کې مرسته وکړي. تراکتور د یو ساعت قولبې په بدل کې ۱۴۰۰ افغانۍ اخلي او ترڅنګ د کیمیاوي سرې نرخ هم لوړ شوی. که حاصلات څومره زیات هم شي، خو زموږ کړی لګښت نه پوره کوي." ذبیح الله چې د کندز ښار د عرضبیګي جومات ته څېرمه د ګازرو جوس او مربا پلورې وايي، سږ کال د ګازرو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دي. نوموړی وايي: "ګازرې ډېره ښه سبزې ده، د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي. موږ دلته د ګازرو جوس او مربا جوړوو ځکه خلک د ګازرو جوس ډېر خوښوي. له ګازرو څخه خلک په قابلي پلو، ښوروا، سوپ او په نورو خوړو کې ګټه اخلي، ځکه ګازرې له ګټورو سبزیجاتو څخه ده." د کندز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو مختصص عبدالبصیر فقیري ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په دې ولایت کې کابو پر ۳۰۰ هکتاره ځمکه سبزیجات کرل شوي وو او له هغه ۹ زره او ۷۵ ټنه حاصلات لاسته راغلي. نوموړي وويل: "په کندز ولایت کې بېلابېل سبزیجات په ځانګړې ډول ګازرې ډېرې زیاتې کرل کېږي. له دې ولایت څخه ګازرې او نور سبزیجات د هېواد پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي. ګازرې له ګټور سبزیجاتو څخه دي، چې د انسان سترګو او ټول وجود ته ډېره ګټه رسوي." کندز په شمال ختيځ زون کې د افغانستان یو مهم کرنیز ولایت ګڼل کېږي. د معلوماتو لهمخې د دې ولایت ۸۰ سلنه وګړي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له همدې درکه د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.
د تخار د معترضو ښځو مشره پريسا مبارز او ورور يې د طالبانو له زندان خوشې شوي دي
د ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو د خاص استازي ریچارډ بېنيټ تر ټینګار وروسته د راپورونو لهمخې طالب چارواکو د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز خوشې کړې ده. د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت مشرې مونسې مبارز هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پریسا مبارز د خوشې کېدو خبره تایید کړه. نوموړې وويل: "پریسا مبارز د تخار د ښځو د خوځښت مشره او ورور یې د طالبانو د ملېشو لهخوا چې څلورمې حوزې اړوند وو نیول شوي وو او حوزه کې یې د دې لپاره چې د ټليفون کوډ نه و ورکړی وهلي وو. بیا یې استخباراتو ته انتقال کړي وو. یوه شپه یې بندیان کړي وو بیا د پریسا مور، د هغې له مشر ورور او نورو سپین ږیرو په منځګړیتوب د طالبانو استخباراتو ته تللي وو او د ضمانت په ورکولو او د هغو فشارونو په خاطر چې نړیوالو بنسټونو او څېرو وارد کړي وو پریسا مبارز او ورور یې خوشې کړل خو ترې تعهد یې اخیستی چې نور به مبارزاتي کارونه نه کوي." پر خواله رسنیو پریسا مبارز ته منصوب یو عکس هم خپور شوی چې پهکې د هغې سر په پټۍ تړل شوی او لاس کې یې هم د ستنې لګولو کنول لګېدلی. دا عکس لا په خپلواکه توګه چا نهدی تایید کړی خو لږ تر لږه یوې پاڼې ادعا کړې چې پریسا مبارز د طالبانو لهخوا وهل شوې او اوس په کور کې تر درملنې لاندې ده. د پریسا مبارز د خوشې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ اعلامیه ورکړې وه او د هغې په سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کېدو باندې یې ټینګار کړی وو. د بشري حقونو د څار سازمان او ګڼو نورو ښځینه فعالانو هم پر طالبانو غږ کړی و، چې پریسا مبارز خوشې کړي. د فعالانو د بندیانولو مسله یوازې په همدې یوې قضیې نه ختمیږي. ریچارډ بېنيټ یکشنبه ناوخته ویلي، سره له دې چې طالبانو پریسا مبارز او د هغې د ورور بېرته خوشې کړي خو د ښځو د حقونو بله فعاله نرګس سادات یې په کابل کې نېولې ده. بېنيټ ویلي چې طالبان باید سمدستي اغلې سادات خوشې کړي. د راپورونو لهمخې د مقتدرو ښځو د خوځښت یوه غړې نرګس سادات د شنبې په ورځ د کابل په پل سرخ سیمه کې نیول شوې ده. مونسه مبارز چې د نرګس سادات له قضیې خبره ده وايي، ځکه د هغې د نیول کېدو قضیه پټه ساتل شوې وه چې طالبانو یې له کورنۍ سره د هغې د خوشې کولو ژمنه کړې وه. اغلې مبارز وايي: "هیڅ معلومات نهشته. حوزې ته چې ورځي وایي استخباراتو ته یې وړې ده. څلوېښتم ریاست ته ورځي وایي نويیم ریاست ته یې وړې ده. نو په همدې ترتیب کورنۍ یې ورپسې ګرځي خو مطمینه یم چې نرګس سادات په توقیف کې ده او د طالبانو تر شکنجې لاندې ده." روان وضعیت د ملګرو ملتونو سازمان اندېښمن کړی دی. د دغه سازمان مرستندویه پلاوي یوناما ویلي، په وروستیو څو اوونیو کې افغان مدني فعالان او ژورنالېستان په خپلسره توګه نیول کېږي. یوناما یکشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي. د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ټینګار کړی چې افغانان حق لري خپل نظرونه له ویرې پرته څرګند کړي. طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل. دوی په خپله شاوخوا یو نیم کلنه دوره کې تر دې دمه لسګونه افغان معترضې ښځې او فعالان بندیان کړي دي. که څه هم له دې ډلې ګڼې بېرته خلاصې شوي خو د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په څېر فعالانې چې ډېر وخت یې بند کې تېر کړل تر خوشې کېدو وروسته رسنیو سره په مرکو کې د طالبانو له ځورونکو اقداماتو او بدو شکنجو شکایت وکړ. طالبانو ډېر کم د معترضو ښځو د نیولو په اړه له رسنیو سره خبرې کړي او د هغوی د ځورونو خبرې یې رد کړي دي. طالبانو په بیا واکمنېدو سره د نجونو متوسطې او لېسې له څه باندې پنځه سوو ورځو راهیسې تړلي دي. تېر ډسمبر یې د نجونو پوهنتونونه وتړل او ورپسې یې په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
خلک: د ترینکوټ ښار د شپې له ۹ بجو وروسته په بشپړه توګه بندېږي
د ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د شپې نهه بجې لا نه وي چې ښار په بشپړه توګه وتړل شي. دوی دا کار د ښاري اصولو خلاف بولي او وايي، زیات خلک د شپې لخوا یو څه اخیستلو ته اړتیا لري. بلخوا د ترینکوټ ښاروال هم د خلکو ستونزې مني. دی وايي، پلان لري چې ژر تر ژره د ترینکوټ ښار د برښنا سیستم بېرته فعاله کړي. په دې اړه نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
روانه اونۍ افغان کرکټ ملي لوبډله له اماراتو سره لوبې کوي
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې روانه اونۍ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له عربي متحده اماراتو سره لوبې کوي. د کرکټ اسیايي شورا په ناسته کې د افغان کرکټ د مشر ګډون او لاسته راړونې. په سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبې. هند او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ. د ښځو ترمنځ د شل اوریز سیالیو نړیوال جام پیل شوی او د سوک وهنې له یوه ځوان لوبغاړي سره مرکه شوې. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لینک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د ژمي سړې هوا د بامیان ولایت په سمڅو کې ژوند تریخ کړی دی
په وروستیو ورځو کې بامیانو کې سړه هوا تر منفي ۴۰ درجو رسېدلې وه. د سړې هوا له امله لږ تر لږه د ۸ کسانو مړینه د طالبانو ځايي مسؤولینو لخوا تایید شوې ده. د ژمي سړې هوا او بیوزلي د سمڅو د اوسېدونکو لپاره ژوند تر پخوا سخت کړی دی.
په ترکیه کې شاوخوا ۲۰۰ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې
په انقره کې د افغانستان سفارت تاییدوي چې ډېره مرګژوبله په هاتای او غازي عین تیپ ښارونو کې افغانانو ته رسېدلې. د ترکیې او سوریې په څو ښارونو کې تېره دوشنبه زوروره زلزله وشوه چې لسګونه زره کسانو ته یې مرګژوبله واړوله. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
ارزګان او هلمند کې طالبانو ته د اسنادو ورکولو په موخه ازموینه پیل شوې
په ارزګان او هلمند کې زرګونو طالبانو ته د لیسانس، نیمه عالي زده کړو او دولسم ټولګي د اسنادو ورکولو په موخه د ازموینې لړۍ پيل شوې ده. په دغو ولایتونو کې داسې مهال طالبانو ته د اسنادو ورکولو په موخه ازموینه پیل شوې چې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي. د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي و هغو کسانو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي کومو چې ډېر ماینونه الوځولي دي. نور جزییات د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
بایډن: موږ به تر هغو چې اړتیا وي، د اوکراین تر څنګ ولاړ یو
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره شپه په کانګرس کې وویل چې دا هیواد به تر هغه وخته د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ وي چې ورته اړتیا وي. تیره شپه ملت ته په وینا کې بایډن وویل چې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین وحشیانه حملو د دویمې نړیوالې جګړې د وژنو او ویجاړۍ یادونه تازه کړل.
افغانستان کې د ادبياتو له څانګې فارغ محصلان ولې تر ډېره عملي کار نهشي کولی؟
د پښتو اتڼ په باب د ليکوالو نظرونه، د ادبياتو فارغ محصلان ولې ليکوالي نهشي کولی؟ کيسه او پر کيسه نقد هم درته همدې خپرونه کې خپريږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
يو شمېر نجونو محصلانو د زدهکړو له بېبرخې کېدو وروسته خياطي شروع کړې
يو شمېر ښځينه محصلانې وايي، له لوړو زدهکړو د بېبرخې کېدو له امله د رواني فشار د کمولو او د خپلو کورنيو د اقتصادي اړتياو د پوره کولو په موخه يې نوي کاروبارونه پيل کړي دي. د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو د پوهنځي يوه محصله چې نهغواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم ياد شي وايي، وروسته له هغې چې طالبانو نجونې له پوهنتونونو راوګرځولې، دې ګلدوزۍ ته مخه کړه. نوموړې وايي، په دې برخه کې شاکردانې هم لري. هغې وويل: "کله چې طالبانو د پوهنتونو او مکتبونو دروازې وتړلې ما د ډېر زړه تنګون نه، د دې ترڅنګ چې خپل درسونه مې ویلي، خپل مورنی کسب مې چې ګلدوزي ده هغه مې هم پیل کړ، اوس لږ لږ ګلدوزي کوم او شپږ شاګردانې هم لرم، له هغوی فیس اخلم او کولای شم له دې لارې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې هم همکاري وکړم." دغه محصله له طالبانو غواړي چې د دوی ته هم د پوهنتونونو دروازې پرانیزي. په همدې حال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس د وروستي کال محصله فاطمه محمدي وايي، له افغانستانه بهر يې افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د انلاین زدهکړې کورس جوړ کړی دی. نوموړې وايي: "له هغه وخته چې د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او له نجونو د زدهکړو حق واخیستل شو، ما د دري ژبې او دیني علومو انلاین کورس جوړ کړ، څو هغه ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان چې له پولو بهر دي او غواړي چې په دري ژبه زدهکړه وکړي زمینه ورته برابره کړم، موږ کولی شو له دې لارې د خپلو لګښتونو لپاره عاید ترلاسه کړو." نوموړې وايي، د انلاين روزنيز کورس تر څنګ يې يو شمېر نجونو ته په کور کې د انګليسي ژبې زدهکړه هم پیل کړې. د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د لومړي کال یوه بله محصله هویدا حدیث بیا وايي، له زدهکړو له بېبرخې کېدو وروسته هم وزګاره نهده او په خپل کور کې یې د ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو کورس جوړ کړ. اغلې هويدا وايي: "کله چې پوهنتونونه وتړل شول ځکه چې موږ نور بوخت نه وو او د دې لپاره چې زموږ رواني حالت ته زیان ونه رسیږي، ما په خپل کور کې یو وړیا کورس جوړ کړ چې ۱۳ نجونې ته وړیا د قرآن، قاعدې بغدادي او د ښوونځیو د مضامینو درس ورکووم." دغه ښځينه محصلانې وايي، له دې کارونو د دوی موخه د بېکارۍ، له رواني ستونزو څخه د خلاصون او خپلو کورنيو ته د ډوډۍ ګټل دي. دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت لهخوا د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو کابو ۵۰ ورځې تېرې شوې دي. یو شمېر دغو ښځینه محصلانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي، چې له رواني ستونزو سره مخ دي او په بد حالت کې ژوند کوي. طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په شاوخوا یو نیم کال کې د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې تړلي دي، ښځې یې په نادولتي ادارو او اکثرو دولتي دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي، تفریحي پارکونو حمامونو او سپورټي ځایونو ته یې هم د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی. د دې تر څنګ له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر او اجباري حجاب نور محدودیتونه دي چې طالبانو افغانستان کې پر ښځو لګولي دي.
عبدالودود: غزني کې د پوستین ګنډلو صنعت په ورکېدو دی
عبدالودود وايي، که د صنعت او سوداګرۍ وزارت ورسره مرسته وکړي، بېرته به دغه صنعت ته وده ورکړي او ډېری بېکاره کسان به ورسره په کار بوخت کړي.
کندهار کې د ماشومانو د سينه و بغل ناروغي ډېره شوې
د کندهار د مېروېس روغتون مسوولين وایي، په تېره یوه میاشت کې دغه روغتون ته له ۱۳۰۰ څخه زيات ماشومان ور وړل شوي، چې په سینه و بغل ناروغۍ اخته شوي دي. روغتياپالان وايي، دغه ماشومان په سړه هوا کې د کورنيو له لوري د روغتيایي سپارښتنو د نه مراعت له امله ناروغه شوي دي.
په کندز کې د وزلوبې ژمنۍ سیالۍ پیل شوې
بزکشي یا وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلکو ترمنځ ډېر مينهوال لري. په کندز ولایت کې هر جمعه د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د بزکشۍ سیالۍ ترسره کېږي او نندارۍ ته يې پر کندز سربېره له شاوخوا ولایتونو هم زیات شمېر خلک راځي. ددې لوبې یو مينهوال ۶۰ کلن عبدالرحیم ازادي راډيو ته وویل: "بزکشي یو عنعنوي ورزش دی او دې لوبې په سمت شمال ولایتونو کې ډېره وده کړي ده او موږ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوو، چې د دې دودیزې لوبې د ودې په خاطر لا زیات کار وکړي." د وزلوبې یو شمېر مينهوال وايي، دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او هر افغان باید خپل کلتور وساتي ترڅو له یو نسل بل نسل ته انتقال شي. دېرش کلن نازک میر چې له چهاردرې ولسوالۍ څخه د بزکشۍ نندارۍ ته راغلی وايي: "په کندز ولایت نور د سېل او سرګرمۍ لپاره بل څه پارکونه او ځایونه نهشته دی، نو همدا یو د دورې سر ميدان چې دلته هر جمعه خلک د بزکشۍ نندارې ته راځي. خو دلته د نندارهچیانو لپاره د ناستې ځای نهشته. موږ تمه لرو چې چارواکي دلته د نندارهچیانولپاره د ناستې مناسب ځایونه جوړ کړي." د وزلوبې وسيله يو خوسی یا هم ښه غټه وزه وي چې له حلالولو او د نس پاكولو وروسته، هغه د ۲۴ ساعتونو لپاره د اوبو منځ كې اېښودل كېږي څو د پوستكي مقاومت يې ډېر شي او د خوسي وزن له ۴۰ څخه تر ۵۰ كيلوګرامو پورې وي. عبدالستار الهام چې د بزکشۍ اسونه لري وايي، اوس دوی په وزلوبه کې له مصنوعي خوسي ګټه اخلي. نوموړی وايي: "په کندز کې زیات شمېر کسانو د بزکشۍ اسونه اخیستي دي او د خلکو ترمنځ د اسونو د ساتنې او روزنې دود بېرته ژوندی شوی دی او په دې ولایت کې د بزکشۍ ډېرې ښې لوبې ترسره کېږي." د وزلوبې د ترسره كولو لپاره، اتل يا لوبغاړی چې د چاپ انداز په نامه يادېږي، د اس په سورلۍ كې لوى لاس لري او له ستونزمنو تمرينونو وروسته په لوبو كې د ګډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي. محمداسماعیل پهلوان ازادي راډیو ته وویل: "زه د کندز د بزکشۍ دمنتخب ټیم غړی یم. که څه هم د بزکشۍ میدان خټه دی، خو بیا هم موږ نن دلته د خلکو د خوښۍ او سرګرمۍ په خاطر د بزکشۍ سیالي ترسره کوو او تاسې وینئ چې زرګونه خلک د لوبې نندارې ته راغلي دي." دکندز د وزلوبې د فدراسیون چارواکي وايي، چې دوی د چاپ اندازانو د غوراوي په هدف په دې ولایت کې د بزکشۍ ژمنۍ سیالۍ پیل کړي دي. تاریخپوهان د وزلوبې د رامنځته كېدو نېټه د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړي. ویل کېږي چې په هغه وخت كې به اريايي اتلانو د دښمن په لښكرو كې د شپې لهخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان بهيې ژوندي د هغوی له پوځي پنډغالو څخه له ځان سره وړل، خو بیا وروسته دغې جګړهييزې وړتيا د ورزش بڼه وموندله.
سيګار: پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو محدوديت روغتيايي چارې اغېزمنې کړي دي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، مرستندویه ډلې د طالبانو هغو فشارونو ډېرې اندېښمنې کړي چې پر دوی یې په ځانګړې توګه د خپلو کارکونکو د شخصي بیوګرافیو د افشاکولو لپاره راوستي دي. سیګار پرون یکشبنې په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه د خپل وروستي درې میاشتني راپور چې تېره اوونۍ یې د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ، ځینې برخې را اخیستي. سيګار وایي، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یا USAID ویلي چې، د طالبانو چارواکي په زیاتېدونکي ډول د مرستندویه ادارو د عملیاتي شریکانو له دفترونو څخه ناڅاپي کتنې ترسره کوي او د کاري پلانونو، بودجو، عملیاتو او د پرسونل په ګډون د معلوماتو د ترلاسه کولو غوښتنې کوي. دوی همدارنګه له غیردولتي مؤسسو یا انجوګانو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک غوښتنه کوي او وایي، چې باید د پروژو او د تطبیق د چارو لپاره یې پرېکړو کې ورته زیاته ونډه ورکړل شي. سیګار ویلي، که څه هم د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې، USAID فعالیتونه د طالبانو د دغو فشارونو له امله نهدي ټکني شوي خو د روغتیا په برخه کې د دې ادارې هغه ستر فعالیتونه چې په هرات کې یې ترسره کول، له طالبانو سره د اختلاف له امله درېدلي دي. سیګار ویلي، د امریکا د بهرینو چارو وزارت د راپور لهمخې په وروستیو درې میاشتو کې د ورته ستونزو له امله انجوګانو د افغانستان د بیارغوني لپاره د وجهي صندوق له لارې د افغانستان د روغتیا د بېړني غبرګون د پروګرام له ملاتړه هم لاس اخیستی چې له کبله یې د دې هېواد په لسو ولایتونو کې دغه عاجل روغتیایي خدمتونه درول شوي دي. سیګار ویلي، د طالبانو له ډاډ سره سره چې د روغتیایي خدمتونو کارکونکي په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار له لګول شوي بندیز څخه مستثنی دي، دغه بندیز په افغانستان کې روغتیایي سکتور ډېر زیانمن کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO ویلي و چې، د جنوري ترلسمې پورې یولسو روغتیایي مؤسسو په افغانستان کې خپل فعالیت بشپړ درولی او پنځو نورو یې ځینې برخې ځنډولي دي. شاوخوا ۲۸۰ روغتیایي مرکزونو هم په دې هېواد کې خپل فعالیت بشپړ درولی او ۴۲ نورو یې د خپل فعالیت ځینې برخې ځنډولي دي. په دې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو د روغتیا وزارت غبرګون ولرو خو د دې راپور تر خپرېدو مو دغه غبرګون ترلاسه نهکړ. خو د طالبانو د مالیې وزارت پرون یکشنبې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د سیګار د راپور د هغو برخو په وړاندې غبرګون وښود چې ویلي یې دي، اسلامي امارت په افغانستان کې له انجوګانو او بسنټونو څخه چې د بشري مرستو په چارو کې فعالې دي، د لایسنس فیس، مالیاتو او اداري لګښتونو په نوم پیسې اخلي چې دا د دوی د عوایدو ستره برخه جوړوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د طالبانو د مالیې وزارت دغه ادعا له حقیقته لیرې بولي او هغه په کله ردوي او وایي، ټولې بشري مرستندویه ادارې له مالیاتو او اداري لګښتونو معافې دي او هم ورڅخه د هغو توکو او وسایلو چې افغانستان ته یې واردوي، ګمرکي محصول نه اخیستل کېږي. سیګار په افغانستان کې د روغتیا پر سکتور د طالبانو د وروستیو اقداماتو د ناوړه اغېزو خبره داسې مهال کوي چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف په وینا په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳،۳ ملیون افغانانو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود. د روغتیا نړیوال سازمان بیا اټکل کړی چې دوه ملیونه افغانان په اوس وخت کې د ژوند ژغورنې روغتیایي خدمتونو ته په لاسرسي کې له محدودیت سره مخامخ دي.