هلمند کې د تازه ګلانو بازار سوړ شوی
هلمند کې د تازه ګلانو کاروباریان وايي، له څه مودې راهیسې یې بازار سوړ شوی او خلک تازه ګلان ډېر نه اخلي. دوی د تازه ګلانو د بازار کمېدو لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او بیوزلي بولي.
جوزيف بورل: د طالبانو له خپلمنځي اختلاف بايد پر نجونو د محدوديت لرې کولو لپاره ګټه واخيستل شي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو د نا سم چلند له امله باید د دوی اوسنی سرپرست حکومت مجازات شي. جوزیف بورل چې پرون یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې له ګډون او وینا وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دا مجازات باید په طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار د راوستو په پایله کې عملي شي، خو زیان یې باید افغانانو ته و نه رسېږي او نه هم دوی وځپل شي. هغه له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو اوسنی چلند "جنسیتي اپارتاید" یا جوړښتي توپیر وباله. نوموړي وويل: "په افغانستان کې، چېرته چې د طالبانو اوسنی رژیم "جنسیتي اپارتاید" عملي کوي، د زغملو نهدی. دا په ټوله معنا "جنسیتي اپارتاید" دی. موږ به د طالبانو سرپرست حکومت سره کار ته دوام ور نهکړو، خو دا هم نهشو کولای چې افغان ښځې دوه ځله مجازات کړو. یو ځل د طالبانو د پرېکړو له امله او دویم ځل زموږ د پراختیايي مرستو د کمېدو له امله." جوزیف بورل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وروستیو کې د طالبانو د بېلابېلو مخالفانو لهخوا له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې، د طالبانو لهخوا په افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو د لګولو له امله له افغانستان سره هر ډول مرستې بندې کړي. خو طالبانو بیا ویلي، له افغانانو سره بشري مرستې باید د سیاست قرباني نهشي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په خپل پروني کنفرانس کې د نجونو د زدهکړو او کار په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلاف ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د طالبانو مشر په دې عقیده دی چې، نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې نهشي، خو نور ډېر طالب مشران د دې فکر مخالف دي. جوزیف بورل وايي، د طالبانو له همدې اختلاف باید ګټه واخيستل شي او فشار را وړل شي، څو په افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي سخت بندیزونه لېرې شي. خو طالبانو تل د خپلو مشرانو ترمنځ خپلمنځي اختلاف رد کړی او ویاند یې ذبیحالله مجاهد نن ازادي راډیو د جوزیف بورل د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د فشار هیڅ تګلاره پایله نهلري. نوموړی وايي: "د فشار وړاندیز ګټور نهدی، هیچا ته هم ګټه نه رسوي. ښه دا ده چې د تعامل او مثبت ډیالوګ لاره پرانيستې وي او ستونزو او تشویشونو ته د خبرو له لارې حل پیدا شي." پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو پر کور دننه افغانان او نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې او د طالبانو د دې سخت دریځې کړنلارې د پای غوښتنه یې کړې، خو طالبانو بر عکس د نرمۍ پر ځای دا بندیزونه لا سخت او زیات کړي دي.
نړيوال بانک د سېلابونو د مخنيوي په موخه کندهار کې يو شمېر پروژې پلي کوي
د کندهار ښار یو شمېر برخې هر کال د اورښتونو پر مهال د سېلابونو د راوتلو له امله له درنو مالي او ځاني زيانونو سره مخ وي، چې اوس تازه د سېلابونو د خطر د مخنیوي په پار د یو شمېر پروژو عملي چاري پیل شوي. بلخوا په کندهار کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي، د دا ډول پروژو عملي کول به کندهار ښاريان د سېلابونو راوتلو له خطر څخه وژغوري. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
کندز کې پر غوايانو د قولبې کولو دود اوس هم ژوندی دی
که څه هم په اوسني وخت کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کرنې د مېکانيزه کولو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي، خو افغانستان لا هم دې برخه کې وروسته پاتې دی. د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر کروندګر خپلې کروندې اوس هم د غوایانو او نورو څارویو په وسیله قولبه کوي او نورې کرنیزې چارې هم په دودیزه توګه ترسره کوي. پنځوس کلن عبدالله خان د کندز د ګلتپې ولسوالۍ د قلاچې په سیمه کې د خپلې ځمکې په قولبه کولو بوخت دی. هغه ازادي راډيو ته پر غوايانو د ځمکې د قولبه کولو په اړه وويل: "له تراکتور نه د غوایانو قولبه کې زموږ ګټه ده. خپله تراکتور نهلرو که کرایي تراکتور راولو هغه په ساعت کې ۱۵۰۰ افغانۍ اخلي، موږ ته ګټه نهکوي. بل تراکتور ځمکه جګ او ټيټه غورځوي، خو غوایان یو ډوله هواره ځمکه قولبه کوي. د غوایانو لګښت لږ دي او د تراکتور مصرف زیات دي." دهغه په وینا، که غوایان ښه تیار او اباد وي په یو ورځ کې دوه جریبه ځمکه اړوي. نوموړی وايي: "چې تکړه او تیار غوایان وي له سهاره تر غرمې پورې یو نیم تر دوه جریبه ځمکه پورې اړوي. که حکومت دهقانانو ته خدمت وکړي، په للمو کې څاګانې وکېندې او د ابي ځمکو د اوبو بندونه جوړ کړي، حاصلات زیاتیږي او بیا موږ بهرنیو مرستو ته اړتیا نه پيدا کوو." د ګلتپې ولسوالۍ د قلاچې په سیمه کې یو شمېر نور کروندګر هم بوخت دي او د پسرلې کښت لپاره خپلې ځمکې اړوي. له دوی څخه محمد رحيم وايي: "همدا دهقاني زموږ کسب او کار دی او خپل روزګار پرې چلوو.تېل قیمته دي او که په تراکتور ځمکه قولبه کړو ډېر لګښت پرې راځي، نو په همدې خاطر موږ خپلې ځمکې په غوایانو قولبه کوو. د ورځې یو نیم جریبه ځمکه قولبه کوو. د قولبې یو ښه غوايي له یو لک نیولې تر یو لک او شل زره افغانۍ قیمت لري." دوی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې دکرنې د مېکانیزه کولو په برخه کې پانګونه وکړي، چې بزګران له کرنیزو اسانتیاو برخمن شي او له خپلو کروندو ښه حاصلات ترلاسه کړي. د ګلتپې ولسوالۍ یو بل ګروندګر محمدالله ازادي راډیو ته وویل: "پخوا چې تېل ارزانه وو، پر غوایانو باندې چا دومره کار نه کاوه، خلکو زیاتره کار په تراکتورونو باندې کول. خو اوس چې تېل قېمته شوي دي، نو خلکو بېرته غوایانو ته مخه کړه. د دهقانانو وس نه رسیږي چې تراکتور باندې خپلې کروندې قولبه کړي، ځکه تراکتور د ساعت قولبې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ غواړي." د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست د کرنیزو چارو کارپوه محمد منیر نیازي ازادي راډیو ته وویل، د کرنې وزارت لهخوا د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره هڅې روانې دي. نوموړي وويل: "د کندز په اکثره سیمو کې کرنیزې چارې د تراکتورونو او د ماشینرۍ په وسیله ترسره کېږي. ډېر محدود ګروندګر خپلې ګروندې د غوایانو په وسیله قولبه کوي. له تېرو کلونو راهیسې د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره هڅې روانې دي. د تېر نظام پر مهال هم پر بزګرانو تراکتورونه وېشل شوي وو او تېر کال هم د دې ولایت بزګرانو ته لس عرادې تراکتورونه ورکړل شوي وو. د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره لا هم هڅې روانې دي." کندز په شمال ختيځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي. د معلوماتو لهمخې د دې ولایت ۸۰ سلنه وکړې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او کلني عواید یې هم په همدې دوه برخو تکیه دي.
ازادي راډيويي مجله؛ افغانستان کې ولې د مطالعې دود کم دی؟
له غزني د پوستين جوړېدو صنعت په ورکېدو دی، پر بنګړيوالو راپور درته وړاندې کوو، افغانستان کې ولې د کتاب لوست دود کم دی، په دې اړه مو استاد نجيب منلی راغږولی دی. ګيلهمن وزير سره د خبرو ترڅنګ شعر او يو شمېر نور مطالب مو هم همدې خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د افغان نجونو او مېرمنو پر محدوديتونو د اروپايي ټولنې بحث؛ د مرستو د دوام ژمنه يې کړې
د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې لوړ پوړي استازی جوزپ بورل وايي، دوی د طالبانو له لوري د مرستو رسونې په چارو کې د افغان ښځو د کار د مخنیوي په ناهیلي کوونکي پرېکړې خبرې کړي دي. نوموړي ویلي، طالبانو په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید ته مخه کړې او دا به په دې هېواد کې د مرستې رسونې په چارو جدي اغېز وکړي. د اروپايي ټولنې دغه لوړ پوړي استازي تېره ورځ په یو بیان کې چې د دغه ټولنې په ټويټر پاڼه خپور شوی ویلي: "د اروپايي ټولنې وزیران په دې سلا شول چې له افغانستان سره به بشري او د بنسټیزو اړتیاوو مرستو ته دوام ورکوي، خو دا به مرستې به په داسې ډول کیږي چې په وېشلو کې یې تبعیضي چلند ونهشي، نو دا مرستې باید د اروپايي ټولنې د هغه اصولو په رڼا کې دوام ومومي چې نړیوالو مرسته کوونکو تېره اوونۍ پرې هوکړه وکړه، د دې اصولو پر بنسټ به له افغانانو زموږ ملاتړ دوام ومومي، ځکه موږ نهغواړو چې افغان مېرمنې له دواړو اړخونو مجازات او وځپل شي، خو دا مرستې باید دقیقې وڅارل شي او د مرستو په هر پړاو جلا جلا پرېکړه وشي." بورل ویلي، دوی نهغواړي افغانستان ته شاه کړي، خو هغه ټینګار وکړ، د طالبانو د یادې پرېکړې په اړه به هم چوپه خوله پاتې نهشي. جوزپ بورل دا هم ویلي، چې دوی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد د وروستي سفر په اړه د هغې ارزونې هم اورېدلي دي. وروسته لههغې چې طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په دسمبر په میاشت کې په افغانستان کې په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره يې په دې اړه خبرې او بحثونه وکړل. که څه هم اغلې امحمد له دغه سفر وروسته هیلهمندي ښودلې وه، چې ښايي طالبان په نا دولتي مؤسسو کې افغان مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې برخه کې له ډېرې کمې استثنا پرته کوم مثبت اقدام نهدی کړی. د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې طالبانو په افغانستان له بیاځلي واکمنېدو سمدستي وروسته له شپږمو ټولګیو د نجونو ښوونځي وتړل او په تېره دسمبر میاشت کې یې بیا په یو بل اقدام کې نجونې او ښځې له لوړو زدهکړو هم راوګرځولې. طالبانو دغه شان په ښځو حجاب اجباري کړی، ورزشي کلبونو، ښاري حمامونو او تفریحي پارکونو ته له تګ یې هم منع کړي او له شرعي محرم پرته یې پر دوی د لرې واټن سفر بندیز هم لګولی دی.
اسټراليا کې ځينو خپلواکو بنسټونو د افغان مېرمنو پر ستونزو بحثونه کړي دي
په اسټرالیا کې د ښځو د حقونو ځینو فعالانو له شپږو میاشتو راهیسې کمپاین پیل کړی، چې د دغه هېواد مشران د افغان نجونو او مېرمنو ستونزو ته متوجه کړي. د ښځو د حقونو فعاله ریتا انوري چې د «سوله د اسیا لپاره» او «په رهبرۍ کې د ښځو د پیاوړتیا- Women Empowerment Leadership» د بنسټ مشره ده وايي، دوی دا هڅه هم وکړه چې په ځانګړي ډول لوستو او هغو مېرمنو ته چې بېلابېلو مسلکونه لري په اسټرالیا کې د استوګنې او کار زمینه برابره شي. نوموړې وايي: "اسټرالیا د سکیلد مګرانټ- Skilled Migrant په نوم یوه پروسه لري، چې موږ په ځانګړي ډول افغان مېرمنې څنګه وکړای شي اسټرالیا ته راولو چې دلته راشي او کار وکړي، په ځانګړي ډول ښځې که ډاکټرانې او نرسانې دي، چې دلته وکړای شي په خپل مسلک کې خپل کار ته دوام ورکړي." ګڼو افغان مېرمنو ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې دننه پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمات وړاندې کړي، په دې شرط چې د تحصیل او کار مخه یې ونه نیول شي. د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما د دوشنبې په ورځ یو وار بیا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د تړل کېدو په باب اندېښنه وښوده. دغې ادارې په یوه ټویټ کې ویلي، میاشت وروسته ښوونځي او پوهنتونونه د نوي تعلیمي کال په مخه پرانیستل کېږي، خو په ملیونو ښځې او نجونې به ورڅخه بې برخې وي. شا و خوا ۵۲۰ ورځې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نهده ورکړې، په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع کړ. په ډسمبر میاشت کې د طالبانو اقتصاد وزارت په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو کار هم منع کړ، چې دې اقداماتو یې په نړیواله کچه عکس العملونه وپارول.
د کندهار ځینې اوسېدونکي په ښار کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي
د کندهار اوسېدونکي وايي، غږیزې ککړتیا په تکلیف کړي دي. د دغه لوی ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراتورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپیکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ښاپېرۍ نغمې د افغان نجونو په ملاتړ يوه بله سندره ويلې
سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه په افغانستان د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو له یوې نوې سندرې سره. ښاپېرۍ نغمه وايي، د افغان نجونو د حقونو په ننګه به خپل غږ وچتوي، که د شعر له لارې وي، د سندرې له لارې او یا بلې هر ډول مبارزې له لارې. نوموړې وايي: "دا موضوع موږ ډېر ځوروي چې زموږ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلی شوې دي، نو زه هم دوی سره همغږې یمه، دا خپل اواز به ورته وچتوو، هغه که د شعر له لارې وي، که د سندرې له لارې وي، که د هر قسم مبارزې له لارې وي." نغمه وايي، په دې توګه غواړي، تر نړیوالو خپل غږ ورسوي، چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د غوښتلو په برخه کې له دوی سره همغږې شي. نوموړې له طالب چاروکو هم غواړي چې پر افغان نجونو او ښځو ټول لګول شوي محدودیتونه لرې کړي. د نغمې لومړنۍ سندره چې نږدې درې میاشتې مخکې یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ننګه وویله، بې موزیکه وه، خو دا سندره یې له موسیقۍ سره ویلې ده. نوموړې د خپلې دې نوې سندرې په اړه وايي: "موسیقي یې په پېښور کې شوې، کمپوز د ماسټر علي حیدر او شعر د هارون حکیمي دی، ان شالله چې زما دا درد او د شاعر درد دغه ټولو دردونه سره یو ځای شي، او د دغه خلکو په زړونو کې یوه داسې عاطفه پیدا کړي، چا چې زموږ د نجونو مکتبونه تړلي دي." نغمې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ننګه خپله لومړنۍ سندره ځکه بې موزیکه ویلې وه، چې د دې په خبره، طالب چارواکي یې واوري او پر دوی لګول شوي محدودیتونه لرې کړي. خو له دې سره سره چې بیاځلي له طالبانو ورته غوښتنه مطرح کوي، داسې ښکاري چې له دوی دې ناهیلې شوې وې، نو ځکه له نړیوالو هم د ملاتړ او همغږۍ غوښتنه کوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو شورا غونډه کې د افغان نجونو او مېرمنو په اړه بحثونه شوي
د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو شورا خبرې. د فبروري ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا د دې ورځې په درشل کې بیګا په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین پر مسایلو سربېره د افغانستان د روان وضعیت، په تېره د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې. په دې غونډه کې د افغانستان په اړه بحث د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بایربوک د غوښتنې په اساس شامل شو. د غونډې په درشل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د بروکسل په غونډه کې پر اوکراین د روسیې پر یرغل سربېره د افغانستان او ایران په اړه هم بحث کوي. په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت خواشینوونکی بلل شوی او ویل شوي دي چې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وروسته له دې چې طالبانو پر واکمنۍ ولکه ټینګه کړه، د افغان ښځو او نجونو د ژوند حالت او کیفیت په پرلهپسې ډول خراب شوی، دوی په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښوونځيو، پوهنتونونو او دفترونو څخه څنډې ته شوي او ورو ورو په کورونو کې ایسارې شوې دي. بیان زیاتوي د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران به د جرمني د غوښتنې لهمخې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه بحثونه وکړي او په دې اړه به غور وکړي چې ټول په ګډه په دې برخه کې کوم اقدام کولای شي. نړیوال، په تېره اروپايي ټولنه، متحدایالات او ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونو او په ټوله کې د بشري حقونو مسایلو ته په ډېر جدي نظر ګوري. د روان هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په پیل کې د ملګروملتونو مرستیالې امینې محمد په دې مقصد افغانستان ته سفر وکړ چې د طالبانو چارواکي به د ښځو د حقونو په مسئله کې انعطاف ته وهڅوي خو دې هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.
د امریکا ولسمشر نن اوکراین ته تللی وو
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، تر هغو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي چې اړتیا یې وي. بایډن دغه څرګندونې نن د اوکراین پلازمینې کیف ته د خپل نا اعلان شوي سفر پر مهال وکړې. اسداله لودین دغه موضوع تعقیب کړې
د کندز یو شمېر کروندګر 'انجه' د کوکنارو ښه بدیل بولي
د کندز یو شمېر کروندګر انجه د کوکنارو کښت پر وړاندې ښه بدیل بولي. په کندز کې د انجې کرکېلې ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې او له امله یې د دې ولایت شاړې دښتې او للمې ځمکې پرې اباد او سمسورې شوي دي. انجه، هنګ یا آنغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې کرکېلي وده کړې ده. پنځه څلوېښت کلن پاچا ګل د کندز ښار اړوند د عسقلان سیمې کې په خپلې کروندې کې انجه کرلې ده. هغه وايي، څوکاله وړاندې له بېوزلې او اقتصادي ستونزو سخت ځورېده، خو له کله راهیسې یې چې د انجې کرکېلي ته مخه کړې نو په ژوند کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی. نوموړي زیاته کړه: "مخ کې له سخت فقر او غربت سره لاس او ګرېوان وم، بازار کې مې مزدورې کوله، نو له ځانه سره مې فکر وکړ چې دا نه شي کېدای سړی تل مزدوري وکړي. نو پنځه کال مخکې مې له یو ملګري سره مشوره وکړه او بیا مزار ته ولاړم او له هغه ځایه مې د انجې یو کیلو تخم او ۳ زره قلمې راوړلې او هغه مې پر ځمکې وکرلې. نو ما ورڅخه ښه ګټه ترلاسه کړه، اوس خوشحاله ژوند لرم." همایون د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې په للمې ځمکه کې انجه کرلې. هغه وايي، په یو جریب ځمکه کې د انجې ۸۰۰ بوټې کېنول کېږي. د هغه په وینا، که د انجې تخم وکرل شي په څلور پنځه کلونو کې ثمر ته رسېږي او که بزغلی یې وکرل شي نو وروسته له دوه کالو په ثمر راځي. نوموړي وویل: "له یو جریب ځمکې څخه د انجې ۱۵۰ کیلو شیره ترلاسه کېږي، خو په دې شرط چې بزګران له حوصلې څخه کار واخلي او یو بزګر له یو جریب ځمکې څخه تر ۱۵ لکه افغانیو پورې عواید ترلاسه کولای شي. د انجې بوټې په ابي ځمکو کې په څلور کلنې کې حاصل ورکوي او په للمې ځمکو کې په پنځم کال کې حاصل ورکوي." پنځوس کلن نعمت الله له پنځه کالو راهیسې په امام صاحب ولسوالۍ کې د انجې په یوې کروندې کار کوي. هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه دلته د انجې په دې کروندې کې کار کوم. د نورو کرنیزو محصولاتو په پرته د انجې ګټه زیاته ده. د نورو نباتاتو په پرتله زیاتو اوبو ته هم اړتیا نه لري. دا کوم کس سره چې زه کار کوم سږکال یې ۵۰ کیلو د انجې شیره ترلاسه کړه. اوس یو کیلو انجه ۱۵ زره افغانۍ قیمت لري." په کندز کې د انجې کښت د یو خصوصي شرکت مسوول وحیدالله احمدي د انجې کرکېلي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د انجې کښت پر کندز سربېره په تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې ده. په ابې ځمکو کې په څلور کلونو کې شیره وهلو ته چمتو کېږي او په للمي ځمکو کې په پنځه شپږ کلونو کې شیره ورکوي. موږ د انجې ډول ډول تخمونه لرو یو کیلو یې له ۲۵ زره افغانیو نیولې تر ۱۰ زره افغانیو پورې قیمت لري." د احمدي په خبره انجه یو طبي بوټی دى چې د درملو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي. په کندز کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن وايي، د دې ولایت پر سلګونه هکتاره ابي او للمي ځمکو کروندګرو انجه کرلې ده. حسن وویل: "کابو له ۸ کالو راهیسې د انجې کښت په کندز کې ترویج شوی دی. د انجې کښت په دې ولایت کې ښه نتیجه ورکړې او د هرکال په تېرېدو سره د انجې کښت ته د دهقانانو لېوالتیا زیاتېږي. ځکه انجه پر کورني بازار سربېره ښه نړیوال بازار لري. د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله عواید یې هم زیات دي." که څه هم دغه طبي بوټې په طبیعي ډول د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په غرونو کې راشنه کېږې، خو په تېرو کلونو کې په نامسلکي ډول د انجې حاصل راټلولو له امله دغه بوټې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شو. خو په وروستیو کلونو کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو له خوا د انجې تخم له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان راړول شوی او له امله یې د شمال ختېځ زون کروندګرو د انجې کرکېلې ته مخه کړې ده.
د مونیخ امنیتي غونډه او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان
د مونیخ درې ورځنۍ امنیتي غونډه کې د افغان ښځو او مېرمنو له حقونو ملاتړ وشو. که څه هم پر اوکرایین د روسیې یرغل د غونډې اصلي بحثونه جوړول خو ځینو ګډونوالو د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو په زیاتیدونکو محدودیتونو او امنیتي ګواښونو هم خبرې وکړې. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
په ارزګان کې د کرکټ سيالۍ پيل شوي
په ارزګان کې د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوي دي. سيمه ييز مسوولان وايي، په دغو سیالیو کې ۱۱ لوبډلو برخه اخیستې چې هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی دی. د کرکټ لوبغاړي د يوه معياري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کوي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او اماراتو ترمنځ روانه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ روانه شل اوریزه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه. د پاکستان له دوه پخوانیو لوبغاړو سره د افغان کرکټ بورډ تړون کړی. د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ لا هم دوام لري. په افغانستان کې د فوټسال لیګ دویم پړاو پیل شوی. د هند غوره لیګ/ ای پي ایل د سږنیو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو. په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ ځانګړې مرکه هم شوې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: