ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کندهار کې د 'ګول سيخ' فابريکو توليد زيات شوی

د کندهار په صنعتي پارک کې دا مهال د اوسپنې ویلي کولو ۵ فابریکې فعالې دي چې، ملیونونه ډالر پانګه‌ونه ورباندې شوې ده او هر ورځ لسګونه ټنه ګول سيخ تولیدوي. د دې فابریکو مسوولين وايي، تولیداتو یې له بهره په تعميراتي چارو کې د کارېدونکي سيخ د واردېدو مخه نيولې ده خو لا هم د برښنا کمښت یې پر وړاندې یو ستره ستونزه ده. دا په داسي حال کې ده چې، دا مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۲۰ فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله تړلي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

03.03.2023 ازادي راډیو

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د جرمونو څېړلو لپاره دې خپلواک مېکانيزم جوړ شي

د بښنې نړیوال سازمان طالبان تورنوي چې د بشري حقونو د نقض په برخه کې په بې‌طرفه، خپلواک او اغېزمن ډول څېړنو او همکارۍ ته چمتو نه‌دي. دې سازمان نن د مارچ په درېیمه یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په سیستماتیک ډول د افغان نجونو او ښځو حقونه نقض کړي، تر څنګ یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له قوله بشري جنایتونه کړي، په پنجشېر کې یې د مقاومت ملي جبهې غړي په خپل‌‌سري ډول نیولي، وژلي او تر څنګ یې یو شمېر نورې سرغړونې کړي. د بښنې نړیوال سازمان لیکي، طالبانو په دې ټولو برخو کې نه یوازې دا چې څېړنې نه‌دي ‌کړي، بلکې عاملان یې هم عدالت نه‌‌دي سپارلي. دا سازمان د طالبانو له‌‌خوا په عام محضر کې په دُرو د خلکو وهل او تر خوا یې د قصاص او اعدام د حکمونو عملي کېدو ته هم اشاره کوي او زیاتوي، له بشري حقونو د دې ډول سرغړونو د لامل او ماهیت د معلومولو لپاره اړینه ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، په افغانستان کې د جرمونو د شواهدو او څېړنې لپاره یو خپلواک مېکانیزم جوړ کړي. د بښنې نړیوال سازمان وايي، په راتلونکي کې د عدالت د تامین او پلي کېدو لپاره په بېړني ډول د دې مېکانیزم جوړول اړین دي، څو شواهد راټول او هغه تحلیل او وڅېړي. له طالبانو مو د بښنې نړیوال سازمان د دې غوښتنې او په دوی د بشري حقونو د نقض او د بشري جنایتونو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې دا ډول راپورونه رد کړي دي. په ورته وخت کې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ازبکستان له یوې رسنۍ سره مرکه کې طالبان ملامت کړي چې، د بشري حقونو د خوندیتوب او د همه‌شموله حکومت د جوړولو په برخه کې یې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي. نوموړي ويلي: "که طالبان په دې تمه وي چې له متحده‌ایالاتو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، پوهېږي چې څه باید وکړي، د نړۍ په غوښتنو هم خبر دي. زما په اند د ازبکستان او ټولو اسلامي هېوادونو نظر هم همدا دی. اوس د دې هېوادونو مسوولیت دی چې یو ځانګړی رول ولوبوي، کېدای شي چې د طالبانو لپاره زموږ او د نورو هېوادونو له غوښتنو معنا لرونکي او مهم وي." له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بشري حقونو د څار سازمان او یو ډېر شمېر هېوادونو طالبان پړه ګڼلي چې د ټولو قوانینو خلاف یې افغانستان کې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، خو طالبانو دا ټولې خبرې رد کړي دي.

03.03.2023 ازادي راډیو

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغان مېرمنو او نجونو په اړه خبرې شوي

د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا د ۵۲ غونډې یو شمېر برخه‌والو په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو پر اقداماتو هم خبرې وکړې. د امریکا د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو اقدامات یو وار بیا وغندل. ده غونډې ته د خپلې ویډیويي وینا په یوه برخه کې وویل، په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستې رسونې پر بهیر اغېز کړی دی. انتوني بلېنکن ويلي: "موږ په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز په شمول د ښځو او نجونو شدیده ځپنه غندو. په ناحکومتي مؤسسو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز په اړه د طالبانو وروستي فرمان د هغوی پر مخ یوه بله لار، چې باید پرانیستل شوې وای، بنده کړه. په هغه هېواد کې، چې ۲۹ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بشري مرستو متکي دي، د طالبانو پرېکړه د مرستو، خوړو او درملو اندازه، چې زیانګالي په تېره بیا ښځې او نجونې د ژوند ژغورلو لپاره ورته اړتیا لري، کموي." طالبانو څه باندې دوې میاشتې پخوا په کورنیو او بهرنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. د دوی دا اقدام له ډېرو عکس العملونو سره مخامخ شو او یو شمېر مرستندیه مؤسسو په افغانستان کې فعالیت ودراوه. تر دې وړاندې طالبانو د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی و. د ایستونیا د بهرنیو چارو وزیر اورماس رینسالو په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو شورا غونډې ته وویل چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي. نوموړي وويل: "په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د بد چلند او د بشري حقونو د جدي سرغړونو هدف له عامه ژونده د هغوی تدریجي څنګ ته کول او د زده‌کړو له فرصتونو محرمول دي. باید پر طالبانو په ګډه فشار راوړو چې، د تشدد د ټولو ډولونو په وړاندې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي او هغو ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې برابر او معنا لرونکي برخه ورکړل شي." له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو په باب د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیت په خپل تازه راپور کې ويلي، له زده کړو، پارکونو، سپورتي کلبونو او ښځینه حمامونو د نجونو او ښځو د مخنیوي او په ناحکومتي مؤسسو کې د هغوی پر کار د بندیز په اړه د طالبانو وروستي اقدامات ورځ تر بلې سختیږي او د ده په وینا دا په نړۍ کې د ښځو پر ضد تر ټولو ظالمانه اقدامات دي. د دې راپور، چې پرون (پنجشنبې) د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو، په یوه برخه کې د ځینو افغان ښځو په قول راغلي چې وضعیت ورځ په ورځ بدتره کېږي او ښځې د نه مصونیت احساس کوي.

03.03.2023 ازادي راډیو

اوچا: پر ښځينه کارکوونکو بنديز بشري مرستو ته د مليونونه بې‌وزله مېرمنو لاس‌رسی محدودوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر کار بندیز، بشري مرستو ته د ملیونونو زیانمنونکو ښځو او نجونو د لاس‌رسي مخه نیسي. يوه مېرمن چې د کابل ښار اوسېدونکې ده او نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته یې وويل، د هغې لوڼې، زده‌کوونکې، محصلینې او کارکوونکې وې او اوس ټولې په کور کې دي، دا او زوى يې هم له دندو ګوښه شوي دي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې کورنۍ یې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. دا مېرمن وايي: "زموږ د ژوند وضعیت ډېر خراب دی، ځکه موږ لس ښځې په یو کور کې یو، یو زوی لرم، چې هغه هم کار نه‌لري، د کور کرایه، د برق بيل او نور مصروفونه دي، چې د ورکولو توان یې نه‌لرو، د خدای دربار ته حیرانه پاتې یو ، چې څه وکړو." په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ښځو پر وړاندې تبعیض به په ټول هېواد کې پر ملیونونو انسانانو ناوړه بشري اغېزې ولري. اوچا د چهارشنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د ښځینه مرستندویه کارکونکو پر کار بندیز، ملیونونو ښځو او نجونوته د بشري مرستو د لاس‌رسي مخه نیسي. یاد دفتر مخکې له دې راپور ورکړی و، چې د نا دولتي مؤسسو له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې کاري ځواک، ښځې دي چې، په افغانستان کې د ٨٠ سلنه بشري مرستو په پلي کولو کې مرسته کوي. د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه، د طالبانو حکومت افغان مېرمنې په کورنيو او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې له کار کولو څخه منع کړې. دغه بنديز په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي او حتی ډېرو مرستندويه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه په جزوي يا بشپړ ډول ودرول او د بيا پيل لپاره یې دا شرط کېښود، چې په دغو مؤسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي. د بشري حقونو فعاله منيژه رامزي وايي، چې د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه به د ښځو پر ټولنیز ژوند بدې پایلې لري او د هغې په خبره که دا حالت دوام وکړي، عواقب به یې نور هم خرابې شي. نوموړې وايي: "له ټولنې څخه د ښځو ممنوعیت، په ټولنه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله منفي عواقب لري، په حقیقت کې که وګورو د ټولنیز ژوند یوه لویه برخه، چې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه ده فلج شوې. دا شا په شا فرمانونه، د افغانستان په ټولنه کې د ښځو په ټولیز ژوند منفي اغېزې لري او په اوږد مهال کې به له دې نه بدو عواقبو لامل هم شي." که څه هم تر اوسه د نړیوالې ټولنې له‌خوا په مرستندویه مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز لیرې کولو هڅې روانې دي، خو د طالبانو حکومت له یو څو محدودو مواردو پرته دغه بندیز نه‌دی لیرې کړی او په ځواب کې یې ویلي چې، نړیواله ټولنه باید د بشردوستانه مرستو چمتو کول له سیاسي مسلو سره ونه تړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې د افغانستان وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو، چې ٢٨ ملیونه خلک په دې هېواد کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

02.03.2023 ازادي راډیو

د نارينه محصلانو لپاره د پسرلني سمېستر د پيل اعلان؛ نجونې: دا پرېکړه خواشينونکې ده

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د نارینه محصلانو لپاره د پوهنتونونو د پسرلني سمېستر د پیل له اعلان وروسته، یو شمېر ښځینه محصلانې د طالبانو دا پرېکړه د خواشینۍ وړ بولي. د کابل پوهنتون يوه محصله، چې اوس پوهنتون ته تګ اجازه نه‌لري او نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، په تمه وه چې د نوې تعلیمي کال په را رسېدو سره به د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت نجونو ته د تحصیل اجازه ورکړي. دې ازادي راډيو ته وویل: "موږ هم همدې ته په تمه وو چې بېرته اعلان شي او د پوهنتون دروازه د نجونو پر مخ خلاصه شي، خو له بده مرغه چې موږ فعلا د دې شاهدان یو چې یوازې هلکان ته اجازه ورکړل شوه، کله چې ویل کېږي چې حکومت اسلامي دی او ټول اوامر یې د اسلام مطابق دي نو باید ټول اړخونه یې پام کې ونیول شي، داسې نه کېږي چې یوې برخې کې اسلام پام کې ونیول شي، یوه بله برخه زده‌کړه او پوهه ده، تعلیم او تربیه ده چې پر ښځو او نارینو فرض دی." یوه بله نجلۍ چې دا هم نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ژمنه کړې وه چې، د اسلامي شریعت سره برابرې طرحې سره به دوی ته اجازه ورکړل شي، خو ژمنه یې عملي نه‌کړه. هغې زیاته کړه: "د دوی مسولینو وویل، په نوي تعلیمي کال کې به دوی خپلې طرحې وړاندې کړي، دا چې نجونو په کومو شرایطو باندې کولای شي خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي، دا درې میاشتې چې نجونو تېرې کړې په همدې هیله وې چې ښایي په نوي تعلیمي کال که به دوی وکولای شي بېرته خپلې زده‌کړې پيل کړي." دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د روان کب میاشتې په ۱۵مه به د سړو ولایتو سمېستر پيل شي او یوازې هلکان محصلان کولای شي د پوهنتون درسونو ته حاضر شي. د طالبانو دې پرېکړې د نجونو محصلانو تر څنګ د ښځو د حقونو د فعالانو غبرګونونه هم راپارولي دي. د افغانستان د اصلي او مقتدر غورځنګ مسووله مونسه مبارز وویل، طالبان په دغه ګامونو خپلو سیاسي ګټو په لټه کې دي. اغلې مبارز وايي: "د طالبانو ګامونه سیاسي دي، دې ګام کې هم د دوی سیاسي غوښتنې دي چې لا نه‌دي ورته رسېدلي او عبارت دا دی چې، د دوی استازی په ملګرو ملتونو کې په رسمیت وپېژندل شي، د افغانستان بلاک شوې پیسې دوی ته ورکړل شي، حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، یو یې هم لا حقیقت ته نه‌دی رسېدلی اوکومه پایله یې نه‌ده تر لاسه کړې، د دین، مذهب او فرهنګ موضوع له یو بل څخه جلا موضوع‌ګانې دي، هغه څه چې طالبان غواړي عملي یې کړي." په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له طالبانو یې غوښتي چې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا د هغه ژمنو خلاف کار دی چې طالبانو له خلکو سره کړې وې او دا د امریکا او د طالبانو له استازو سره زموږ په اړیکو ژور اغېز لري. نېد پرایس زیاته کړه چې، د نړۍ هیڅ هېواد، بې له افغانستان نجونې او ښځې له زده‌کړو نه‌دي منع کړي. نوموړي ويلي: "موږ ګورو چې د روانې میاشتې په اخر کې کله چې ښوونځي پیل شي نو څه به وشي. موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او د طالبانو له حکومت غواړو چې ښځو اونجونو ته د زده‌کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي. د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې تړل خلاف د هغه ژمنو دي چې طالبانو له خلکو سره کړې وې، دا پرېکړې د طالبانو له استازو سره زموږ پر اړیکو ژور اغېز لري." په دې اړه مو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا الدین هاشمي وپوښته، هغه ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې وویل: اوس‌مهال نجونې او ښځې اطاعت ته مکلفې دي. ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او ځواکمنتیا دفتر په یو ټویټ کې لیکي، یو کال کېږي چې، نجونې له عالي او متوسطه زده‌کړو محرومې پاتې دي، درې میاشتې کېږي چې ښځې په نا دولتي ادارو کې هم له کار کولو منع دي او له یو کال ډېر وخت کېږي چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو د حذفولو سياست ادامه لري. د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولکي څخه پورته ښوونځیو ته له تګ منع شوې او د نورو محدودیتونو تر څنک د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې ښځې په په غیر دولتي ادارو، پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو وزارت هم له کار کولو منع شوې.

02.03.2023 ازادي راډیو

د پکتيا د زرمت ولسوالۍ خلک: د ژوند بنسټيزې اسانتياوې نه‌لرو

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې سیمې د عمومي سړک له خرابوالي، روغتیايي خدمتونو له کمښت او ځوانان يې له بې‌کارۍ شکایت کوي. دوی وايي، که چېرې دوی په دوامداره توګه د مرستو او چندو په پیسو د سړک د اوارولو چاره ونه‌کړي، نو په دې لوړو ژورو او په بارانونو کې به د خټو د لاسه د موټرو تګ راتګ ورباندې ستونزمن وي. دوی د ځینو نورو ستونزو یادونه هم کوي او وايي، نه لازمو روغتیايي اسانتیاو ته لاس‌رسی لري او نه يې کاروبار شته، چې کورنیو ته نفقه پیدا کړي. د زرمت اوسېدونکی عالم خان وايي، زرمت ته غځېدلی سړک له پيله نه‌دی جوړ شوی، خو اوس وخت کې چې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د دې ولسوالۍ سربېره غزني او پکتیکا ته هم ورباندې تګ راتګ کېږي، جوړولو ته يې اړتیا ډېره شوې ده. دی وايي، که چېرې دوی د خلکو په چندو او مرستو په دې سړک د اوار کارۍ کار روان ونه ساتي، نو د موټرو تګ او راتګ به ورباندې ډېر ستونزمن شي. عالم خان هم غوښتنه کوي، چې اړوندې ادارې او مرستندویه بنسټونه دې د دې سړک جوړولو ته پام وکړي. بې‌کاري په افغانستان کې هېواد شموله ستونزه ده چې، د زرمت د اوسېدونکو ژوند يې هم له ستونزو سره مخامخ کړی دی. ځايي اوسېدونکی منګل وايي، له یوې خوا بې‌کاري ده او بل لوري ته د توکو بیې لوړې دي. دی وړاندیز کوي، چې ملي او نړیوالې مؤسسې دې پروژې پیل کړي، تر څو خلکو ته په‌کې د کار کولو زمینه برابره شي. په همدې توګه د زرمت یو بل اوسېدونکی غزني خان وايي، په تېر کې ورته دومره لږه یا ډېره د لاس مزدوري پیدا کېده، خو اوس هغه د لاس مزدوري هم نه پیدا کېږي. نوموړی زیاتوي: "مخکې دومره ښه وه د لاس مزدوري پیدا کېده، موږ د کلاو د جوړولو کار کاوه، دا دوه درې کاله کېږي، چې دا کارونه هم په صفر ودرېدل، اوس خلک کارونه نه‌کوي، قیمتي شوه، ډېزل بیې لوړې شوې، کارونه نه‌شته، خلک د دې هیله لري، چې مرستې ورسره وشي، که له هر لوري وي." د زرمت ولسوال محمداصف کرار هم د خلکو ستونزې تايیدوي او وايي، د زرمت سړک او د دې سیمې د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو اسانتیا د ټولو خلکو او قومونو ګډه غوښتنه ده. ده وویل، د دې سیمې د خلکو ستونزې يې ولایتي چارواکو او اړوندو وزارتونو سره شریکې کړې دي. بل لوري ته د پکتیا چارواکي وايي، نوي لمریز کال کې د پکتیا د ډنډ پټان او زرمت ولسوالیو د سړکونو اساسي جوړول په پام کې نیول شوي دي. د پکتیا والي ملا محمد خان دعوت ازادي راډيو ته وویل: "په راتلونکې کال کې نوي پلانونه لرو، چې له هغې جملې د پټان دېرش کیلومتره سړک دی، دا منظور شوی او په اساسي ډول به جوړیږي، بل سړک د زرمت ولسوالۍ دی، چې د پکتیکا تر سرحده چې د پکتیا مربوط دی، هغه به جوړیږي." زرمت د پکتیا مرکز ګردیز لوېدیځ لوري ته پرته نسبتاً پراخه ولسوالي ده، چې د همدې ولسوالۍ په مسیر غځېدلي سړک باندې پکتیکا او غزني ولایتونو ته هم موټروې تګ او راتګ کوي. زرمت په تېرو دوه لسیزو کې د پکتیا له نا امنو ولسوالیو څخه وه، چې د پرله‌پسې جګړو له کبله په‌کې خلکو لپاره د پام وړ رغنیز کارونه نه‌دي شوي او خلک يې د ژوند له اړینو اسانتیاو بې‌برخې دي.

02.03.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند احمدشاه زغم ژوند ته کتنه

د کابل پوهنتون د استاد ارواښاد پوهاند احمدشاه زغم پر ژوند مفصل راپور، کندهار کې د احمدشاه بابا تاريخي کور په کوم وضعيت کې دی؟ حال يې درکوو. دغه راز په دې خپرونه کې درته له غزني د سانګې د لوبو په اړه راپور او يو شمېر نور مطالب هم لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

01.03.2023 ازادي راډیو

ارزګان کې ۸۰سلنه د کورونو پېر او پلور پرته له اسنادو کېږي

ارزګان کې د معاملاتو د راهنما ټولنه وايي، دغه ولايت کې د کورونو پېر او پلور ۸۰سلنه پرته له اسنادو ترسره کېږي. د يادې ټولنې مسؤلينو ازادي راډيو ته وويل، د کورونو د پېر او پلور ډېری معاملې پرته له قانوني پروسېجر ترسره کېږي چې دا کار راتلونکي کې له ډېرو ستونزو او جنجالونو سره مخ کېدی شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

01.03.2023 ازادي راډیو

يو شمېر کورنۍ: د نوي کال په پيل سره دې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي

په داسې حال کې چې د یو بل نوي تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي، لا هم په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د پیلېدو په اړه د طالبانو حکومت څرګند دریځ نه‌لري. د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو پیل ته اجازه ورکول کېږي کنه؟ هغه پوښتنه ده چې نن سبا د زیات شمېر افغان نجونو زده‌کوونکو او د دوی د کورنیو په خوله ده. د پلازمېنې کابل اوسېدونکې زرمینه چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل مخکې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي، که څه هم فکر نه‌کوي چې طالبان دې سږ کال د دوی لپاره زېری ولري خو لا هم ناهیلې شوې نه‌ده. نوموړې وايي: "یو کال د نجونو ضایع شو اوس افغان نجونې او زموږ کورنۍ ویره لري چې ښايي یو بل کال هم دوی ته د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړل شي." د ننګرهار اوسېدونکې عالیه چې ښوونځی ترې په لسم ټولګي کې پاتې دی هم ورته هیله لري او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې سږ کال دوی ته د پاتې زده‌کړو د بشپړېدو اجازه ورکړي. عاليه وايي: "دا چې نوی تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي او طالب چارواکو لا د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو موږ هیله لرو چې سږ کال به موږ ته د زده کړو اجازه راکړل شي او موږ له اسلامي امارت هم هیله لرو چې موږ ته د زده‌کړو اجازه راکړل شي او په دې سره موږ خپلو هیلو ته ورسیږو." دا زده‌کوونکې او کورنۍ یې د طالبانو حکومت له دې امله پړ ګڼي، چې په نږدې یو نیم کال را په دې‌خوا له ژمنو سره سره د نجونو د ښوونځيو لپاره د یوې طرحې په جوړېدو بریالي نه شول. د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکی بلال احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم طالبانو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه لا دریځ نه‌دی واضح کړی چې سږ کال به اجازه ورکړي او کنه، زموږ ویره هم همدا ده چې خدای ناخواسته د نجونو یو بل کال ضایع نه‌شي، زموږ هیله دا ده چې د طالبانو حکومت سږ کال موږ ته یو زیری ولري او هغه دا چې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیزي." په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازې مېرمن روزا اوتنبایوا سره کتلي دي. د ښاغلي کرزي په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې، په دې کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو ټینګار شوی دی. هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره هم خبرې وکړو خو ذبیح‌الله مجاهد وویل، د پوهنې وزارت باید دا پوښتنه ځواب کړي او د پوهنې وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل سره سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې. که څه هم تمه کېده چې ښايي د طالبانو دا پرېکړه لنډمهالي وي، ځکه هغه مهال د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې داسې طرحې د جوړېدو خبره کړې وه چې، له‌مخې یې د اسلامي شریعت سره سم نجونو ته د زده‌کړو خوندي چاپیریال رامنځته شي خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړه بندیز د افغان نجونو د زده کړو هیلې نورې هم مړاوې کړې. خو اوس چې د نوي تعلیمي کال پیل ته لږې ورځې پاتې دي، خلک هیله لري او له د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې خویندو او لوڼو ته یې د زده‌کړو اجازه ورکړي، ښوونځي او پوهنتونونه ورته پرانیزي.

27.02.2023 ازادي راډیو

د امو سيند په څنډو کې د يوې پروژې پيل؛ خلک: بسنټيزې پروژې دې تطبيق شي

په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پيل شوې ده. د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي، په کندز، تخار، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د امو سيند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوې ده. د ياد وزارت د اوبولګونې مرستیال مجیب الرحمان عمر اخندزاده وویل، پر دې پروژې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د یاد وزارت له بودجې ورکولو کېږي. نوموړي ويلي: "موږ دوه ډوله پلانونه لرو چې یو لنډمهاله دي او بل اوږدمهاله دي. لومړۍ کومې سیمې چې په څلورو ولایتونو کې د اوبو له جدي تخریباتو سره مخ دي هلته موږ د تحکیماتو کار پیل کړي، چې د هغه لپاره دوه میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي. بل اوږمهاله پلان دی چې، د هغه لپاره موږ شپږمیلیاره افغانۍ ځانګړې کړي دي." په کندز کې د امو دپنځمې حوزې د سیندونو عمومي رئيس انجينر رفیع‌الله مجتبی ازادي راډیو ته وویل، دغه پروژه د امو سیند په څنډو کې دکرنیزو ځمکو، باغونو او کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي په هدف پیل شوي ده. نوموړي وويل: "د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د شیرخان بندر سیمه، برزنګي سیمه ده، قلم ګذر سیمه ده، د اسکي سیمه ده،کلباد سیمه ده او په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د اوبو له خطر سره مخ سیمې په دې پلان کې شامل دي. تحکیماتو کار به په دوامداره ډول پلي کېږي." د شمال او شمال ختيځ ولایتونو ځايي اوسېدونکي هم د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژې پیلېدو څخه هرکلی کوي. د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالکریم قلندري وايي، د دې پروژې بشپړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه، باغونه او کورونه د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي. قلندري وايي: "د دې پروژې په بشپړېدو سره به په زرګونه جریبه ځمکه د امو سیند له تخریباتو څخه وژغورل شي او د اوبو مخه به ونیول شي. موږ خوشاله یو چې چارواکي راغلل او زموږ ستونزې يې له نږدې وليدلي او د تحکیماتو کار یې پیل کړه." دیاد ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ اوسېدونکی حیات الله هم ورته خبره کوي او وايي: "د امو سیند هر کال د اوبو د زیاتوالي په موسم کې په قلعه‌زال ولسوالۍ کې زموږ ځمکې وړلې او خلکو ته يې زیانونه اړول او موږ ډېر خوښ یو چې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوي ده. چارواکي باید په کلیو کې نورې ټولګټې پروژې هم پیل کړي." د تخار د درقد ولسوالۍ یو اوسېدونکی عین الدین وايي، په یاده ولسوالۍ کې د امو سیند خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي. عین الدین تمه لري، چې ددغې پروژې په بشپړېدو سره د امو سیند د تخریباتو مخه ونیولی شي. د سيمې دا اوسېدونکی وايي: "موږ ډېر خوشحاله یو چې، د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو کار پیل شوی دی او د دې پروژې په بشپړېدو سره به زموږ کرنیزې ځمکې او باغونه د اوبو له خطر څخه وژغول شي او په زرګونه جریبه ځمکه چې اوبو وړي وي هغه به هم بېرته راوګرځول شي او اباده به شي." د امو سیند سرچینې د بدخشان پامیر له غرونو څخه پیليږې او د هېواد له مهمو سیندونو دی، چې افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه رابېلوي. له دې وړاندې سیمه‌ییزو چارواکو او ځايي اوسېدونکو ویلي وو، چې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان خپلې خوا ته د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو پروژې تطبیق کړي او له امله یې افغانستان خواته د امو سیند د اوبو فشار زیات شوی چې، د سیند په څنډو کې مېشتو خلکو ته يې زیانونه اړولي دي.

27.02.2023 ازادي راډیو

پېغله صديقه چې د ډاکټرانو ناسمې درملنې ړنده کړې، کوم ارمانونه لري؟

۲۱ کلنه صدیقه د نابینا سترګو د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي. د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ صدیقه شاوخوا یوویشت کاله عمر لري، خو شل کاله کېږي چې، د سترګو د ليد له نعمت څخه بې برخې شوې ده. دا په یو کلنۍ کې د مورقې تبې د درملنې لپاره د سیمې یو ډاکټر ته وړل شوې وه، خو د غلطو پیچکاریو ورلګولو له امله یې سترګې ړندې شوې دي. صدیقه اوس د خپلو سترګو د درملنې لپاره له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

27.02.2023 ازادي راډیو

کیمیا؛ اټوم څه شی دی؟

په دې درسي ساعت کې د لسم ټولګي د کیمیا مضمون کې اټوم په اړه معلومات درته وړاندې کېږي. د یوولسم ټولګي زده کوونکي به د مخلوطونو درس واوري. د دولسم ټولګي په درسي ساعت کې عضوي کیمیا بیانېږي. د دې درسي ساعت د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

بیولوژي؛ حجره څه ته وايي؟

په دې درسي ساعت کې میتابولېزم بیانېږي. په میتابولېزم کې به دا ولولو چې د دغې بیولوژیکي عملیې په نتیجه کې په نبات کې څه تغیرات رامنځته کېږي؟ د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د حجرې اړوند مسایل بیانېږي. د دولسم ټولګي د بیولوژي په درسي ساعت کې د انسان د بدن یوه مهمه عملیه وایو چې دا عملیه د وینې تصفیه ده. د دې درسي ساعت د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

د ازادي راډيو د راپور تر خپرېدو وروسته ترینکوټ کې د څراغونو نصبولو چارې پیل شوي

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د ښاروالۍ رياست په مالي لګښت د شپې لخوا د ښار د روښانه کولو په هدف نوي څراغونه نصبول داسې مهال پیل شوي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې ازادي راډيو په دې اړه راپور خپور کړی و. یو شمېر ښاریان د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي، په کار ده چې د دې څراغونو ساتنه وشي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

په ارزګان کې له غاصبینو د دولتي ځمکو د راخلاصولو هڅې پیل شوي

ارزګان کې طالب چارواکو له غاصبینو د دولتي ځمکو د راخلاصولو هڅې پیل کړي دي. په دغه ولایت کې ځايي طالب چارواکي وايي، تر دا مهاله يې ۲۶۵۰۰ جريبه دولتي غصب شوې ځمکه بررسي کړې او ۲۵۰۰ جریبه ځمکه له غاصبینو راخلاصله کړې ده. په ورته وخت کې خلک که څه هم له دې کار څخه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د غصب څخه پر راخلاصو شویو ځمکو دې ابادي وشي. نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more