ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


الیاسي: د رأیو بیومټریک معلوماتو سیسټم ته نه لاسرسي زموږ کارونه ځنډني کړي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، نږدې ۹۲ سلنه شکایتونه څېړل شوي او شاید راتلوونکي اوونۍ دا بهیر پای ته ورسېږي.

07.01.2020 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

په ایران کې په لسګونو کسان وژل شوي او تر دوه سوه ډیر ټپیان شوې. استرالیا ته د تودې هوا نوې څپې ورروانې دي، لیبیایانو د ترکي ځواکونو له ورتګ سره مخالفت کړی او په کولمبیا کې د یوه جشن ننداره درباندې کوو.

07.01.2020 ازادي راډیو

پامپيو: ايران د افغانستان د سولې پروسه کمزورې کوي

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي ايران د افغانستان د سولې پروسې د کمزوري کولو لپاره فعالانه عمل کوي.

07.01.2020 ازادي راډیو

قطر ته د خلیلزاد سفر؛ د سولې شورا چارواکي د سولې هوکړې لاسلیکېدو ته هیله مند دي

د افغانستان د سولې عالي شورا وایی، قطر ته د زلمی خلیل زاد تازه سفر به د سولې د هوکړې لاسلیکولو ته زمینه برابره کړي.

07.01.2020 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

د ایران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني د جنازې لمونځ نن په تهران کې وشو. د امریکا ولسمشر پر عراق د بندیزونو تهدید کړی دی. په کینیا کې د الشباب ډلې په حمله کې درې امریکایان وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

06.01.2020 ازادي راډیو

د کابل ژمی او د لیلامي جامو ګرم بازار

پر افغانستان سربېره نور هېوادونه هم دي چې له دغو دویم لاس جامو استفاده کوي. د دوی ګمان ده چې دغه جامې ګرمې او کلکې دي. لېمه هادي په دې اړه راپور لري.

06.01.2020 ازادي راډیو

د فري فایټ افغان لوبغاړی عبدالسمیع فیضي ولې له حکومته ګیله من دی؟

د لوبو له میدانه د دې اونۍ په خپرونه کې له ښاغلي فیضي سره مرکه اورېدلای شي.

06.01.2020 ازادي راډیو

د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي چارواکو د ټاکنو کمېسیون سیسټم ته لاسرسی وموند

د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونو مسئولانو ته هم د اړوند ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون معلوماتي سیسټم ته لاسرسی ورکړل شو.

06.01.2020 ازادي راډیو

د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د افغان چارواکو نوې هڅې

د کابل د ککړې هوا د مخنیوي لپاره د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍ او کانونو او پټرولیم وزارت په ګډو هڅو د پغمان ولسوالۍ ۱۹ د ریګریشن ماشینونه او تر شلو پورې د خښتو د بټیو فعالیتونه ودرول. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد په همدې اړه ویډیو رپوټ جوړ کړی دی:

06.01.2020 ازادي راډیو

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: په ۶ ولایتونو کې د شکایتونو په اړه پرېکړه کېږي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پایه به د دغه هیواد په شپږو ولایتونو کې د شکایتونو په اړه پرېکړه وشي.

05.01.2020 ازادي راډیو

کابل ښاروال: د ښار په خدماتي برخو کې به د پام وړ ښه والی راشي

دکابل ښاروال وایي چې ځینې کارونه ترلاس لاندې لري چې په ترسره کېدو به یې د کابل ښار په خدماتي برخو کې د پام وړ ښه والی راشي.

04.01.2020 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د ایران د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو. د ترکیې پارلمان لیبیا ته د خپلو عسکرو د لیږلو طرحه تصویب کړه. یوه نوې څېړنه ښيي چې لوږه یا په نوبتي شکل روزې نیول وزن کموي. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

03.01.2020 ازادي راډیو

شهرت ننګیال: په پښتو ژبه کې مسلکي کالم لیکنې ته اړتیا ده.

د راډيويي مجلې دا ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:

03.01.2020 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

پناه غوښتونکي افغانان د یونان د کډوالۍ په کمپونو کې له ساړه ژمي ځوریږي. د امریکا د بهرنیوچارو وزیرمایک پمپيوپه بغداد کې د امریکا پرسفارت بریدپه کلکوټکوغندلی. د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون له خپلې ښځې سره د اس سورلۍ او غرمځلۍ لپاره وتلی دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

02.01.2020 ازادي راډیو

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو ٪۲۶ شکایتونه بې اعتباره بللي

ازادي راډیو ته د رسېدلي سند پر بنسټ، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره د ثبت شویو ۱۶۵۰۰ شکایتونو له ډلې، تر طبقه بندۍ وروسته، ۱۲۱۹۶ معتبر ګڼل شوي دي.

02.01.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more