ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د هلمند دېشو ولسوالي؛ د خلکو عمده ستونزې یې کومې دي؟

د هلمند د دیشو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په تیرو دوو لسیزو کې هیڅ دولت ورته پاملرنه نه ده کړې او لا هم ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.  دوی زیاتوي، روغتیايي خدمتونو ته يې لاس رسی  کم دی، مخابراتي شبکې یې په سیمه کې سم کار نه کوي، ولسوالۍ ته غځیدلی سړک يې خام دی، د کښتونو لپاره کافي اوبه نه لري او بې کاري یې هم ځوروي. ځایي چارواکي بیا د دغو ستونزو د حل لپاره د هڅو خبر ورکوي. په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

23.11.2023 ازادي راډیو

د لوبو له میدانه؛ هندوستان ولې اسټرالیا ته د کرکټ نړیوال جام بایلود؟

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې: اسټرالیا د شپږم ځل لپاره پنځوس اوریز نړیوال جام وګاټه افغانستان له هندوستان سره درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي د لېسټ ای سیالیو پایلوبه بوست لوبډلې وګټله د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې قطر او کوېټ ته سیالۍ وبایللې د کم عمره ځوانانو د اسیا جام سیالۍ پیليږي، افغانستان ورته ۱۴کسیزه لوبډله اعلان کړه د خپرونې په دویمې نیمايي کې درته په نړیوال جام کې د اسټرالیا د بریا په رازونو او د هندوستان د ماتې په لاملونو غږیدلي یو. دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کړې، چې د لاندې لېنک له کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

23.11.2023 ازادي راډیو

سرای شمالي کمپ او له پاکستانه د ستنو شویو کیسې

د طالبانو حکومت د کابل په شرای شمالي سیمه کې له پاکستانه ستنیدونکو کډوالو ته د موقتي مېشتیدو کمپ جوړ کړی. په دې کمپ کې مېشت شوي تازه راغلي افغانان د پاکستاني ځواکونو له ناوړه چلند او دلته له تش لاسۍ شکایت لري. په دې راپور کې یې څو تنو سره غږیدلي یوو.

22.11.2023 ازادي راډیو

ننګرهار؛ د جمهوري نظام یو څارنوال او خور یې ناڅرګندو کسانو وژلي

په ننګرهار کې د وژل شوي څارنوال نقي محمد تقي یو زوی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، پلار یې په کابل کې ژوند کاوه او د روانې نومبر میاشتې په ۱۶ مه ورته په ننګرهار کې د یوې مېلمستیا بلنه ورکړل شوې وه. هغه وايي پلار او عمه یې په دې ملسمتیا کې د ګډون لپاره ننګرهار ته تللي وو خو پنځه ورځې وروسته د دواړو جسدونه د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې پیدا شول. سرچینه زیاتوي: " دوی اول مسموم شوي، وروسته شکنجه شوي ځکه د سختې شکنجې اثار یې په جسدونو کې لیدل کیدل، له شکنجې وروسته په بې رحمۍ وژل شوي او بیا له پنجشنبې تر دوشنبې پورې د دوی جسدونه د بهسودو په دامان کې په سړک پیدا شوي او د طالبانو د اتمې حوزې پولیسو د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته انتقال کړي وو." دی وايي نه پوهیږي چې په پېښه کې څوک لاس لري. دا هم لا معلومه نه ده چې پېښه جنايي اړخ لري که سیاسي. څارنوال نقي محمد تقي د تېر جمهوري نظام پر مهال د لویې څارنوالۍ په بېلابېلو ریاستونو کې دنده ترسره کړې وه. د کورنۍ غړي یې وايي چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل مخکې یې د جرایمو د څېړولو په عالي اداره کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله، خو د طالبانو تر راتګ وروسته په کور کېناست او دنده یې ‎پرېښوده. که څه هم د پېښې په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړه ،خو د افغانستان د څارنوالانو د ټولنې یوه غړي عابد اندرابي ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه څارنوال وژل کېدل تایید کړل او ادعا یې وکړه چې په تېرو څه باندې دوه کلونو کې په افغانستان د لویې څارنوالي له ۳۷ ډېر غړي په مرموز ډول وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي: "د امنیت د ټینګښت او عمومي عفوې په اړه چې حاکم حکومت کومه ادعا کوي دا کاملا رد ده، طالبان په شخصي ډول د تېر حکومت د نظامي او ملکي کارمندانو نه د انتقام اخیستنې هڅه کوي او په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان کې له ۳۷ څارنولانو ډېر په مرموز ډول وژل شوي او یو شمېر لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي."\ په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي په وروستیو کې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د غړو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوي دي. د بشري حقونو فعالې نرګس سادات ازادي راډيو ته وویل:  "په افغانستان کې د تېر حکومت د نظامیانو او ملکي کارکونکو د مرموزو وژنو پېښې ډېرې زیاتي شوي دي او دغه قتلونه چې ورځ تر بلې ډیریږي د ډېرې اندېښنې وړ دي." د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې د تېر جمهوري حکومت د ملکي او نظامي غړو د وژل کېدو په پېښه کې تر ډېره طآلب وسله وال لاس لري خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا شان ادعاوې رد کړي دي. طالبانو ویلي چې مشر یې ملا هبت الله پر افغانسان د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته عمومي بښنه اعلان کړې او دوی دغه فرمان ته ژمن دي، خو د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې د راپور له‌مخې، د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۶۰ پخواني دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د قانون له چوکاټ بهر وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲م کال په راپور کې هم راغلي چې طالبانو د تېر حکومت امنیتي ځواکونه له وقفې پرته نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي. شاوخوا درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما هم یو راپور خپور کړی و چې طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت د پوځيانو په ګډون له ۸۰۰ زیات بشري سرغړونې کړي دي ، چې، غیر قانوني، وژنې خپل سري نیول، شکنجه، ګواښونه او ناوړه چلند په کې شامل دي. خو هغه مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوناما دغه راپور رد کړى و.

22.11.2023 ازادي راډیو

میدان وردګ کې د لېونو سپو د داړلو پېښې زیاتې شوي

په میدان وردګ ولایت کې، له تېرې میلادي میاشتې راهیسې د لېونو سپو د داړلو ۱۴ پېښې ثبت شوې دي. د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکي د دغو پېښو په زیاتوالي کې ځایي خلک هم ګرموي. د سیمې  د ښاروالۍ او د عامې روغتیا چارواکي بیا د لېونو سپو پر وړاندې د کمپاین پیلولو خبر ورکوي. په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:

22.11.2023 ازادي راډیو

ازادي راډیویي مجله؛ د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پښتو چاپ شو

په افغانستان کې د ځوانانو یوې ډلې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو کتاب چاپ کړ. د دې کیسو د محتوا په اړه به وړاندې په خپرونه کې واورئ. په کونړ کې د ( اند) په نوم د نوې مجلې لومړۍ ګڼه چاپ شوه. د اکرم عثمان  د فستیوال د پښتو داستان د لومړۍ جایزې ګټونکی خپلې جایزې ته حیران دی. د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت د ژبو عالي شورا جوړیدو ته یو شمېر خلک اندېښمن دي. په دې ادبي مجله کې هم شعر لرو او هم کیسې. د خپرونې د اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:  

22.11.2023 ازادي راډیو

له بګرام اډې د امریکا د پوځ د وتلو تازه خپره شوې ویډیو

د امریکا پوځ د بګرام هوايي اډې د پرېښودو ویډیو دوه کاله او څلور میاشتې وروسته خپره کړې امریکا د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲ مه بګرام دا اډه پرېښوده. د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په یوه کمپایني غونډه کې ویلي چې لېواله دی په ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته د یوه تړون په اساس بګرام اډه بېرته ترلاسه کړي.

21.11.2023 ازادي راډیو

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

21.11.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

21.11.2023 ازادي راډیو

هېواد ته د ستنو شویو افغانانو حقونه ورکړل شوي؟

د اساسي او بشري حقونو پروګرام افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو حقونو ته ځانګړی شوی دی. پیل کې به واورئ: هغه افغانان چې هېواد ته ستنیږي یا هم لېږل کیږي ، په کډوالۍ او خپل وطن کې کوم حقونه لري ؟ آیا د دوی حقونه ادا شوي دي ؟ دا پروګرام  فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ .  

21.11.2023 ازادي راډیو

هغه مېرمنې چې په سختو شریطوکې هم ځان ته د کار زمینه برابروي!

د ازادي راډیو نیمه نړۍ خپرونه هغو مېرمنو ته ځانګړې شوې چې په سختو شریطوکې هم ځان ته د کار زمینه برابروي. په پیل کې به واورئ چې څنګه ماتې ونه منو او په بدو شرایطوکې هم ځان ته کار پیدا کړو ؟ د کار کولو او پر خپلو پښو ودرېدو ګټې کومې دي ؟ دا پروګرام فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ.  

21.11.2023 ازادي راډیو

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

20.11.2023 ازادي راډیو

خبرها و گزارش‌های

خبرها و گزارش‌های

20.11.2023 ازادي راډیو

این حق من است

این حق من است

20.11.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی

دا زما حق دی

20.11.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more