د سپین بولدک-چمن لار خلاصه شوه
د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ د وېش دروازه د کرونا ويروس د مخنیوي په هدف د پاکستان د حکومت له لوري تړل شوې وه، پر مهاليې دواړو لورو ته زرګونه کسان چې زیاترهيې افغان ناروغان وو، بند پاتې وو. صادق رښتیني دا وېډیو راپور برابر کړی
'کووید-۱۹' پوهنتونونه وتړل، خو درس روان دی
د لوړو زدهکړو ځینو عالي مؤسسو بېلابېلې کړنلارې پیل کړي چې محصلانیې له تحصیله پاتې نهشي. د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د نوي برښنايي سیستم په کارولو سره به هېڅ محصل له درسونو څخه لیرې پاتې نهشي.
کرونا ویروس د ګلغنډۍ په مېلهځای هم سیوری غوړولی
هر پسرلی، د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه زرګونه کورنۍ ګلغنډۍ ته د مېلې او ساتیرۍ لپاره راځي، خو د سږ کال پیل د تېرو کلونو په څېر نهو. احمد هنایش په دې اړه راپور لري چې لېمه هادي یې وړاندې کوي.
نيویارک کې یو پړانګ په کرونا ویروس اخته شوى
د دغه ژوبڼ چارواکو ویلي چې ګومان کېږي چې کرونا به دغه پړانګ ته د ژوبڼ هغه کارکوونکي انتقال کړى وي چې کرونا یې درلوده، خو د ناروغۍ نښې نښانې یې نهوې ښودلې.
ورزشکاران د قرنطین په موده کې کوم ډول ورزش وکړي؟
د غر ختنې یو شمېر افغان لوبغاړي د هندوکش غرونو لوړې څوکې ته چې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري، ختلي دي.
ټرمپ: دا اوونۍ ښايي د کرونا ویروس له امله ډېر امریکایان ومري
په امریکا کې د وروستیو شمېرو له مخې کرونا ویروس څه باندې درې لکه او ۳۱ زره کسان نیولي او له ډلې یې نږدې نهه نیم زره کسان مړه شوي.
د پنځه وخته لمانځه په اذان کې بدلون راغی
د افغانستان د دیني عالمانو د یوې فتوا په اساس له دې وروسته په اذانونو کې "په کورونو کې لمونځ وکړئ" الفاظ هم زیاتېږي. د دې فتوا په اساس خلک باید په کورونو کې لمونځونه ادا کړي.
کابل ښار کې د ګرځبندیز سرغړوونکو ته سزا
د کابل ښار والي وايي کوم خلک چې غواړي د تګ راتګ محدودیت نقض کړي، د ساري ناروغیو د انتقال او د نورو خلکو لپاره د خطر په تور حد اقل ۱۸ زره افغانۍ جریمه او حتی بندي به شي. لېمه هادي د کابل ښار له څو سیمو دغه راپور جوړ کړی.
ډاکتر سُهیل: د کرونا ویروس مخنیوی د سپارښتنو په رعایت پورې تړلی دی
ډاکتر فرید احمد سُهیل د استرالیا له نیوساوت ویلز پوهنتون څخه د عامې روغتیا او روغتیايي ادارې په څانګو کې دوه ماسترۍ اخیستي او اوس د قطر هېواد د دولتي روغتونونو د ناروغانو د خوندیتوب رئیس دی.
د کرونا ویروس عمده اصطلاحات کوم دي؟
دغه ویروس په تېره ډسمبر میاشت کې د چین د هوبې ولایت له مرکز ووهان ښار څخه نورې نړۍ ته خپور شو.
ایران کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر چین واوښت
له تازه شمېرو سره سم، د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې اوس د کرونا په ویرسو د مړو شویو کسانو شمېر تر چین واوښت.
'افغانستان کې بندیزونه نهمراعتېږي'؛ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۹۹ ته ورسېدې
د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي د کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو په لابراتوارونو کې تر دې مهاله د ۲۲۸۸ مشکوکو پېښو نمونې اخیستل شوي چې نږدې ۳۰۰یې مثبتې دي.
ولې د ماسک کموالی روغتیایي کارکوونکو ته یو ګواښ دی
په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له یو میلیونو پورته شو،خو د ماسک او محافظتي وسیلو کموالی له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې لویه ننګونه ده.
"تر لوږې ، ښه ده چې له مرضه مړ شم"
په هند کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو دمخنیوي لپاره یویشت ورځې قرنطین اعلان شوی دی. له دې امله ملیونونه وګړي خواړه نه لري. سره له دې چې دهند حکومت په مختلفو ایالاتونوکې د غریبانو لپاره د مرستې ځینی پروګرامونه پېل کړي خو ویل کېږي چې چندان اغېز نه لري.
د چین مرسته کابل ته راورسېده
مرسته شوې کڅوړې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نن د حمل میاشتې په ۱۴مه نېټه پلازمېنې کابل ته راورسېدې. دغه کڅوړې د مصنوي تنفسي ماشینونو په ګډون ماسک او د ډاکټرانو لپاره محافظتي جامې لري. نور حال د شفیع کریمي په راپور کې چې لېمه هادي یې وړاندې کوي