د ماسک تړلو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان نوې سپارښتنې
د روغتیا نړیوال سازمان د ماسک د تړلو په برخه کې خپله مخکنۍ لارښوونه بدله کړې ده او اوس یې له خلکو غوښتې دي چې په هغو سیمو کې چې کرونا ویروس خپور شوی دی او خلک له یوه بل سره د فاصلې د مراعاتولو په برخه کې مشکل لري ماسک دې وتړي.
پیوستون او یووالی، په امریکا کې د تاوتریخجنو مظاهرو بله څېره
ّپه امریکا کې ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي، خو د مظاهرو بله څېره د مظاهره چیانو او پولیسو پرمنځ پیوستون او یووالی ښيي. مظاهرې د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یوه تورپوستي تر مړینې وروسته پیل شوې. مظاهره چیان د هغه څه پرضد سړکونو ته راوتلي چې دوی یې په ټولنه کې «سیسټماتیک تبعیض» ګڼي.
له بې وزلۍ او جنسي تاوتریخوالي سره د کورونا ویروس تړاو
پر دې موضوع ملالۍ بشير د ملګرو ملتوونو له خوا د ختيځو ولایتونو لپاره د ځوانانو له استازې مقدسې احمدزۍ سره خبرې کړې. مقدسه احمدزۍ په ننګرهار ولایت کې یو خیریه بنسټ هم لري چې له خلکو سره مرستې کوي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
کرونا ویروس په امریکا کې د موږکانو چلند بدل کړی
د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د مخنیوي او وقایې مرکز خبرداری ورکړ چې له دوو میاشتو ډېر وخت وشو چې په دغه هېواد کې د موږکانو په چلند کې بدلون راغلی دی.
په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېره تر چین واوښته
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.
کابل کې د خصوصي ښوونځیو د یو شمېر ښوونکو اعتراض
په کابل ښار کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ښوونکې د قرنطین په ورځو کې د امتیازاتو د نه لرلو له امله شکایتونه لري.
د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو هڅې تر کومه رسېدلي؟
اوسمهال که د نړۍ له روغتیايي ادارو وپوښتل شي چې تر ټولو زیات څه ته اړتیا لري، ښایي ووايي د کرونا ویروس پر ضد واکسین.
د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره د نړیوالو سپورټي لوبو د پیل هڅې ګړندۍ شوي
روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د فوټبال لوبې نندارچیانو ته اجازه ورکوي، هغه هم تر هغې کچې چې د ستډیوم ظرفیت وي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د حکیم الکوزي د درملو لابراتواري ترکیب اعلان کړ
د دې وزارت مرستیال وحید مجروح وایي، کوم درمل چې ښاغلي الکوزي د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته ورکول په ترکیب کې یې ډېره برخه مخدره مواد مورفین، تریاک او ځیني طبي بوټي شامل دي.
په افغانستان کې د سولې د بهیر پر مهال د بشري حقونو وضعیت
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ریسې شهرزاد اکبر سره د ملالۍ بشیر ځانګړې مرکه
د کرونا ویروس د پېښو زیاتوالی او کابل کې د ویټامین لرونکو درملو تود بازار
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د نویو ۷۵۸ پېښو له ثبت خبر ورکوي.
نړۍ کې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره د ۲.۵ ټریلیونو غوښتنه شوې
د نړۍ تر ۲۰۰ زیاتو اوسنیو او پخوانیو پېژندل شویو شخصیتونو، له سترو اقتصادي قدرتونو غوښتنه کړې، چې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې او د دې ستونزې د اقتصادي زیانونو د جبران لپاره ۲ اعشاریه ۵ ټریلیون ډالره ځانګړې کړي.
په امریکا کې مظاهره چیانو ته د ټرمپ د نظامي اقدام خبرداری
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ په دې هیواد کې مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړی چې د لوټ او ورانیو د مخنیوي لپاره یې زرګونه پوځي سرتیري موظف کړي دي. د امریکاڅو ښارونه د تاوتریخوالي څخه د هغو ډکو اعترواضونو شاهد دي چې د یو سپین پوستي پولیس له خوا د یو تورپوستي وګړي له وژل کیدو وروسته راپورته شول.
نړۍ کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر له ۳۷۵ زرو واوښت
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس سترې اقتصادي اغېزې نورې هم روښانه شوې، د نړۍ سیاستوالیې د خلکو د روغتیا د ساتنې او د کاروبارونو د بېرته تدریجي پرانیستو ترمنځ په ستونزمن حالت کې واقع کړي دي.
امرالله صالح: افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو اوج ته د تلو په حال کې دی
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ زره زیات شو په دې هېواد کې اندېښنې مخ پر زیاتېدو شوې.