ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل کې د معترضو ښځو لاریون، «برقع زموږ حجاب نه دی»

کابل کې ځینو معترضو ښځو د طالبانو له خوا د حجاب د اجباري کېدو د فرمان په اعتراض لاریون وکړ. طالبانو تېره شنبه په یوه فرمان کې برقع/ چادري د شرعي حجاب تر ټولو غوره بڼه وبلله او ویې ویل، هر ډول کالي چې بدن پټ کړي، چسپ نه وي حجاب ګڼل کېږي. د طالبانو دغه اقدام د نړیوالې ټولنې عکس العمل هم وپاراوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند له بشري حقونو سرغړونه ده، چې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې زیانمنوي.

10.05.2022 ازادي راډیو

د بشر حقونو سازمان: نړيواله ټولنه دې د افغان ښځو له حقوقو په دفاع کې عملي اقدام وکړي

د بشري حقونو د څار سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې دې یوازې د بیانونو په خپرولو سره نه غندي، بلکې په دې برخه کې دې عملي اقدامات وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږه کونکې ادارې مشرې ویلي، نړیوال مشروعیت او تلپاتې سوله په دې پورې تړلې چې د ښځو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو درناوی وشي.   د بشري حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر حجاب د طالبانو د حکومت له خوا د نویو محدودیت لګولو په اړه اندیښنه ښکاره کړه او د ښځو د حقونو پر ملاتړو هېوادونو یې غږ وکړ چې عملاً دې پر طالبانو فشارونه زیات کړي. د دې سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار تېره شپه آزادي راډیو ته وویل، د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نړیواله ټولنه تر ډېره د ښځو له حقونو څخه سرغړونې د بیانونو په خپرولو سره غندي چې دا د دوی لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.  نوموړې وويل:"موږ له نړیوالې ټولنې جداً غواړو چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د بحران په وړاندې زیات څه ترسره کړي.  موږ داسې احساس کوو چې د اګست له میاشتې راهیسې په ډېرو بیانونو کې د طالبانو اقدامات غندل شوي خو په واقعیت کې په دې برخه کې د هېوادونو ترمنځ یوه درسته همغږې ستراتیژي نده رامنځ ته شوې." هیدر بار په ځانګړي توګه له کاناډا، فرانسې، جرمني، مکسیکو، ناروې او سویډن څخه چې د دې په وینا د ښځینه وو یوه فعاله بهرنۍ پالیسۍ مخ ته وړي، وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ستونزو په وړاندې دې چې په اوس وخت کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو یو جدي بحران بلل کیږي، رامخې ته شي او عملي اقدامات وکړي. نوموړې زیاته کړه، دا هېوادونه چې ادعا کوي په نړۍ کې د ښځو د حقونو مخکښ مدافعان دي، باید عملاً دا وښیي کنه دا پوښتنه راپورته کېږي دغه د ښځینه و مدافعه بهرنۍ پالیسي څه معنا لري.    پر ښځو د حجاب اغوستو په اړه د طالبانو د حکومت د نوي فرمان په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو دهمغږه کونکې ادارې مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن پرون په یوه ټویټ کې وویل چې نړیوال مشروعیت او تلپاتې سوله په دې پورې تړلې چې د ښځو او نجونو او د اقلیت ډلو په ګډون د ټولو وګړو د بشري حقونو درناوی وشي. نوموړې ویلي، ترڅو چې افغانستان بشري مرستو ته اړ وي، مرستندویه ښځینه کارکونکې باید اجازه ولري چې په آزادانه توګه د ژوند ژغورنې چارې مخ ته یوسي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د ښځو په اړه د طالبانو تګلارې د بشري حقونو خلاف عمل دی او له نړیوالې ټولنې سره به د دوی پر اړیکو منفي اغېز وکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تېره شپه آزادي راډیو ته وویل چې د ښځو د حجاب په اړه اندېښنې بې ځایه دي ځکه د ده په وینا په افغانستان کې ښځې ټولې مسلمانې دي او اوس هم حجاب مراعتوي.  نوموړي وويل: "د ښځو د حجاب په اړه اندېښنې پر ځای ندي. اول خو د ښځو حجاب په سلو کې ۹۹ تامین دی، مېرمنې په خپله حجاب کوي، یوه سلنه کې هم که کومې نیمګړتیاوې وي، ورته یوه ښه طرحه وړاندې شوې او مېرمنې خپل انتخاب ته پرېښودل شوي چې څه ډول حجاب وکړي. یوه چادري ده، ټکری دی او بل هم نقاب دی چې معمولاً مېرمنې یې په اسلامي ېکې اغوندي، چې له دغو څخه استفاده وشي."   د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلاسن چې تازه یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو او پوهنې له سرپرست وزیرانو سره سره کتلي، پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې ده د طالبانو چارواکو ته وویل چې د اروپایي اتحادیې د غړیو په منځ کې له ډېرو سره دا شکونه پیدا شوي چې د طالبانو له حکومت سره زموږ تعامل څه نتیجه درلوده. په ځانګړي توګه وروسته له هغې چې طالبانو منځنيو او ثانوي ښوونځیو د بیا پرانيستلو په برخه کې له افغانانو سره د خپلې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلل. خو ښاغلي نیکلاسن داهم ویلي چې د ده په باور د خبرو اترو بندول به یو بد انتخاب وي.

10.05.2022 ازادي راډیو

ستراتیژیست: له بشري حقونو د سرغړونې له امله افغانستان سره نړيوالې مرستې بندې شوي

د نړۍ چاپ ورځپاڼو د افغانستان په باب بېلابېل مطالب خپاره کړي دي چې تر ډېره پورې د طالبانو لخوا د ښځو د حجاب د جبري کولو موضوع باندې تمرکز کړی دی. کارډين: ګارډین د افغان ښځو د حجاب اړوند د طالبانو د وروستي فرمان په اړه مقاله خپره کړې ده او د يوې ښځې په حواله يې لیکلي چې د خپل حجاب د انتخاب حق یې له لاسه ورکړی دی. طالبانو د شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې له مخې يې ښځې باید داسې حجاب واغوندي چې یوازې سترګې يې ښکاره وي. خو د ګارډین په مقاله کې لولو چې پخوا هم افغان ښځو یو ډول حجاب کاوه. لیکوال ویلي چې د کابل په ګډون په ګڼو ښارونو کې ډېری ښځو مخ نه پټاوه. لیکوال وايي، هغه ځوانې ښځې چې مخکې یې هیڅکله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نه دی کړی، د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سره تړاو لرونکو کسانو څخه شکایت کوي. د بېلګې په توګه، د پوهنتون یوې محصلې ګارډین ته ویلي چې څو اوونۍ مخکې د ښاري ټکسي په مخکینۍ څوکۍ کې د کښېناستو له کبله دوه ځلې طالبانو ووهله. دې ویلي، داسې احساس کوي چې ټول هډوکي يې مات شوي دي. د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو امر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ښځو د حقونو یوې فعالې ازادي راډیو ته په خبرو کې د طالبانو دا اقدام د ښځو له بندي کولو سره پرتله کړ. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د طالبانو دا کړنه د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې پر لور یو بل ګام بللی دی. خو طالبانو ویلي دي چې دغه فرمان به عملي کوي. ستراتېژيست: ستراتیژیست خپرونې د افغانستان اقتصاد او بشري مرستو ته پام کړی او په دې اړه یې يوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې راغلي چې د استرالیا حکومت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او اقتصادي بحران د له منځه وړلو په برخه کې د ۴۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې. مقالې یادونه کړې چې استرالیا په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندي د طالبانو د زور زیاتي او له زده کړو او کار څخه د هغوی د مخنیوي اقدامات هم غندلي. وروسته لولو چې ډېری هېوادونو د بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله له افغانستان سره بشري مرستې بندې کړي چې د طالبانو له حکومت په رسمیت پېژندلو ډډه وکړي. په دغو سرغړونو کې د غچ اخیستلو په خاطر د عادي خلکو وژنه، د هغو کسانو په زوره ورکول چې له امریکا او پخواني افغان حکومت سره یې کار کړی یا هغو چې پر طالبانو یې انتقاد کړی، یاد شوي دي. په دې مقاله کې وروسته راغلي چې داسي ښکاري طالبانو ته تر افغانانو پورې د خوراکي موادو د رسولو تر موضوع د ښځو ځپنه ډېره مهمه ده. په داسي حال کې چې د مقالې د لیکوال په باور د طالبانو مشرتابه په افغانستان کې بشري بحران ته ناست او ګوري چې نه یوازې ښځې بلکې ټول افغانان یې زیانمن کړي دي.

10.05.2022 ازادي راډیو

یو شمېر افغانان پر نجونو د فحشا د تورونو پورې کولو اندېښمن کړي

یو شمېر افغانان وايي له یوې خوا د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د تړل کېدو د پرېکړې دوام او له بل لوري په ټلوېزیوني بحثونو کې ظاهرا د طالبانو د ملاتړو له لوري پر افغان نجونو د فحشا د تورونو پورې کولو دوی سخت اندېښمن کړي دي. د عبدالغفار کامیاب په نوم یو کس چې ظاهراً د طالبانو ملاتړی بلل کېږي، څه موده مخکې يې په یو تلوېزیوني بحث کې تور پورې کړ، چې د تېر حکومت پر مهال د ښوونځیو اتیا سلنه نجونو د ټابیلټ کا په نوم نشه راوړونکې ټابلیټ کارول. که څه هم د دې موضوع په اړه په ټولنیزو رسنیو کې له سخت غبرګون وروسته نوموړي بخښنه هم وغوښته خو داسې مهال چې اوبه له ورخه تېرې وې. له دې پېښې څو ورځې وروسته د عبدالجامع جامع په نوم یو بل تن چې دی هم د طالبانو پلوي بلل کېږي په یو ټلویزوني بحث کې د تېر حکومت پر مهال قرغه او پغمان د فشحا مرکزونه وبلل. که څه هم د بحث چلونکي ترې د ثبوت غوښتنه وکړه خو له ښاغلي جامع د بحث تر اخره کوم ثبوت وړاندې نه شو کړی. په دغه شان یوه وروستۍ قضیه کې بیا د مولوي شاه محمد په نوم د طالبانو یوه غړي چې ځان يې د دعوت ارشاد ادارې غړی معرفي کاوه تور پورې کړ چې په افغانستان کې د ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د کابل پوهنتون محصلینو پرتوګونه نه اغوستل. دی ادعا کوي، چې هغه مهال د کابل پوهنتون د ۶۵ زره محصلینو له ډلې يې ۴۱ زره نجونې وې داسې ادعا چې ښايي ځکه ناسم او تهمت وبلل شي چې د ځینو په وینا د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې کله هم د نارینه محصلینو په پرتله د ښځینه محصلینو شمېر نه دی زیات شوی. دا موضوع هم په ټولنیزو رسنیوکې په پراخه کچه وغندل شوه. د افغانستان د ولسي چرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزي وايي، دغه ډول ټول تورونه بې بنسټه دي او باید د نه ثبوت له امله يې تور پورې کوونکو ته سخته سزا ورکړل شي. هغې وویل: "ایا دوی په خپلو سترګو داسې یو څه لیدلي چې وايي يې او کنه یوازې تور پورې کوي، زه فکر کوم همدا يې وخت دی چې باید دوی ثبتونه وړاندې کړي او که داسې نه وي باید تور پورې کوونکو ته سخته سزا ورکړل شي ځکه په دې صورت کې په اصل کې دوی فاسقین دي." یو شمېر افغانان د طالبانو د پلویانو له لوري دغه ډول بې بنسټه تورونو پورې کول پر افغان نجونو ملنډې بولي او وايي د طالبانو حکومت دې په ټلویزیوني بحثونو کې دغه ډول خلکو ته د ګډون اجازه ورنه کړي چې په خپلو بې ځایه ادعا ګانو د افغانانو احساسات ژوبلوي. دوی وايي، د طالبانو پلویان غواړي چې په دې ډول څرګندونو سره د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د تړل کېدو موضوع توجیه کړي. د کابل ښار اوسېدونکې هیلۍ چې په همدې ښار کې يې تر دولسمه زده کړي کړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د ښوونځي په وخت کې دومره محدود وو چې ان ښوونځيو د ښځینه مسوولینو له لوري به زموږ جرابې کتل کېدې چې کوم رنګ دی، غوښتنه به داوه چې باید شوخ رنګ ونه اوسي، د ټابلیټ کا او نشه راوړنکو توکو استعمال خو ډېره لیرې خبره ده، او هغه مهال ټابلیټ کا اصلا چا پېژندله هم نه، خو اصلا طالبان چې دغه ډول تورونه پوري کوي دوی غواړي په دې سره د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل توجیه کړی چې اصلا دا د توجیه وړ ځکه نه ده چې هغه وخت دغسې کوم څه نه وو." د دغه ښار یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې خپور شي بیا له طالبانو غواړي چې د نجونو ښوونځي دې تړلي پاتې شي خو لږ ترلږه په افغان نجونو دې دغه ډول بنسټه تورونه نه پوري کوي. هغه وویل: "دا دوه تاوانونه لري، یو خو دا چې د فرښتو په شان په پاکو افغان نجونو دغه ډول بې بنسټه تورونه پورې کېږي، بل دا چې د طالبانو د نظام په اړه ستونزې پیدا کوي ځکه چې خلک په نظام بې باوره کېږي او فکر کوي چې د دوی ټول نظام همدغسې په دروغو او افواهاتو روان دی، پکار خو داده چې ښوونځي دې تړلي وي خیر دی خو غوښتنه کوو چې زموږ په لوڼو دې دغه ډول سپک تورونه نه پورې کېږي." خو د طالبانو حکومت وايي، په تلوېزیوني بحثونو کې په افغان نجونو تور پورې کوونکي د دوی غړي نه دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: "هغه کسان چې په تلویزیوني بحثونو کې داسې څرګندونې چې سپکونکې وي کوي چې د افغانانو په ذهن يې يې بد اثر کړی دی، اصلا دا خلک د اسلامي امارت استازي نه دي، که تاسې دوی ټول تعقیب کړئ دوی یو هم زموږ غړي نه دي او نه هم کومه رسمي دنده لري بلکې عام خلک دي خپل تحلیل يې کړی دی، خو د خلکو اندېښنه موږ هم درک کړې ده او دې خلکو ته ویل شوي چې له دغه ډول څرګندونو باید ډډه وشي او مسوول ارګانونه به هم په دې اړه خپل مسوولیت ترسره کړي." خو دا چې ولې دغه ډول خلکو ته سزا نه ورکول کېږي ښاغلی مجاهد يې په اړه څه نه وايي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو لا هم له شپږو ټولګیو پورته د نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې. د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي دي، چې د ښوونځيو د پرانېستو په اړه د خپل مشرتابه حکم ته انتظار باسي.

09.05.2022 ازادي راډیو

د حجاب اجباري طرحه؛ د بشري حقونو د څار سازمان د بېړنۍ غونډې د جوړولو وړانديز کړی

پر ښځو د حجاب د اجباري کولو په اړه د طالبانو تازه طرحې په افغانستان کې دننه او بهر د ګڼو کسانو عکس العملونه پارولي دي.  د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدر بار په افغانستان کې پر ښځو د حجاب د اجباري کېدو په اړه د طالبانو د حکومت پر تازه سپارښتنو انتقاد وکړ. نوموړي ويلي:"د طالبانو دا تازه فرمان د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د جدي سرغړونو د لړۍ وروستی مورد دی. دا په بېړه د نړیوالې ټولنې ځوابي اقدام ته اړتیا پېښوي." د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه فرمان کې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.  دغه وزارت د حجاب د جبري کېدو په اړه یوه طرحه هم جوړه کړې او په کې لیکل شوي: "د مسلمانو، اصیلو او بالغو ښځو لپاره حجاب رعایت کول فرض او ضروري دي." د میدان ښار، پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، نه پوهېږي چې طالبانو ولې هرڅه یوازې د ښځو په ظاهري بڼې پورې محدود کړي دي. نوموړې وايي:"زه خو نوره افغانستان کې د نننیو ملایانو دې مذهب ته حیرانه پاتې یم چې ولې جنت او دوزخ، عزت او بې عزتي، ننګ او بې ننګي، دین او بې دیني دغه راز اسلام او کفر ټول یوازې زموږ په پلو او کالیو پورې تړي؟ او که دا ټول ریښتیا موږ پورې تړلي وي، نو بیا دوی د څه بلا لپاره لا هم ژوند کوي؟ هرڅه خو موږ یو."  د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وړاندیز کوي، په دې اړه باید د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه یو ګډ چلند خپل کړي.  نوموړې ويلي:"د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه باید یوه بېړنۍ غونډه راوبولي څو د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه کړي. په دې تګلاره او پلان کې دې څارنه او مجازات شامل وي."  د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چې یو وخت د ښځو چارو وزارت و او پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو سره یې فعالیت پیل کړی، پر ښځو د حجاب د اجباري کولو طرحه په داسې حال کې تطبیقوي، چې د ډېرو په باور په افغانستان کې چې یوه دودیزه ټولنه ده له وړاندې ښځو حجاب رعایت کاوه.  په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر وان برانت (Von Brandt)  هم د طالبانو پر دغه فرمان انتقاد کړی او وايي د دې پرځای چې طالبان واقعي چلنجونو لکه خوړو، روغتیا، تعلیم او اقتصاد ته پام وکړي، د ښځو حجاب ورته مهم ښکاره شوی دی.   په افغانستان کې تر دې مخکې هم پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه لګول شوي، چې د سیمې او نړۍ په سطحه یې عکس العملونه پارولي دي.   ګڼې ښځې له دولتي ادارو له کار کولو منع شوي، نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري او ښځې له محرم پرته په الوتکو کې سفر نه شي کولی. 

08.05.2022 ازادي راډیو

د نړۍ ستر صنعتي هېوادونه اوکراین سره د مرستو زياتولو په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران به سبا د اوکراین له ولسمشر سره دې هېواد ته د خپلو د مرستو د زیاتولو په اړه خبرې وکړي. سپینې ماڼۍ تایید کړې ده، چې د نړۍ د اوو پرمختللو اقتصادي قدرتونو مشران به سبا د مې په اتمه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په آنلاین غونډه کې خبرې وکړي. د جګړې وروستي پرمختګونه او اوکراین ته د نورو مرستو چمتو کول به د دې غونډې د اجنډا په سر کې وي. د امریکا د ملي امنیت د شورا یوه ویاند ویلي، چې د جي اوه ډلې مشران غواړي د اوکراین د ملاتړ په مسئله کې واحد دریځ وښيي. سپینه ماڼۍ وايي، پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله د جي اوه ډلې غړي هېوادونو تراوسه له دې هېواد سره میلیاردونه ډالره بشري مرسته کړې ده. ولسمشر زیلینسکي پرون وویل، چې د روسیې د یرغل له کبله اوکراین ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي. هغه زیاته کړه: "اوکراین د خپلې بودجې د کسر د جبران لپاره په میاشت کې اوه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د شوي اټکل له مخې یوازې د روسیې په حملو کې د ویجاړو شویو ځایونو د رغونې لپاره څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا شته. په همدې ډول ټول تخمین کولای شئ. نو ځکه له اوکراین سره هره مرسته خورا مهمه ده." په جي اوه ډله کې متحدایالات، برتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا غړیتوب لري. روسیه هم د دې ډلې چې پخوا د جي اته په نوم یادېده غړې وه، خو په ۲۰۱۴ کال کې، د اوکراین پر ختیځ له یرغل وروسته یې په دې ډله کې غړیتوب وځنډول شو.

07.05.2022 ازادي راډیو

کابل کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی

په کابل کې د افغان جاپان په نوم د کرونا ناروغۍ د درملنې د یواځیني روغتون مسوولين وايي، د اختر په ورځو کې په دې روغتون کې د کوېډ ۱۹ د ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د تېرو کلونو په څېر د سږني اختر په ورځو کې هم په افغانانو کې د کرونا ناروغي ډېره شوې ده. په کابل کې د دغه ناروغۍ د درملنې د یواځیني روغتون افغان جاپان مسوولینو ازادي راډيو ته وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې دغه روغتون ته زیات ناروغان ور وړل شوي دي. د دغه روغتون سرطبیب ډاکتر طارق اکبري وايي، په تېرو دوه اونیو کې په کابل کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی. هغه زیاته کړه: "د اختر په درې ورځو د کرونا د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دی، هره ورځ له له لسو تر پنځلسو مثبتې پېښې لرو، خو لویه ستونزه دلته داده چې خلک مراجعه نه کوي چې په روغتون کې خپل ټېسټ وکړي، کنه پېښې ښايي ډېرې زیاتې وي." د دغه روغتون مسوولین د خلکو له لوري کرونا ناروغۍ ته د نه پاملرنې له امله اندېښمن دي. اکبري وویل، اوسمهال ډېر کم شمېر افغانان د کرونا د ناروغۍ پر مهال روغتون ته مراجعه کوي.  خو یو شمېر ولسي افغانان وروستۍ بېوزلۍ او د ناامنیو پېښو ته په اشارې سره وايي، چې په دې برخه کې د افغانانو اندېښنې دومره زیاتي دي چې کرونا يې هېره کړې ده. د کابل اوسېدونکی محمد اقبال وویل: "له بده مرغه په افغانستان کې د بېوزلۍ تر څنګ د ناامنیو وروستۍ پېښو له خلکو کرونا هېره کړې ده، خو مهمه دا ده چې خلک باید پام وکړي."  د ننګرهار اوسېدونکی شباب شینواری هم ورته خبره کوي، خو له خلکو غواړي چې کرونا ته باید جدي پام وکړي.  هغه وویل: "دا چې اوس تازه کوچنی اختر هم تېر شوی دی، نو اړتیا ده چې که څوک نښې نښانې په ځان کې ګوري باید د کرونا ټېسټونه وکړي ځکه د کرونا دا اوسنی ډول چې اومیکرون نومېږي ډېر خطرناک دی، خلک باید کرونا ته په جدي ډول پام وکړي." که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې اړه زموږ اړیکې ځواب نه کړې خو له اختر وړاندې يې ویلي وو چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله نن د مئ تر څلورمې نېټې په دې هېواد کې ۱۷۸ زره ۹۰۱ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۷۶۸۳ کسان مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې نن د مې پنځمه د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده، د روغتيايي سپارښتنو پر بنسټ د لاس مینځل د کرونا د لا پراختیا مخه نیسي. که څه هم په تېرو کلونو کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ د پاکوالي د فرهنګ د غوړېدا او د کرونا د لا خپراوي د مخنیوي په هدف نمانځل کېده، خو اوس چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت لا معلومه نه ده چې دوی د دغه ورځې د نمانځنې اړه کومه ځانګړې برنامه لري او کنه. 

05.05.2022 ازادي راډیو

غزني کې د اختر مېلې؛ جالبې لوبې نندارې ته وړاندې شوې

ټراکټور په غاښونو کښول، پر ځان خېژول، موټرسایکل په غاښونو نیول، پر خېټه ډبره ماتول او ډېرې نورې لوبې په غزني کې د یوې مېلې په ترڅ کې ننداره شوې. مېله د سې شنبې په ورځ د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې ترسره شوه چې سلګونه خلک ورته راغلي وو. نقیب الله پالوان چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د خالو خیلو کلي اوسېدونکی دی، یاده مېله کې یې د پهلوانۍډول ډول لوبې ترسره کړې. د ښاغلي نقیب الله له لوري ټراکټور په غاښونو کښول، پر خپله ملا تېرول، موټرسایکل په غاښونو نیول او پر خېټه ډبره ماتول لوبې ترسره شوې. نوموړی وايي، دغه لوبې د خلکو د خوشحالولو او بوخت ساتلو لپاره ترسره کوي. نوموړي وويل: 'ما تقریبا په شل، پنځه ویشت کاله کې ډېر زیات تمرینونه کړي دي، لومړی مې د کامپو ورزش کړی، له هغه وروسته مې دغه د پهلوانۍ حرکتونه پیل کړي دي، زه په خپله د کامپو استاد یم، پنځه کاله مې بدن جوړونه هم کړې ده، دا حرکتونه مې ټول په ایران کې کړي دي، زه په دغه لوبو کې د هر خط مقام هم لرم او شهادت نامې یې هم راکړې دي." نقیب الله پهلوان وايي د طالبانو له دوهم ځلې واکمنېدو وروسته د خپلې ولسوالۍ بازار ته ځي، ترڅو د ځان په ډول نور کسان هم وروزي، چې دغه ځوانان له نشو کولو او ناسمو کارونو څخه راوګرځي او ورزش ته پام واړوي. نوموړی وايي ډېری کلونه یې خپلې مېلې او پروګرامونه ځنډولي وو، خو اوس غواړي چې نورو ځایونو ته هم لاړ شي او پهلواني وکړي. نوموړي وويل: "مخکې مې ډېرې لوبې نه شوای کولای، په دې ډاریدم چې هسې نه د لوبې په میدان کې چاودنه وشي، نور خلک په راسره خوږ شي، اوس مې بېرته دغه حرکتونه پیل کړي دي." يو شمېر هغه کسان چې دغه مېلې ته راغلي وو، خوشحاله دي او وايي له تفریح او نندارې یې خوند واخیست. محمدامین چې یادې مېلې ته راغلی وايي،دغه و پروګرامونه د ځوانانو لپاره ګټور دي او ځوانان له نشو او نورو ناسمو کارونو څخه را ګرځوي. نوموړی وايي: "دا ډول نندارې او پروګرامونه د هر ځوان لپاره ډېره ګټه رسوي، مثلا له نشو یې راګرځوي، له بې کاره لارو، له بې کاره کارونو یې راګرځوي، ورزش ښه شی دی، دا داسې نړۍ ده چې هر سړی ورتلی شي، ورزش په لسګونو نورې ګټې هم رسوي." دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې سږنی اختر د نورو کلونه په پرتله بېخونده او کمرنګه بلل کېده.  

04.05.2022 ازادي راډیو

طالبانو په هرات کې ښځې د موټر له زده کړو منع کړي

طالبانو په هرات کې د موټر د زده کړو مرکزونو ته لارښوونه کړې ده چې نور دې نه ښځې روزي، او نه دې لایسنس ورکوي. په هرات کې د موټر د زده کړې د یوه مرکز څښتنې عادلې عدیل فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو له چارواکو څخه یې دا دستور ترلاسه کړی دی. د هرات په ښار کې د ترافیک رییس جان اقا اڅکزی وایي چې دوی د ممانعت خبره شفاهي کړې ده. د دې سربیره یوشمیر ښځې لاهم په هرات کې موټر چلوي، په دې راپور کې له دې میرمنو سره خبرې شوې دي.

03.05.2022 ازادي راډیو

د کابل د پرونۍ چاودنې شاهدانو څه لیدلي؟

د کابل د دارالامان سیمې د علاالدین په درې لاره کې د خلیفه صاحب په جومات کې برید د رسمي ارقامو له مخې لس کسان وژلي خو د جومات خطیب سید فاضل آغا ویلي چې په پېښه کې ۵۰ کسان وژل شوي. اروپايي ټولنې د دې حملې په غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د ټولو افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ دی. دې ټولنې په یوه بیان کې ویلي دي چې ترهګري په هېڅ دین او مذهب کې ځان نلري. اروپايي ټولنې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د هېواد د وګړو امنیت خوندي کړي او د وروستیو حملو له عاملانو سره حساب کتاب وکړي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ او نورو دولتونو او نړیوالو موسسو هم دا او د تېرو ورځو حملې غندلي او د هغو د سمدستي بندېدو غوښتنه ېې کړې. د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي دي چې ټول دولتونه د تروریزم د هرې بڼې په ځپلو مکلف دي.

30.04.2022 ازادي راډیو

ځينې ښځينه افغان کارکوونکې: د دندو برخلیک مو نامعلوم دى

د افغانستان په دولتي ادارو کې ښځینه کارکونکې شکایت کوي، چې د کار برخلیک يې نامعلوم دی. یلدا د هرات ولایت د څارنوالۍ د ریاست کارکوونکې ده، خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ راهیسې ورته دفتر ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې. هغه چې اوس هم له دې ادارې معاش اخلي، وايي له اتو مياشتو راهيسې يې دا او نورې همکارانې يې د کار په برخه کې بې سرنوشته دي او د دوی د پرلپسې غوښتنو سره سره يې د طالبانو له لوري د کار د پیل مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه زياتوي: "زه څارنواله وم، د اسلامي امارت له راتګ راهیسې دوی زموږ معاشونه راکوي. موږ هیله لرو چې ښځو ته د نارینه وو ترڅنګ د کار اجازه هم ورکړل شي." د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبانو په ملکي او نظامي بستونو کې کې د میرمنو د کار کولو مخه نیولې ده. خو په ښکاره ډول د یلدا په څېر هرڅوک له کار پرته معاش ترلاسه کولو فرصت نه لري. زیبا افغان په کابل کې د یوه وزارت کارکوونکې ده. هغې ته په تېرو اتو مياشتو کې نه د کار اجازه ورکړل شوې او نه يې هم معاش ترلاسه کړی دی. زیبا په ټولنه کې د مېرمنو اړتیا ته په اشارې سره د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي. نوموړې وویل: "موږ په دې اړه ډېرې منډې ترړې ووهلې، څو ځل لاړو څو معلومه کړو چې بلاخره زموو سرنوشت څنګه کېږي خو هېڅ معلومات ونه شو، موږ ته د څو میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي، دوی یوازې دومره وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د کار اجازه نه لرئ باید انتظار وکړئ." طالبانو په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د برخلیک په اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ خو مخکې يې ویلي وو چې د ښځو لپاره د کار مصئون او خوندي چاپېریال رامنځته کوي. د پخواني حکومت د شمېرو له مخې په سلو کې ۳۰ دولتي کارکوونکي مېرمنې وې، چې ډېری یې ښوونکې وې، خو د طالبانو له حاکمیت سره سم دغه مېرمنې په کورونو کېنول شوې.

29.04.2022 ازادي راډیو

د «غويي اتمه» دېرش کلنه شوه

له نن څخه دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله په مشرۍ حکومت چې د پخواني شوروي اتحاد ملاتړ يې درلود نسکور شو او مجاهدين واک ته ورسېدل. دا ورځ مجاهدينو د پخواني شوروي او د شوروي ملاتړ لرونکيو افغان نظامونو پر وړاندې د خپلې بريا د ورځې په توګه ولمانځله. خو د دې لمانځنې څخه ډېر وخت نه و وتلی چې دوی په خپلو کې په بې سارې کورنۍ جګړې واوښتل. نور په دې راپور کې:

28.04.2022 ازادي راډیو

طالبان: د نجونو ښوونځیو په اړه د بهرنيانو فرمایشونه او فشارونه نه منو

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وایي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني. وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت په ادرس له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو غبرګونونه تېز شول، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په دې برخه کې دوی د هېڅ یو بهرني هېواد فرمایشونه او فشارونو ته غاړه نه ږدي. د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي. هغه زیاته کړه: "اسلامي امارت که نجونو ته د تعلیم اجازه ورکوي یا دا اجازه ځنډوي، د خپلې پالیسۍ او مصالحو په اساس یې کوي، په دې اړه د خارجي جهتونو چې کوم فرمایشونه دي، یا هغوی کوم فشارونه واردوي او اخطارونه ورکوي دا هېڅ اهمیت نه لري، دا کوم منطقي اړخ نه لري، اسلامي امارت دلته د یو مستقل نظام په توګه د خپلو مصالحو او خلکو په حقونو تر بهرنیو جهتونو ښه پوهېږي." ښاغلی ریان وایي، چې د دوی حکومت په ټولو نورو برخو کې د ښو مشورو ورکړې او همکاریو ته اړتیا لري، خو په خبره یې د دوی ګواښونه ورته د منلو نه دي. نوموړی دا خبره وروسته له هغې کوي، چې د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري امریکا غږ سره په یوه مرکه ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندوالي په اړه باید له طالبانو سره جدي حساب وشي. طالبانو له دې وړاندې ازادي راډیو خبرو کې ویلي وو، چې له ۶ ټولګیو پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانېسته به د دوی د مشرتابه تر امر ثاني پورې ځنډولي وي. ظاهراً طالبانو د دې پرېکړې لامل، د نجونو زده کوونکو او ښځینه ښوونکو د لباس یا جامې لپاره د طرحې جوړول یاد کړی وو.  پرون چهارشنبه د بشري حقونو د څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په بلخ ولایت کې د نجونو د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که د جامو په اړه سخت مقررات رعایت نه کړي، ښوونځي به یې بند کړل شي. د تېر کال د اګسټ له میاشتې راپه دې خوا، چې طالبان واک ته رسېدلي، په بلخ کې د نجونو لېسې او نور ښوونځي نه دي تړل شوي.

28.04.2022 ازادي راډیو

څنګه نارینه د کور ښځینه‌و ته د زده کړو فرصت برابرولی شي؟

په افغانستان کې مخکې هم د نجونو او مېرمنو لپاره د زده کړو ډېر فرصتونه نه وو، په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښوونځي او پوهنتونونه نه وو او که وو هم، ډېر کله د کور نارینه‌و نجونې او مېرمنې نه ور پرېښودلې. د ځوان فکر په خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ولې ځینې نارینه د خپل کور د نجونو او مېرمنو د زده کړو په وړاندې بې تفاوته دي؟ یا حتا مخه یې نیسي؟ په دې به هم له خپلو مېلمنو سره وغږېږو چې څنګه کېدلای شي نارینه د خپل کور نجونې او مېرمنې لوړو زده کړو ته وهڅوي او فرصت ورته برابر کړي؟ د خپرونې مېلمانه مو رحمانیه سحر او ورور یې شفیق الله سحر دي چې ورور او د کورنۍ نورو نارینه و یې د زده کړو په برخه کې ډېره مرسته ورسره کړې ده، مدني فعاله ډاکتره عزیزه وطنوال عزیزي او د کتاب لوست بنسټ مشر ادریس سیاوش دي. د ځوان فکر خپرونه د لاندې غږیز فایل په کلېک کولو سره اورېدلای شئ:  

28.04.2022 ازادي راډیو

ډاکتران: د ماشومانو د زېږون ترمنځ واټن مراعتول ګڼې ستونزې کموي

په کندز ولایت کې یو شمېر ډاکتران وایي، کورنۍ باید د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي او فاصله نه مراعتول د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي او پردې سربېره کورنۍ له بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ستونز سره هم لاس او ګریوان کېږي. د کندز د حوزوي روغتون یو شمېر ډاکتران له ټولو کورنیو غوښتنه کوي، چې د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي، ځکه زیات شمېر ميندې د کورنۍ فشار او د دودېزو مسایلو له کبله د زېږون ترمنځ فاصله نه مراعتوي، چې له امله ډېرې وخت ميندې د زېږون پرمهال خپل ژوند او یا هم ماشوم له لاسه ورکوي. د کندز د حوزوې روغتون د زېږون د څانګې متخصصې ډاکترې آمنې موسی زۍ په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن نه مراعتول د ميندو د ویني فشار زیاتېږي، د ولادت په وخت کې ډېره وینه ضایعه کوي، چې د دوی د کمزوری او مړینې سبب کېږي، پردې سربېره ماشوم ته شيدې نه شي ورکولي او کله چې ماشوم د مور له شيدو محروم شې په خوارځواکي اخته کېږي." د ډاکترانو د خبرو له مخې، چې د پرله پسې زېږون له امله ميندې خپل ځواکمنتیا له لاسه ورکوي، د وینې کموالي او د زړه ناروغۍ ورته پېدا کېږي او پردې سربېره کوچنیان یې له فکري او جسمې اړخه هم کمزورې وي. د حوزوي روغتون د زېږون د څانګې یوې بلې ډاکترې مرادګل قادري وویل: "کومې ښځي چې دلته د زېږون لپاره مراجعه کوي له ولادت وروسته موږ ورته پوهاوى او مشوره ورکوو، چې د کورنۍ تنظیم پلان مراعت کړي. باید د حاملګۍ ضد ګولۍ او پيچكاری وکاروي او له نورو صحي مېتودونو کار واخلي څو لږ تر لږه زېږون ترمنځ دوه کاله فاصله رامنځته شي." د کندز پوهنتون استاده فرزانه وايي، د اولادونو ترمنځ واټن نه مراعتول له امله کورنۍ د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته رسېدنه نه شي کولاى. هغه وايي:"زیات شمېر کورنۍ د اولادونو ترمنځ فاصلې ته پام نه کوي چې له امله خپل ژوند تريخوي ځکه د زېږون ترمنځ واټن نه مراعتول د دې سبب کېږي، چې موږ خپل ماشوم ته محبت او مينه نه شي ورکولى او پر دې سربېره د ماشوم، خوراک، څښاک، روغتیا، پوښاک او ښوونې او روزنې ته هم رسېدنه نه شي کولى." دینی عالمان بیا وايي، چې مور بايدپوره دوه كاله خپل ماشوم ته شيدې وركړي، ځکه دا مسئله خپله د زېږون تر منځ واټن رامنځته کوي. د روغتیايي کارکوونکو په خبره، که کورنۍ د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونيسي، هم به مور او هم به يې ماشوم له ښې روغتيا برخمن وي او هم به له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره نه مخامخ کېږي.

28.04.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more