ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ معصومه باک

معصومه باک یمه، د غزني ولایت اوسېدونکې او د غزني ولایت په جهان ملکه لېسه کې د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکې. موخه هره ورځ هغه وخت شروع کېده کله به چې سهار لمر څرک وهه، زموږ تګ یوازې له کوره تر ښوونځي نه‌وو په دې کار سره مو د وطن هیلې رڼولې دا زموږ حق وو چې په دې موخه کې باید هېڅ ستونزه ونه‌لرو، موږ د دې وطن اولادونه وو، موږ هغه وخت چې ټولې نجونې د ښوونځي په لور روانې وو د ټولو هیلې به زما په څېر ژوندۍ وې. منظم مهال‌وېش، د موخو لاسته راوړل، ډاکتره کېدل او خپلو خلکو ته کار کول غوره ژوند و. کله چی هیلې دې ژوندۍ بڼه ولري له بده مرغه هر څه بدل شوو، هر څه مخ واړاوه، هیلې ړنګې شوې، رڼا ورځې اوس نه‌شته موږ تر یو لوی ذهني فشار لاندې یو، دا هر څه په ویلو هم ډېر سخته دي، خو بیا هم له بده مرغه موږ هره ورځ اوس داسې ژوند کوو. اوس د خوب بستر ته تلل یو بې‌هدفه، بې‌هیلو، بې‌ارمانونو ګنل کېږي د سهار پاڅېدل بې‌رنګه شوی. موږ چې هر سهار سترګې وغړولې نه هدف وینو نه مخ ته تګ، نه مهالوېش نه هم ژوندۍ هیلې. دا احساس ډېر بد ده، خو له بده مرغه موږ داسې حالت په سترګو وینو او تېروو یې. ټولو ته سخته ده چې د ښوونځي نجونې په کور کې کېني، زموږ د سترګو وړاندې ایښي کتابونه موږ لا ځوروې، د تېرو وختونو یادول مو لا ځوروي، موږ ډېر سخت حالت کې یو. موږ وینو چې زموږ مېرمنو راتلونکی ورانېږي، موږ وینو چې موږ بیا ړندېږو، موږ وینو چې نسل مو بې‌تعلیمه پاتې کېږي. یو موږ نه‌یو ډېری د ټولو مېرمنو هیلې دې ته ورته یا هم تر دې بدتره سخت حالت لري. هغه وخت چې ښوونځي ته به تلو له هرې ممکنه لارې مو ګټه واخيسته چې نورې مېرمنې هم تعليم ته وهڅوو، موږ دا کار وکه، د رسنیو له لارې، مخامخ د خبرو له لارې، موږ کار کاوه تر څو د مېرمنو ستونزې حل شي اوس هر څه بدل شوو اوس هېڅ هم نه‌شته.

13.08.2022 ازادي راډیو

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ حمیده

حمیده یمه د غزني په جهان ملکه لېسه کې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې. موږ افغانې نجونې تل خپل قسمت ځورولې او ژړولې یو. د نړۍ نجونې ښوونځیو ته ځي، درسونه وايي، زده‌کړې کوي، خپل هدفونه ټاکي، خو زموږ قسمتونه خوار دي، داسې څوک راباندې مسلط شوي چې خپل حق نه‌راکوي، مکتبونو ته مو نه‌پرېږدي، هغوی غواړي چې زموږ راتلونکی تیاره کړي. کله چې زموږ مکتبونه خلاص وو، موږ به سهار وختي له خوبه پاڅېدو، د کور ځیني اړین کارونه به مو کول، مکتب ته د تلو تیاری به مو نیوی، د کتابونو، کتابچو او قلمونو په راټولولو بوختې وو، خو اوس هغسې نه‌ده. موږ به یو وخت سهار په یوه هیله له خوبه راپاڅېدو، د ټاکلي هدف لپاره به موږ هڅې پیلولې، موږ به د رڼا پر لور ګامونه اخیستل، خو اوس نهیلې راپورته کېږو، نهیلې ورځ سبا کوو او نهیلی ژوند کوو. زه اوس په کور کې د ځینو کتابونو مطالعه کوم او د کور په کارونو بوخته یمه. د نورو نجونو ترڅنګ ما په ژوند کې ډېر امېدونه لرل، خو داسې ښکارېږي چې هغه ارمانونه او هیلې مې خاورې شوې. ما غوښتل ۱۲م خلاص کړم، بیا لوړې زده‌کړې وکړم، وروسته یوه ښوونکې سمه، یوه ښکلې نړۍ وروزم، خو اوس د کور په څلورو دېوالونو کې بنده پاته یمه. زه خپل راتلونکي ته حیرانه یمه چې څه کړمه. خو بیا هم امېد شته چې طالبان به خامخا موږ ته د زده‌کړو کولو اجازه راکوي او موږ به بیا د رڼا پر لور خپل منزل ته مزل وهو.

13.08.2022 ازادي راډیو

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ هدیه

سلامونه! زه هدیه نومېږم، د نجونو د یوې لېسې د ۱۰م ټولګي زده‌کوونکې یم. نږدې یو کال کېږي چې ښوونځي ته نه‌یم تللې، له هغه وروسته چې ښوونځي مو تړل شوي، له خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره هم اړیکه نه‌لرم، خو کور ته نږدې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې کله کله وینم او د ښوونځي په باب ورسره د زړه خواله کوم. هغوی هم ډېرې مأیوسه دي او نه‌پوهېږي چې د اووم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځي به کله پيلېږي؟ له اتم ټولګي څخه وروسته زموږ درسونه ډېر ښه شوي و، ښوونکې مو ښځې وې، هغوی ډېر ښه تدریس کولای شو. زموږ ساینسي مضمونونه ډېر ښه زده کېدل، د سهار له ۷نیمو بجو څخه د غرمې تر ۱۲نیمو بجو به په ښوونځي کې وو. ښوونکو به کورنۍ وظیفه راکوله چې د شپې تر ناوخته به په هغې لګیا وو. د سبا ورځې لوستونو ته به مو پوره تیاری نیوه، زموږ په ټولګي کې د شااوخوا ۱۰ نجونو ترمنځ سخت رقابت روان وو، کورنۍ مو زموږ راتلونکې ته ډېرې متوجې وې. د کور کارونو کې مو ونډه لږه وه، د کور په برخه کې ډېر کارونه مې مور او مشرې خور په غاړه اخیستي وو. اوس چې زموږ د ښوونځي رخصتۍ ډېرې اوږدې شوې دي، نو د پخوا په شان د کتاب په لوستلو کې خوند نه‌دی پاتې شوی، پخوا مې چې راتلونکې ته کومې هیلې په زړه کې درلودې، اوس مې په راتلونکي هېڅ باور نه‌دی پاتې شوی. خپلو ټولګیوالو، نورو نجونو او هغو ښځو ته چې وظیفې يې دلاسه ورکړي، ټولو ته ځورېږم. په دې هیله یم چې یوه ورځ بیا زموږ د ښوونځي د درسي ساعت زنګ په کړنګېدو شي، هیلې مو بېرته وغوړېږي او د خپل ځان، پلار او مور دا هیله به پوره کړم چې ډاکتره شم او د ناروغانو درملنه وکړم. په درناوي، هدیه

13.08.2022 ازادي راډیو

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ شریفه

زه مخکې د ښوونځي زده‌کوونکې وم. مکتب ته تللم هره ورځ. ځان سره مې ډېرې هیلې درلودلې چې زه به په راتلونکي کې یوه ښه ښوونکې شمه. یوه ښه ډاکتره شم او خپل راتلونکي او نوي نسل ته خدمت وکړم. هم به کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړم او هم به خپل وطن ته خدمت وکړم، خو اوس چې کله زه جګېږمه زه راتلونکې ته هېڅ هیله نه‌لرم. ما ته زما ټولې هیلې مړې شوې دي. ژوند خو ټول په هیله کېږي. اوس چې کله زه هیله نه‌لرم ما ته ټول ژوند ناامېده شوی دی، اوس ژوند راته هېڅ معنی نه‌لري. زه فقط دعا کوم چې بېرته زموږ مکتبونه خلاص شي او موږ وکولای شو بېرته راتلونکي ته هیله‌منې شو او ژوند ته امېد پیدا کړو. خپل ټولګیوال بېرته ووینو، خپل ښوونکي بېرته ووینو. لاړ شو هره ورځ مکتب ته او یو نوی شی له خپل استاد او ټولګیوالو څخه زده کړو.

13.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت د 'يو کلن کېدو' له امله افغان مېرمنو اسلام اباد کې اعتراضونه پيل کړي

یو شمېر افغان مېرمنو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یو کلن کېدو له امله په اعتراض لاس پورې کړ. اعتراض کوونکې وایي د طالبانو په تېر یو کلنه واکمنۍ کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي. دوی په خپلو شعارونو کې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندلو غوښتنې کولې. دغو اعتراض کوونکو مېرمنو وویل د ننني اعتراض هدف یې د طالبانو د یو کلنې واکمنۍ او د د دوی له لوري افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د نقض پر ضد دی. د دغو اعتراض کوونکو له ډلې فضیله غفوري د اګسټ ۱۵ نېټه د طالبان په لاس د افغانستان د سقوط ورځ د دغه هېواد په تاریخ کې توره ورځ بولي وایي د طالبانو د جنایتونو پر ضد یې دا اعتراض کړی دی. فضیلې ازادي راډیو ته وویل: "ښځې اسلام اباد کې راټولې شوې او یو لاریون یې ترسره کړ د دې لپاره چې طالبانو په تېر یو کال کې په افغانستان کې وژنې او جنایتونه کړي دي، د ښځو صلاحیتونه یې سلب کړل او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازه وتړلې، په افغانستان کې نسل وژنه، ترور او وژنې یې وکړې نن د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره توره ورځ ده." افغان معترضو ښځو په داسې حال کې په اسلام اباد کې د "طالبانو ته نه، ترهګرو ته نه او ترهګر پالو ته نه" شعارونه ورکړل چې دوشنبه د اګسټ پنځلسمه د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط له ورځې سره برابره ده. له هغو وروسته څو ځلې طالبان له پاکستانه د حکومتي چارو د لارښوونو په اخیستو تورن شوي او له پاکستان سره د طالبانو پر نږدې اړیکو پرې تل تُندې نیوکې شوې دي. په دې وروستیو کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې المانۍ رسنۍ شپېګل سره په مرکه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو لامل پاکستان بللی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو پر زیاتره کار کولو سربېره یې د محدوديتونو ترڅنګ پر ښځو حجاب لازمي کړ. که څه هم د دغو اعتراض کوونکو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو له دې مخکې یې دغه ډول تورنه رد کړي او ویلي یې دي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په اساس رعایت کړي - هغه څه چې د خپلې یوې کلنې واکمنۍ سره یې تر دې دمه مشخص تعریف کړي نه دي. په اسلام اباد کې د اعتراض کوونکو ښځو له ډلې فوزيه وحدت وايي، سره له دې چې نړيوالې ټولنې افغان مېرمنې هېرې کړي او د تېر کال د حالاتو په اړه يې چوپه خوله پاتې ده، خو افغان مېرمنې به مبارزې ته دوام ورکړي. نوموړې وويل: "ملګري ملتونه د ټولې نړۍ په توګه د طالبانو او دغې تروریستي ډلې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي او دا خلک یې یوازې پریښي، زموږ غوښتنه دا وه چې موږ باید د دې ترهګرې ډلې پر وړاندې یوازې پاتې نه شو، کله چې موږ جګړه کوو، نړیوالې ټولنې په رسمیت وپېژانده. طالبان شل کاله د ترورېست په توګه و خو نن زموږ په جغرافیه کې د دجال په څېر له دغې ترهګرې ډلې سره یوازې پاتې یو. په تېر یوه کال کې ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو بنسټونو او هېوادونو هڅه کړې چې د خبرپاڼو، راپورونو او ویناوو په خپرولو سره د افغانستان وضعیت او له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند وغندي. خو اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې په پاکستان کې د پيل شويو لاريونونو لړۍ به شلو نورو هېوادونو ته وغځوي.

13.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال د تصویر په ژبه

سبا دوشنبه د ۲۰۲۲ کال د اګسټ ۱۵مه د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال پوره کېږي. دغه یو کال د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډېرې لوړې ژورې درلودې. جمهوریت سقوط شو او طالبانو د دوی په وینا هغه امارت اعلان کړی، چې تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

13.08.2022 ازادي راډیو

له ښوونځي لرې؛ د زده‌کوونکو نجونو د زړه خبرې

په دې ټولګه کې له هغو زده‌کوونکو نجونو اورو چې له یو کال راهیسې له ښوونځي لرې دي او له ښوونځي د لرې‌والي حس‌یې د کاغذ پر مخ انځور کړی دی.

13.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال؛ عواید یې څومره او له کوم ځایه دي؟

طالبان د یوه مسؤل حکومت په توګه په دې چپ دي چې په ورځني ډول‌یې د رژیم عواید څومره دي او له هغې ورځې چې واک ته رسېدلي، ټول‌یې څومره عواید راټول کړي. دوی ادعا کوي چې د خپل اوسني رژیم عواید د افغانستان له ملي ادارو، مالیاتو، کانونو او تر خوا یې د عشر و زکات له لارې برابروي. دا هغه معلومې تګ‌لارې دي چې طالبان ترې عواید راټولوي، خو مخکېني راپورونه ښيي چې د نشه‌يي توکو قاچاق یو له نورو عمده سرچینو دی چې د طالبانو کار روزګار پرې روان دی. عشر و زکات د عوایدو د نورو تګ‌لارو سره سره، طالبانو د پیسو د راټولولو په برخه کې یوه دیني تګ‌لاره هم لومړیتوبونو کې راوستې او هغه د عشر او زکات راټولول دي. طالبانو عشر و زکات رسمي کړی او وايي، یوه تګ‌لاره یې ورته جوړه کړې چې اوس‌یې خپل مشر ملا هبت‌الله ته د منظورۍ لپاره لېږلې ده. د عشر و زکات د راټولونې مسؤلیت د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته ورکړل شوی دی. د دې وزارت ویاند مصباح‌الله مستعین ازادي راډیو ته وویل: "د عشر و زکات لپاره پخوانی طرز‌العمل و، نوی طرزالعمل امیرالمومین صاحب ته د تأیید لپاره استول شوی دی. هغه علماوو ته ورکړی چې په دې اړه څېړنه او تحقیق وشي." که څه هم د طالبانو مشر تر اوسه د عشر و زکات د راټولولو لپاره جوړه شوې تګ‌لاره نهايي کړې نه‌ده، خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې عشر و زکات راټولېږي. له دې ډلې د غور ولایت دی چې اوسېدونکي یې وايي، له اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو، وچکالۍ او نورو ګڼو ستونزو سره سره ترې طالبانو عشر اخیستی. د سیمې یو بزګر جلال‌الدین ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو عشر ملا ماتوونکی دی. دی زیاتوي: "که طالبانو ته عشر و زکات ورنه‌کړو، موږ ګواښي. وايي، وهو او ټکوو مو، وژنو مو. که طالبانو ته عشر و زکات ورنه‌کړو، احتمال شته چې زموږ ځمکې هم ونیسي." د هلمند یو اوسېدونکی چې ورته د طالبانو د ګواښ له امله نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په پاکستانۍ ۷ لکه کلدارو یې د خپل بڼ حاصل وپلوره او طالبانو ترې عشر واخیست. دی وايي: "سږ کال طالبانو د عشر په نوم له موږ داسې پیسې ټولې کړې چې د ۱۰۰ زره کلدارو په سر یې زر کلدارې غوښتې. ما خپل باغ په ۷ لکه خرڅ کړ، دوی ته مې ۷ زره کلدارې ورکړې." هغه مهال چې لا طالبان په ټول افغانستان واکمن نه‌و، هم په بېلابېلو سیمو کې یې له خلکو عشر و زکات ټولوه. داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو په خپلو سیمو کې له کروندګرو د کوکنارو عشر هم اخیستی دی، خو د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سره دا کره ارقام نه‌شته چې تېر یوه کال کې یې څومره عشر و زکات راټول کړی دی. مالیات د طالبانو مالیې وزارت د یوه مسؤل ارګان په توګه د دولت بودجې ته د هر ډول عوایدو د لېږد، شمېر او حساب ورکولو یوازنی بنسټ دی، خو د دې وزارت چارواکي هغه ډول چې اړینه ده د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵مې وروسته، د عوایدو د راټولولو په اړه حساب نه‌ورکوي. ازادي راډیو د دې وزارت له ویاند احمد ولي حقمل څخه د تېر یوه کال د راټولو شویو عوایدو په اړه وپوښتل، خو هغه د دې پوښتنې له ځواب معذرت وغوښت. هغه ځواب چې اندېښنې او پوښتنې راپورته کوي. له همدې امله، د تاشکند په کنفرانس کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له طالبانو وغوښتل چې د بودجې شفافیت وښيي او قانوني روڼتیا تضمین کړي. طالبانو د ۱۴۰۱ کال ټوله بودجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ اعلان کړې چې له دې یې ۲۷،۹ میلیارده افغانۍ انکشافي او پاتې عادي ده. تر خوا یې دا هم ویلي چې دا بودجه ټوله پر داخلي عوایدو ولاړه ده. هغه عواید چې طالبان‌یې په اړه روښانه ځواب نه‌لري. کانونه طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د خپلو عوایدو د لوړاوي په خاطر تر ټولو لویه تکیه د افغانستان په کانونو کړې. داسې مهال چې د جمهوري نظام پر مهال په تېرو ۲۰ کلونو کې افغان حکومتونو ۱۲۶ واړه او متوسط کانونه په قرارداد ورکړي و، خو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر نږدې یوه کال کې پر دې شمېر ۶۰ نور هم ورزیات شوي دي. یعنې طالبان اوس‌مهال د افغانستان د ۱۸۶ کانونو عواید راټولوي او د دې وزارت د چارواکو له قوله، راتلونکو څو میاشتو کې به ځیني لوی کانونه هم په قرارداد ورکړي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان ازادي راډیو ته وویل، واک ته له رسېدو وروسته‌یې، جلا جلا ۱۰ ملیونه ډالر او ۱۴ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي. ښاغلی برهان وايي: "موږ یو عواید د افغانیو لرو چې هغه له ټولو منرالونو څخه دي او بل له ګازاتو یا مایعاتو عواید لرو چې هغه په ډالرو دي، چون ګاز موږ په ډالرو پلورو." د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند په خبره، دوی مایع ګاز او تېل په ډالرو پلوري. په ښکاره طالبانو په پاکستان د ډبرو سکرو له پلور زیاتې پیسې په لاس راوړي، خو ځینې قیمتي ډبرې هم په‌کې شاملې دي. د کانونو د قراردادونو په اړه هم پراخې پوښتنې شته. طالبان د کانونو د استخراج او قرارداد پروسه د جمهوري نظام پر مهال د جوړ شوي قانون له مخې مخ ته وړي، خو د دې قانون د غوښتنې برخلاف‌یې، د هېڅ قرارداد جزئیات رسنیو او خلکو سره شریک کړي نه‌دي. د دې سربېره د افغانستان په ډېرو برخو کې د کانونو د خپل‌سرې کېندنو راپورونه هم ورکول کېږي. نشه‌يي توکي که څه هم ښکاره طالبانو اوس په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړی، خو وړاندې کوکنار او بیا د نشه‌يي توکو قاچاق د طالبانو د عوایدو تر ټولو لویه سرچینه وه. د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (یو اېن او ډي سي) د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې وویل، په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو د توليد او قاچاق له لارې لاس ته راغلې پيسې تر دوو ميلياردو ډالرو اوښتې دي. دا هغه وخت و چې سیګار هم په خپل راپور کې لیکلي و، د افغانستان په ۴۷ سلنه خاوره کې چې طالبان پرې واکمن دي، ډېر کوکنار کرل شوي دي. د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په لومړیو کې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې چې ازادي راډیو هم خپور کړی لیکلي، تر کانونو وروسته نشه‌يي توکي د طالبانو دوهمه ستره مالي سرچينه ده او په دې کار کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب چې اوس د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر دی، لوی لاس لري. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په مخکېني راپور کې راغلي و چې طالبانو د افغانستان په غربي او جنوب شرقي ولايتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاقو لپاره ځانګړې شبکې جوړې کړي چې دا شبکې بيا له نړيوالو قاچاق کوونکو سره په ګډه کار کوي. خو طالبان بیا دا ادعا ردوي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی نه‌یوازې دا چې د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې، بلکې د کوکنارو کښت‌یې هم منع اعلان کړی دی. مګر د ۱۳۹۹ کال د وږې میاشتې په وروستیو کې د طالبانو د مالي او نظامي خپلواکۍ په اړه د ناټو یو پټ راپور چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترلاسه کړی و په‌کې راغلي و، تېر کال"۱۳۹۸" د طالبانو کلنی عاید نږدې ۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و. په دې راپور کې زیاته شوې وه " طالبانو د کانونو د کېندنې له لارې ۴۶۴ ملیونه ډالر، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له لارې ۴۱۶ ملیونه ډالر، ۲۴۰ ملیونه ډالر د یو شمېر بهرنیو هېوادونو او خلکو له‌خوا د مرستې په توګه، ۲۴۰ ملیونه ډالر د موادو له صادراتو لکه مالګې، ډبرو سکرو او د قیمتي ډبرو څخه، ۱۶۰ ملیونه ډالر د مالیاتو له اخیستو او ۸۰ ملیونه ډالر د ځمکې او جایدادونو په سر د معاملې له ادرسه ترلاسه کړي دي." د طالبانو د مالي او نظامي خپلواکۍ په اړه د ناټو دې پټ راپور ښودله چې طالبانو مالي سرچینې د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب تر څار لاندې رهبري کېږي. هغه څېره چې غواړي دا ډله په یوه خپلواک نظامي او سیاسي بنسټ بدله کړي. خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د سیګار نوی راپور ښيي چې د دې هېواد اقتصاد نور هم غورځېدلی او نږدې یو ملیون انسانان بې‌روزګاره شوي دي. همدا ډول د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې په خپل راپور کې ولیکل، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې‌سارې توګه رالوېدلی دی. دې راپور کې راغلي، تېر نږدې یوه کال کې د افغانستان اقتصاد ۲۰ سلنه رالوېدلی او بې وزلي ۹۷ سلنه زیاته شوې ده.

13.08.2022 ازادي راډیو

د مخاطبانو دسترخوان؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بې‌وزله نښه

پر افغانستان د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه د طالبانو بیا واکمني دغه هېواد کې د اقتصادي ځوړ لامل شوه، هغه اقتصاد چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و. دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو او د بې‌کارۍ د زیاتېدو لامل شوی دی. ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې ملیونونه کسان لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

12.08.2022 ازادي راډیو

راپور: د طالبانو واکمنۍ کې نجونې تر ټولو زیاتې منزوي، وږې او غمګینې دي

له ماشومانو د ملاتړ موسسه وایي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې کوچني نجونې تر ټولو زیاتې منزوي، وږې او غمګینې دي. ۱۸ کلنه فریده چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده وایي، هیله یې دا وه چې له ښوونځي تر فارغېدو وروسته خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي. خو وایي، د نجونو له زده‌کړو سره د طالبانو مخالفت یې راتلونکی برباد کړ. هغه زیاتوي: "یو کال کېږي چې په کور ناسته یم، دلته نور د پرمختګ زمینه برابره نه‌ده او نه هم راتلونکي ته کومه هیله پاتې ده. زه په خپل ټولګي کې اول نمره وم اوس مې د درسونو په اړه لېواله‌ نه یم، ځکه راتلونکي ته هیله‌مندي نه‌شته." نازیه چې د اتم ټولګي زده‌کوونکې ده وایي، په تېر یو کال کې په کور کې د ناستې له امله ژور خفګان اخیستې ده. هغې وویل: "زړه مې تنګ شوی، ټوله ورځ له ځان سره په جګړه یم. ولې موږ د تعلیم حق نه لرو؟ ولې موږ باید شا ته پاتې شو او پرمختګ ونه کړو؟ نور هېڅ خوراک، څښاک، خوب کولو ته لېواله نه‌یم، کاملاً په ژور خفګان اخته شوې یم." فریده او نازیه د زرګونو هغو افغان نجونو بېلګې دي چې په تېر یو کال کې د تعلیم او ځینو نورو ازادیو او حقونو څخه محرومې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې له ماشومانو د ملاتړ موسسې په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو تر یو کلنې واکمنۍ لاندې افغان نجونې منزوي، وږې او غمګینې شوې دي. د دې موسسې راپور کې راغلي، نجونې د هلکانو په پرتله تقریباً دوه چنده زیاتې وږې ویدې کېږي، ۴۶ سلنه نجونې د ۲۰ سلنه هلکانو په پرتله ښوونځیو ته نه ځي او ۲۶ سلنه نجونې د ۱۶ سلنه هلکانو په پرتله د ژور خفګان نښې لري. د ماشومانو د ملاتړ موسسې د ولایتي دفترونو یوې مرستیالې بهشتې قایم ازادي راډیو ته وویل: "د هغو مرکو له مخې چې له کورنیو سره مو کړي، موندلي مو دي چې نجونې د هلکانو په پرتله دوه چنده زیاتې وږې ویدې کېږي او د هلکانو په پر پرتله دوه چندې زیاتې له ښوونځیو محرومې دي. دا د دې لامل شوې چې د نجونو روحې او روانې ستونزې او ديپرېشن د هلکانو په پرته دوه چنده زیاتې وي." نوموړې زیاته کړه چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو پر مخ منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړل شوي او دا دې لامل شوې چې نجونې ډېرې وځورېږي. په دې راپور کې دا هم لیکل شوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ یو کال وروسته، اقتصادي کړکېچ، سخته وچکالي او بندیزونو د نجونو ژوند زیانمن کړی او په هرو څلور کې یوه یې د ژور خفګان نښې لري. دا راپور ښیي چې ۹۷ سلنه کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي او نجونې د هلکانو په پرتله کمه ډوډۍ خوري. په دې راپور د نجونو د ساتنې مرکه کوونکو د خبرو پر بنسټ، ۲۶ سلنه نجونې د ۱۶ سلنه هلکانو په پرتله د ژور خفګان نښې لري. خو د طالبانو حکومت د دې شان راپورونو خپرېدل بې بنسټه بولي او وایي، دا ډول راپور د عامو خلکو د ذهنیت د خرابولو لپاره خپرېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول راپورونه د پروپاګند لپاره جوړېږي، په تېرو شلو کلونو کې چې هر ورځ به وژنې کېدلې بمبارونه به کېدل، ولې د دوی خفګانونه نه وه، ماشومان له بمباریو په وېره کې وه که د جګړو له مسایلو وروسته؟ دا راپور ناسم دی نه یې تاییدوو." دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا یو کال کېږي چې له شپږم ټولګیو پوروته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او د هغوی پر ټولنیز ژوند یې زیات بندیزونه لګولي دي. د ماشومانو د ملاتړ موسسې د راپور موندنې پر بنسټ، ۲۴۰ کوچنیو نجونو او هلکانو چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۷ کلونو ویل شوي په بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د مرکو پر ترڅ کې تر لاسه شوي دي. د دې سازمان چارواکو د دې ستونزو د حل لپاره د نړیوالو مشرانو او پرېکړه کوونکو خلکو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې نغدي شتمنۍ دې ازادې کړي، بشرې مرستې زیاتې او د افغانستان د خلکو د ستونزو لپاره د حل لارې ومومي.

10.08.2022 ازادي راډیو

د نجونو بندو ښوونځیو په اړه د طالبانو وروستۍادعا څومره رښتینې ده؟

د طالبانو یوه چارواکی ویلي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي د فرهنګي محدودیتونو له امله تړل شوي. د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د دوشنبې په ورځ په خوست کې خبریالانو ته وویل چې د دوی حکومت د نجونو له تعلیم سره کومه ستونزه نه لري، خو د افغانستان فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وځنډېږي. احمدتکل د نجونو د تعلیم له یوې مدافع فعالې او د پخواني حکومت د پوهنې وزارت د مطبوعاتي څانګې له مشرې تورپېکۍ آرین سره په دې اړه مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلې ده چې د طالبانو دا ادعا څومره رښتینې ده؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

09.08.2022 ازادي راډیو

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

افغانان، زده‌کوونکي او ښوونکي له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت څرګندونې ناسمې بولي‌. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له تېر یوه کال راهیسې د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه بېلابېل لاملونه په ګوته کړي او تر ټولو تازه یې د دوی د پوهنې وزارت د سرپرست څرګندونې دي. نورالله منیر پرون دوشنبې خوست ته د سفر پر مهال ویلي، د نجونو یو شمېر ښوونځي د کلتوري محدوديتونو له امله تړل شوي دي‌. خو افغانان، ښوونکي او زده‌کوونکي د نورالله منیر دا خبرې ناسمې بولي‌. یوه ښوونکې نیلوفر وايي: "هېڅ سند نه‌شته چې طالبان ووايي، موږ خلک قانع کوو. همدا اوس زموږ له خپلوانو له دې امله چې نجونې یې ښوونځي ته نه شي تلای، خپل ټول شته یې پرېښودل‌ او ګاونډیو هېوادونو ته یې د خپلو نجونو د زده‌کړو لپاره کډه وکړه‌." کابل مېشتې فروزان د طالبانو د پوهنې وزیر څرګندوني ردوي او وايي، طالبانو له راتګ وړاندې میلیونونه نجونې ښوونځيو ته تلې او زده‌کړه یې کوله‌. هغې وویل: "زما له انده‌ هېڅ فرهنګي‌ ستونزه نه‌شته، ځکه د جمهوریت پر مهال نجونو درس وایه، تحصیل یې کاوه، کار یې کاوه او له سړو سره یوځای په ټولنه کې په ټولو چارو کې شریکې وې." د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزيزاحمد ریان د دې راپور تر خپرېدو د خلکو د نیوکو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې. طالبانو له دې وړاندې هم د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه بېلابېلې خبرې کړي‌، چې کله یې شریعت بهانه نیولې، کله نصاب، کله هم د بودجې کمې او تازه کلتوري محدویت. د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر دا هم ویلي چې دوی به د خلکو د راضي کولو وروسته له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي‌. خو د دوولسم ټولګي‌ زده‌کوونکې تمنا چې طالبانو پرې ښوونځی بند کړی، له دوی غواړي چې هر څه ژر ښوونځي بېرته پرانېزي. هغه وايي: "غواړم وپوښتم ستونزه چېرې ده چې ښوونځي نه پرانستل کېږي‌؟ له اسلامي امارت زما غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي." ها خوا د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي د جرمني له شپېګل‌ مجلې سره مرکه کې ټینګار کړی چې افغانان غواړي لوڼي‌ یې ښوونځيو ته ولاړ شي‌. کرزي تور پورې کړی، چې له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو د ښوونځيو تړل د پاکستان پلان دی‌. هغه په دې مرکه کې زیاته کړې: "د نجونو د زده‌کړو بندول د منزوي افغانستان په معنا دي‌ چې و نه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي‌‌. د ښځو له زده‌کړو پرته د یوه مړه شوي هېواد په توګه‌ یوو‌." سره له دې چې هره ورځ په کور دننه او له بهر له طالبانو د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کېږي، خو‌ تر اوسه په دې اړه د هیلو کوم څرک نه‌شته‌. له دې وړاندې طالبانو په دې اړه د يوې طرحې جوړولو خبره هم کړې، خو ښکاري چې هغه هم یوازې یوه بهانه وه‌.

09.08.2022 ازادي راډیو

طالبان: د فرهنګي محدودیتونو له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي

په داسې حال کې چې پر طالبانو د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره د کورنیو او نړیوالو فشارونه په زیاتېدو دي، د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر وایي، دوی د نجونو د زده کړې مخالف نه دي خو ځیني ښوونځي د فرهنګي محدودیتونو له امله بند دي. د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر پرون دوشنبې په خوست کې خبریالانو ته وویل چې فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وځنډېږي. هغه زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د نجونو له تعلیم سره کوم مخالفت نه لري او نه په هغې باندې کومه شرعي ملاحظه لري خو اصل کې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره نه بلکې له خپله کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري نو د افغانستان اسلامي امارت کوښښ کوي چې له خپل ټول ولس سره په دې اړه یو قناعت حاصل کړي او انشاالله دا پروسه به شروع شي." ښاغلي منیر ونه ویل چې دغه پروسه به کله پیل شي، خو په داسې حال کې چې نوموړی په لیرې پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړو پرمخ فرهنګي محدودیتونه خنډ بولي، د افغانستان په لویو ښارونو کې هم له نږدې یوه کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوي دي. پر دې سربېره دغه راز په تېرو شلو کلونو کې پر ښاري سیمو سربېره د دولت تر کنټرول لاندې ډېرو لیرې پرتو سیمو کې د هلکانو ترڅنګ میلیونونو نجونو ته د زده کړې امکانات برابر شوي وو. په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام ډېرې نجونې خپلې راتلونکې ته ناهیلې کړي دي. یوه یې هم د ننګرهار اوسېدونکې ښکلا شېرزاد ده چې آزادي راډیو ته په را استولي پیغام کې یې دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې دوی د زده کړې له حق څخه محرومې شوي دي. شېرزاد وویل: "تاسو ولې زموږ حقونه اخیستي؟ کله چې پر تاسو هغه د فېسبوک پاڼه تړل شوې وه، یا ستاسو پر ضد چې څوک خبره کوي، څومره ژر یې پر وړاندې خپل غږ اوچتوئ او هغه ردوئ. دا هم زموږ حق دی، موږ خپل حق غواړو، زموږ غږ مه غلی کوئ." دا یوازې ښکلا نه ده بلکې ډېرو نورو نجونو هم له دې مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته غوښتنې مطرح کړي دي. رحمن الله ذکي چې د افغانستان د لیرې پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی، ازادي راډیو ته په را استولي پیغام کې د طالبانو دغه پرېکړه ناسمه بللې او هغه یې د نجونو او د افغانستان د راتلونکې لپاره یوه تېروتنه بللې. ذکي وویل: "د طالبانو پرېکړې چې نجونو ته یې د زده کړې اجازه نه ده ورکړې موږ ډېر خفه کړي یوو. دا د افغانستان د راتلونکې او د نجونو د حق په برخه کې یوه نادرسته پرېکړه ده. موږ غواړو چې هغوی (طالبان) هرڅومره ژر چې کېدای شي، نجونې زده کړو ته پرېږدي." یو شمېر په دې باور دي له ښوونځیو د نجونو د منع کېدو د پرېکړې تر شا سیاسي انګېزې پرتې دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له جرمنۍ شپېګل مجلې سره په وروستۍ مرکه کې تور پورې کړی چې په افغانستان کې له زده کړو له شپږم ټولګي پورته د نجونو محرومول د پاکستان په اشاره شوي دي. هغه ویلي، دا یوه سیاسي پرېکړه ده او له اسلام سره تړاو نه لري. د کرزي په خبره له زده کړو د نجونو منع کول د افغانستان د لا زیات منزوي کېدو په معنا ده چې دا هېواد ونه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي. طالبانو د کرزي د دغو وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت له مخې به نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار ټول حقوق ورکوي.

09.08.2022 ازادي راډیو

مثلث؛ د الظواهري وژل او پر سیمې د دې پیښې اغیزې

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د اګست په ۳۱ د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د برید پرمهال ووژل شو. تر دې پیښې وروسته په کابل کې مظاهرې وشوې او مظاهره چیانو د امریکا او پاکستان پرضد شعارونه ورکړل. د الظواهري د وژلو پیښه به د سیمې سیاست پر کومه خوا یوسي؟ دلته په دې اړه بحث لیدلی شئ

06.08.2022 ازادي راډیو

يو شمېر مېرمنې: د امنيتي ستونزو له امله ټولنيزو رسنيو کې خپل اعتراضونه پيلوو

یو شمېر معترضې مېرمنې وايي، سره له دې چې هڅه کوي په عام محضر کې د واټونو په سر خپل اعتراضونه بیا پیل کړي خو اوس یوازې په خوندي، پوښلو ځایونو او ټولنیزو رسنیو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. دغه مېرمنې امنیتي ستونزې ددغه ډول اعتراضونو اصلي لامل یادوي. په کابل کې د طالبانو د حاکمیت کال لس ورځې وروسته پوره کېږي، هغه نېټه چې له هغې وروسته په افغان مېرمنو او نجونو فردي او ټولنیز محدویتونه ولګول شول. خو د طالبانو حکومت ویلي چې د افغان مېرمنو حقوق د اسلامي اصولو په رڼا کې ورکوي چې تر اوسه یې په اړه روښانه تعریف نه دی ورکړی. له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول له شپږم ټولګي پورته د ځینو نجونو پر مخ يې ښوونځي یې وتړل، ډېری مېرمنې له کاره محرومې شوې او ان تر دې چې پر دوی د سفر ځیني بندیزونه هم ولګول شول. خو افغان مېرمنو دغه محدویتونه نه دي منلي او په وړاندې په ځلونو اعتراضونه هم کړي. په ټولنیزو پاڼو کې يوه مېرمنه ليدل کېږي، چې په یو پوښلي ځای کې یې اعتراض کړی او ویډو یې لاس په لاس کېږي. دغه معترضه مېرمن وايي، په تېر یو کال کې یې د اعتراضونو بڼه بدله کړې ده. دا چې دغو معترضو مېرمنو د خپلو اعتراضونو بڼه ولې بدله کړې يوې مېرمنې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "شل کاله وړاندې چې هم راغلي و موږ ترې بدې خاطرې درلودې، موږ فکر کوو چې دا طالبان به له هغه طالبانو سره توپیر ولري خو موږ چې ګورو دواړه یو شی دي، هماغه ظلمونه چې پخوا د مېرمنو په وړاندې و هغه اوس هم روان دي، تېر ځلې ښوونځي تړل شوي و مېرمنې په کور ناستې وې چې اوس هم دغه کار روان دی." دغه راز يوې بلې مېرمنې په خپلو خبرو کې ازادي راډيو ته وويل: "موږ په ځلونو د واټونو په سر لاریونونه کړي و چې دغه لاریونونو بیا زموږ په وړاندې ستونزې هم جوړ کړې، په ځلونو دغه لاریونونه تاوتریخوالي ته واوښته، زموږ ډېری همکاران وګواښل شول، دغو ستونزو ته په کتو سره موږ پرېکړه وکړه چې د اعتراضونو بڼې ته تغیر ورکړو او په سر پټې ځایونو کې لاريونونه وکړو." دغو مېرمنو د امنیتي ستونزو له امله له موږ وغوښتل چې نومونه یې په راپور کې ياد نه‌شي. دا اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، سره له دې چې نړۍ د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې افغان مېرمنې یوازې پرېښودلې خو دوی به له خپلې مبارزې لاس وانه‌خلي. د دې مېرمنو په وینا، هڅه کوي خپل اعتراضونه د طالبانو حکومت د یو کال په پوره کېدو سره بېرته پیل کړي. د ترنم سعیدي په نوم یوې بلې معترضې مېرمن ازادي راډیو ته وویل: "موږ په دروو ووهل شوو، له موږ سره تاوتریخوالی وشو، په څپړو ووهل شو او زموږ کورنۍ هم په ځلونو ځلونو له تاوتریخوالي سره مخ شوه، خو بیا هم موږ له خپلو مبارزو لاس نه دی اخیستی." موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو خو د دې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپریدو زموږ اړیکې ځواب نه کړې. له دې وړاندې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د یو شمېر معترضو مېرمنو سره تاوتریخوالی او ان د وهلو او ډبلو راپورنه ورکړي و. د مېرمنو په ډېریو اعتراضونو کې (ډوډۍ، کار او ازادي) شعارونه و.

05.08.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more