BBC
 شاته

'د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید پلانونکی ډرون برید کې وژل شوی'

Image copyright AP

د پاکستان پوځ پخلی کړی، چې عمر نری، چې د خالد خراساني په نوم مشهور و په ډرون برید کې وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر عاصم باجوه په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي، چې خراسانی په افغانستان کې وژل شوی دی.

د باجوه په خبره رناټو ځواکونو د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف ته ویلي، چې عمر خراسانی وژل شوی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې عمر خراسانی په ډرون برید کې له خپلو دریو نورو ملګرو سره یو ځای په ننګرهار کې وژل شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي خراسانی د پاکستاني طالبانو ګیډر نومي ډلې مشر او پر باچاخان پوهنتون او پېښور کې پر پوځي ښوونځي د برید طرح کونکې ډلې مشر و.

پېښور کې پر پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې برید وشو او د کارکونکو او زده کونکو په ګډون په کې ۱۴۰ کسان ووژل شوو.

د پاکستان ځانګړې پوځي محکمې د ۲۰۱۵ کال اګست کې د دغه برید په تړاو شپږو کسانو ته د اعدام سزا ورکړه.