شاته

خیبر پښتونخوا کې په کرونا وایرس ۱۴نور کسان مړه،صوبه کې د مړینو شمیره ۳۰۵ ته ورسېده

په پاکستان کې د روغتیا محکمې چارواکي اؤ په کرونا وایرس څار لرونکی مرکز وایي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په تیر یو شواروز کې د کرونا وایرس دنوؤ پېښو ثبت کیدو سره صوبه کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۵۸۴۷ ته رسېدلې ده.

د اتوار په ورځ پاکستاني مطبوعاتو د روغتیا دمحکمې اؤ دکرونا دڅار دمرکز د شمیرو له مخې لیکلي چې خیبر پښتونخوا کې دکرونا وایرس تر ټولو زیات ناروغان مړه شوي چې شمیره یې ۳۰۵ ښودل شوې ده.

د روغتیا محکمې منلې چې په تیرو څلیریشتو ساعتو کې ۱۴کسان دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په کرونا وایرس مړه شوي اؤ‌۱۲۹ نوې پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دخیبر پښتونخوا صوبې حکومت داختر د ورځو رانزدې کیدو سره سم صوبه کې په روان لاک ډاؤن کې د نرمښت په راوستلو د دوشنبې د ورځې نه د سورلیو ګاډو ته دچلند اجازه هم ورکړې ده.

په پاکستان کې دا مهال ۳۹۷۶۸کسانو کې د کرونا وایرس د شتون پخلی شوی اؤ ددې ناروغۍ له امله تر اوسه ۸۶۶کسان مړه شوي دي.

مړو شوؤ کسانو کې د۳۰۵ تړاؤ خیبر پښتونخوا،د۲۶۸سندهـ،د۲۴۵پنجاب،د۳۶بلوچستان،د اوؤ اسلام اباد،دڅلورو ګلګت بلتستان اؤ‌ دیو تن تړاؤ د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر سره دی.

همدا شان سندهـ ایالت کې تر دې مهاله دکرونا تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوي چې شمیره یې ۱۵۵۹۰ ده اؤ په پنجاب کې بیا ۱۴۲۰۱ دکرونا وایرس پېښې ثبت شوي دي.

بلوچستان کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۲۵۴۴،اسلام اباد کې ۹۴۷،ګلګت بلتستان کې ۵۲۷ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۱۲ ښودل شوې ده

د صحت د محکمې چارواکي وایي تر اوسه په دې وایرس د اخته کسانو له جملې څخه ۱۱۳۴۱بیرته هم روغ شوي دي