شاته

پېښور: د لېډي ريډنګ هسپتال د ګائني يونټ د طبي عملې 77 غړي په کرونا وایرس اخته شوي

خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د صوبائي اتحاديې د شمېرو ترمخه د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال په ګائني يونټ (د ښځینه امراضو څانګه) کې د کرونا وايرس نه 77 د طبي عملې غړي او ډاکټران ناروغه شوې دي.

د اتحاديي مشر وايي د دغه هسپتال د انتظاميه د ډاکټرانو سره دغیر سنجيده رويه او د وايرس نه د ځانونو خوندي ساتلو د سامان نه ورکولو له امله يوې زنانه ډاکټرې استعفا هم ورکړېده.

پېښور کې مېشت د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديې چېرمين ډاکټر زبیر محسود وي او ای ډيوه ته وويل د ايل ار ايچ هسپتال د ای سي يو (د انتهایي پاملرنې څانګه ) اسټنټ پروفېسر ډاکټر عائشه مفتي د هسپتال انتظاميي د غېر سنجيده رويې له کبله استغفا ورکول د تشويش وړ خبره ده.

ډاکټر زبیر محسود وایي: " دا په صوبه کې يواځينۍ انټنسېلسټ وه، چا چې باقاعده تربيه اخېستې وه د ای سي يو د چلولو. هغې په خپله استعفا کې دا ليکلي چې موږ ته يي اول کوم ای سي يو راکړو نو په هغې کې د کرونا د ټولو ناروغانو د پاره یوازې يو مشين راکو. هغې لیکلي چې موږ ورته وويل دا يوه لويا وبا ده او په دې يو مشين کار نه کېږي، نو مونږ ته وويل چې تاسو نيغ په نيغه د زوړ ايي سي يو نه مريضان وباسې او نور مريضان ورته را ولئ. بيا دا ليکي چې مونږ به ورته د کوم ټېسټونه ويل نوهغه به يي راته په وخت نه کول، کوم داروګان چې به موږ پکار وو هغه به يي نه را کول".

په هسپتالونو کې د کرونا وايرس نه ځانونه د خوندي ساتلو له پاره اخيستې شوې الاتو په اړه ډاکټر زبېر محسود وايي چې طبي عملې ته دغه سامان د نه ترلاسه کیدو د لاسه د صوبې په هسپتالونو کې د دوه سوه نه زيات ډاکټران د کرونا وايرس نه ناروغه شوې دي۔

ډاکټر زبیر محسود وایي: " د پرسنل پروټېکشن الاتو په اړه به زه دا ووايم چې موږ ته وېلې شوي چې دغه سامان ورکړې شوې دی. خو زه به دا ووايم چې هغه سامان د لاندې کچې طبي عملې ته نه دې ورکړل شوې، نو د هغې د وجې دا شې روان دې چې خلق ورځ تر بلې زيات متاثره کېږي او ډاکټران ورځ تر ورځه خرابېږي. چې څنګه به ما ويل چې دې ناروغانو د پاره ځانګړې مرکزونه پکار دي خو حکومت اوسه پورې غوږ نه دې ګرولې" .

د پېښور ايل ار ايچ هسپتال وياند محمد عاصم د ګائني وارډ د عملې متاثره کېدو پخلې کړې او وايي ډاکټر عائشه مفتي چې کوم تورونه د هسپتال په انتظاميه لګولي دي هغه بې بنياده دي.

نوموړي زياته کړه د وايرس نه د ځان د خوندي ساتلو د الاتو د پاره د هسپتال انتظاميي صوبايي حکومت ته خط لېکلې دې او ډېر زربه دغه سامان هسپتال کې نور هم موجود وي.

د ايل ار ايچ هسپتال وياند محمد عاصم وایي: " د هغې ( ډاکټر عايشه مفتي) د استعفا ورکولو وجوهات دا وو چې د کار دباؤ وو پرې، نور ډاکټران د ای سې یو دي چې هغو د ډېر وخت د پاره د کرونا د ناروغانو علاج کولو دا دباؤ نشي برداشت کولې نو دغه يوه وجه ده۔ موږ ته معلومه ده چې ډاکټران د ذهني دباؤ نه تيریږي".

د خېبر پښتونخوا د عامې روغتيا د څانګې مشر ډاکټر اکرام الله خان وايي چې ټولو هسپتالونو ته وخت په وخت د هغو د ضرورت مطابق دغه حفاظتي سامان ورکړې کېږي.

د طبي عملې د بېله بېلو اتحاديو نه ترلاسه شوي شمېرو تر مخه د صوبې په هسپتالونو کې 165 ډاکټران، د 70 سوا نرسنګ او د 100 نه زيات پېرامېډيکل سټاف غړي متاثره شوې دي، دې دوران يو ډاکټر او درې پېرامېډيکس د کرونا نارغې له امله ژوند دلاسه ورکړېدې.

  • 16x9 Image

    عبدالرزاق ـ

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.