شاته

ګورنر کومو: د نيويارک خلک دې تر ۱۳م جون په کورونو کې پاتې شي

د نيويارک ګورنر اندريو کومو ويلي د کرونا وايرس له امله دې خلک تر ۱۳م جون په کورونو کې پاتې شي، له دې وړاندې په کورونو کې د پاتې کېدو دپاره د مۍ ۱۵م نېټه ورکړل شوې وه

د سرکاري شمېرې ترمخه په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېر ۲۷زره۷۵۵ ته رسېدلی دی او د اپرېل په مياشت مخ په زياتېدو کېسونه اوس کم شوي دي خو په سيمه کې اوس هم خلک د ويرې ښکار دي.

تر اوسه نزدې درې نيم لکه خلک د دې وايرس ښکار شوي دي او د نيويارک چارواکي وايي تر دې دمه د يو ميلين نه زياتو خلکو ټېسټونه شوي دي.

په نيويارک کې تر ټولو زيات کېسونه په نيويارک ښار کې شاوخوا دوه لکه او تر ۲۰ زرو پورې رپورټ شوي دي

بل اړخ ته د جمعې په ورځ شاوخوا د لسو علاقو پرانستلو اعلان هم شوی چرته چې به د حفاظتي ګامونو خيال هم ساتل کېږي او ګورنر کومو ويلي د نيويارک پينځه برخې داسې دي چې هلته به ځيني کاروبارونه د خالي د ورځې نه روان شي.

په دغو سيمو کې منځنی نيويارک، فنګرلېکس، سادرن ټاير او شمالي سيمې شاملې دي.

بل اړخ ته ګورنر کومو په ټولنيزو رسنيو ټوېټر ليکلي چې د سمندر غاړې به د جمعې په ورځ خلاصې وي چرته چې به ماسک اچول لازمي وي او د سماجي فاصلو به خيال ساتل کېږي.

د دې ترڅنګ هغه په اولس هم غږ کړی چې دا وايرس زورور دی، يواځې حکومت يې نه شي قابو کولی، هر تن بايد خپل ځان په خپله بچ کړي.

د کاروباري مرکزونو په اړه نوموړي ليکلي چې له دغه مرکزونو به د سامان وړلو اجازه وي خو بايد اخستونکي له وړاندې د سامان اخستلو تفصيل ورکړي، په دکان دننه د سماجي فاصلو خيال وساتي، کارکوونکي به ماسک لګوې او بايد سېنېټائزرې په دکانونو کې وساتل شي.

د دې ترڅنګ هغه د ودانيو د کاروبار پرانستلو اجازه هم ورکړې او ويلي يې دي چې د کورونو دننه او بهر د کار اجازت دی، هر کار کوونکی د يو بل نه شپږ فټه فاصله وساتي، ماسک ولګوي او يو ځای ته به نه راغونډېږي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امريکا کې تر دې دمه شاوخوا يو نيم مليون خلک د کرونا وايرس ښکار شوي او د ۸۷ زره نه زيات خلک مړه شوي دي.