شاته

د عارف وزیر وژنه د هغه افغانستان ته تګ او خبرو ته غبرګون کېدی شي: د پښتونخوا د پولیسو د مشر اټکل. اي جي سیاسي قتل له عذر ګوري: محسن داوړ

د پښتونخوا د پولیسو د مشر رانا ثناالله د عارف وزیر د قتل په حقله دې اټکل چې د هغه قتل افغانستان ته تګ او خبرو ته غبرګون کېدی شي ته د پښتون ژغورنې مشرانو په ځواب کې ويلي اي جي سیاسي قتل له عذر ګوري.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر انسپکټر جنرل رانا ثناالله د یو شخصي ټي وي سره په مرکه کې ویلي چې پښتانه چې افغانستان ته لاړ شي نو هلته څه خبرې وکړي نو د هغې بیا غبرګون کیږي.

د پښتونخوا د پولیسو د مشر ډاکټر ثناالله عباسي نه د یو شخصي ټي وي اج کوربنې منیزې جهانګیر په یوه خپرونه کې تپوس وکړو :

"په واڼا کې عارف وزیر د خپل کور نه بهر ووژل شو، تاسو پلټنې وکړې چې عارف وزیر چا ووژلو؟"

د ثناالله عباسي ځواب وو:

"د هغې پلټنې روانې دي، زه د وړاندې څخه څه پرېکړې خبره نه شم کولې قاتلان به زر ونیول شي"

سوال ستاسو شک په چا دی؟

جواب:

"دا خلق (پښتانه) چې افغانستان ته لاړ شي نو هلته څه خبرې وکړي نو د هغې بیا غبرګون کیږي"

کوربنه "څه مطلب؟"

جواب:

"ددې یو پس منظر دی د کوم چې زه تصدیق نه شم کولی خو تاسو دعا کوئ که خدای وغوښتل نو وبه شي"

کوربنه:

"خو أفغانستان ته څوک تلی وو د څه په نتیحه کې چې دا قتل وشو؟"

جواب:

" هلته دا خلق(عارف وزیر او نور) تلی وو ، هلته یې یو شخصي ټي وي چینل ته یوه مرکه هم ورکړې وه، او هلته هم څه شوي وو، تاسو هم لږ معلومات وکړئ، مونږ خو لګیا یو"

کوربنه : ډېره مننه.

د ثناالله خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ ځوابونه ویل شوي دي.

د پښتون ژغورنې یو مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي دي چې د اي جي له بیانه دوي دغه شکونه یقیني کیږي چې عارف وزیر د سیاسي نظریاتو په اساس وژل شوی دی.

محسن داوړ په خپل ڼویټر لیکلي دي:

“ایا یوه مرکه د قتل سبب کیدی شي،؟ دې (د پولیسو مشر انسپکټر جنرل رانا ثناالله) به رڼې پلټنې څنګه کوي؟"

ښاغلی داوړ په خپل بیان کې په اي جي شک کړی چې هغه د عارف وزیر قتل له عذر لټوي.

عارف وزیر او نور پښتانه مشران د ښاغلي اشرف غني په بلنه د هغه د دویمې مودې لپاره د صدر جوړیدلو دستوره کې د ګډون لپاره کابل ته تلي وو.

عارف وزیر وړومبی تن نه وو چې په افغانستان کې یې مرکه ورکړي وي یا یې ویناګانې کړي وي، وړاندې هم دغه شان نور پاکستاني مشران وخت په وخت افغانستان ته او د افغانستان مشران پاکستان ته ورځي او هلته ویناګانې کوي.

دغه شان هلې ځلې د هندوستان او پاکستان تر منځه هم کیږي، پاکستاني مشران په هندوستان او هندي مشران په پاکستان کې په غونډو کې ګډون او ویناګانې کوي.

د هند او پاکستان تر منځه د کشمیر په سر د ورستي سخت تاو تریخوالي په ورځو کې د هند د پارلیمان مهم غړي نوجیت سنګ سدهو د هند او پاکستان تر منځه د کرتارپور لاره پرانستې وه.

هغه ددې نه علاوه د پاکستان د وزیراعظم د وزېراعظمۍ د څوګند اخستلو په دستوره کې د پاکستان د ځواکونو مشر جنرل قمر جاوید باجوه له کلکه غاړه ورکړې وه

د سدهو او د باجوه د غاړې ورکولو منظر.

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د دې غورځنګ د مخکښ او د قومي‌ اسمبلۍ د غړي علي وزیر د تره زوی وو

په عارف وزیر د مۍ په لومړۍ نېټه په واڼه کې ناڅرګندو کسانو وسلوال برید کړی وو. هغه په سخت ژوبل حالت کې د مۍ په 2مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې ساه ورکړه او د په 3مه د واڼه په غوا خوا سیمه کې پخپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-