شاته

رپورټ: هندوستان په کشمیر کې په تیز رفتاره انټرنېټ پابندي لګولي ده

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې مېشته خبریالان وايي هندوستان په سیمه کې په تېز رفتاره انټرنیټ پابندي لګولې ده چې له امله یې دوی د معلوماتو په شریکولو کې د مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

تېر کال د اګست په میاشت کې د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت د ختمولو وروسته انټرنېټ سره د کشمیر رابطه اووه میاشتې قطع کړی شوي وه.

د وي او ای پرېس فریډم یا د مطبوعاتو د ازادۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په کشمیر کې د مارچ د لسمې نېټې راهسې انټرنېټ په جروي توګه بحال کړی شوی دی او په موبایل ټوجي نېټ ورک ته رسايي کېدلی شي.

د جمو او کشمیر ریاستي حکومت دا هفته سپریم کورټ ته وویل چې په سیمه کې ټوجي تېټ ورک په مناسب ډول کار کوي او که چېرې د تیزرفتاره انټرنیټ اجازت ورکړی شو نو غلط استعمال به یې کیږي، غلط خبرونه به پرې خپرول کېږي او د حملو په منصوبه سازۍ کې د تندلارو مرسته کولی شي.

په کشمیر کې مېشته خبریال بلال حسین وی او ای ته وویل په تېز انټرنیټ د پابندۍ له امله ډاکټران او خبریالان د خپل ضرورت معلوماتو ته رسايي نشي لرلی. د تیز انټرنېټ د نیشتوالي په سبب بلال حسین د دوو منټو وډیو وي او ای ته په شپږو ګنټو کې ولیږله.

بلال حسین وویل ډاکټران د کرونا وایرس په اړه مواد د سست رفتاره انټرڼیت له امله نشي ډاون لوډ کولی.

بلال حسین وویل په مواصلاتو د بندیز ترڅنګ خبریالان په ځان باندې خپله د سېنسرشپ نه کار اخلي او د ریاست د بیانيي خلاف نشيي تللی. زیاته کړه د ګڼ شمېر خبریالانو خلاف د هغوی د کار په سر مقدمې جوړی کړی شوي دي.
په کشمیر کې د کرونا وایرس لاک ډاون د شروع کېدو نه پس هندي چارواکو په لږ تر لږه څلورو خبریالانو مقدمې جوړې کړي دي چې پکې صحافي ګوهر ګیلاني هم شامل دی. ګوهر ګیلاني وویل د اګست د میاشتې راهسې په کشمیر کې حالات سخت شوي او بد رنګ شکل یې اختیار کړی دی. هغه وايي د دې مقصد بیانیه قابو کېدل دي چې یوازې د حکومت نظر وکتل شي.

انټرنېټ ته د رسايي دپاره کارکوونکي اېکسس ناو نومې اداره چې د اګست د میاشت راهسې په کشمیر کې په مواصلاتو لګلو شویو بندیزونو نظر ساتي وايي اڼترنېټ ته د رسايي نیشت والی نه یوازې د کرونا وایرس په خپرېدو کې مرسته کوي بلکې د خلکو ژوندونه په داو لګوي.

د نهې، سه شنبې، د ورځ پورې په کشمیر کې ۷۲۶ ناروغۍ او اته مړي رپورټ شوي وو. د هندوستان په ۳۶ ریاستونو کې کشمیر د کرونا وایرس د مرګونو په حساب په ۱۲ درجه ولاړ دی چې زیات مرګونه پکې رپورټ شوي دي.

سېمویل ووډهمز په لندن کې مېشته ډیجیټل څیړونکی دی وايي ټوجي نېټ ورک خلکو ته تر یو حد پورې انټرنیټ ته رسايي او په انټرنیټ موجودګي ورکولی شي خو د فورجي او فایو جي ټیکنالوجۍ په دور کې ټوجي ټېکنالوجي غیر موثره ده. هغه وي او ای ته وویل په ټوجي نېټ ورک د انټرنیټ عامې پاڼې عن دا چې ګوګل هم نشي لوډ کېدلی.

سمویل ووډهمز وویل په ټوجي نېټ ورک د وتس اېپ پېغامونه خو لیږل کېدلی شي خو دا خبره په بنیادي توګه نه مممکنه ده چې تصویران او لایو یا ژوندۍ وډیو په سوشل میډیا د ټوجي نېټ ورک دلارې ولیږل شي. هغه وویل انټرنېټ په سست روه رفتار ساتلو دلارې هندوستان خپل ځان د دې تنقید نه محفوظ ساتي چې انټرنېټ یې قصداً بند کړی دی. هغه زیاته کړه ځینې حکومتونه خلکو ته انټرنېټ ته رسايي خو ورکړي خو د انټرنېټ رفتار دومره کم وساتي چې په بنیادي توګه دا د استعمال جوګه نه وي.

د وزیراعظم نرندره مودي حکومت چې د ايينې ترمیم دلارې د کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو نو دوه میاشتې په کشمیر کې د ټېلې فون کرښې او انټرنېټ په مکمله توګه تړل شوی و. بیا په دوو مرحلو کې د کالونو سهولت بحال کړی شو. په اکتوبر کې د پوسټ پېد موبایلو دپاره او په جنورۍ کې د پري پېډ موبایلو نظام بحال کړی شو.

د مارچ په میاشت کې موبایل دپاره د ټوجي نېټ ورک بحال کړی شو.

وزیراعظم نرندره مودي ویلي ترهګرۍ د مخنیوي په غرض په انټرنېټ پابندي لګول شوي ده.

د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت د ختمولو په وخت نرندره مودي د پاکستان نوم وانخیستلو او وه یې وویل د هندوستان ګاونډیان د سیمې خلک د هندوستان خلاف راپاروي خو هندوستان به سیمه د ترهګرۍ او د ترهګرو نه پاکه کړي.
د کشمیر د پولیس مشر دلباغ سنګ په سیمه کې په ترهګرۍ کې د کمي سبب لاک ډاون بولي.

د کشمیر د مواصلاتو څانګې د هغه دریځ معلوموولو دپاره هغه شوي د وي او ای د ایمېلونو ځواب وه نه وېلو.

د کشمیر د خصوصي حېثیت د ختمیدو وروسته په ۲۰ خبریالانو الزامات لګول شوي دي. څلور پکې هغه دي چې د لاک ډاون نه وروسته پرې مقدمې جوړې کړی شوي دي.

د اپرېل د ۲۰ او ۲۲ ترمنځ هندي چارواکو په خبریالانو ګوهر ګیلاني، مسرت زهره او پیرزاده عاشق د سوشل میډیا د غلط استعمال، د جعلي خبرونو خپرولو او د ترهګرۍ د ستایلو الزامات لګولي دي. د کشمیر ابزرور نومې ورځپاڼې خبریال خبریال مشتاق احمد باندې د لاک ډاون د خلاف ورزۍ الزام لګول شوی دی.

د جمو کشمیر پولیس مرکزي دفتر په وېب پاڼه په ایمېل د خبریالانو د ګرفتارۍ په اړه د وي او ای پوښتنو ته پولیس ځواب نه دی وېلی.

خبریال ګوهر ګیلاني وویل هغه د هغه په ضد الزاماتو نه په وتس اېپ د یو بیان نه خبر شو. هغه وویل په هغه د غدارۍ او په سوشل میډیا د هندوستان خلاف د خلکو د راپارولو تور لګول شوی دی.

مشرت زهره فوتو جرنسلټه ده یا د خبرو دپاره تصویرونه جوړوي. په هغې د سوشل میډیا د علظ استعمال او ترهګرۍ د ستاینې الزامات لګول شوي دي.

مشرت زهره وي او ای ته وویل چارواکو د هغې نه د هغې په سوشل میډیا لګیدلو تصویرانو په هکله پوښتنې کړي دي.

هغې وویل د هغې نه د کال ۲۰۱۸ د شیعه مسلمانانو د یو جلوس د تصویر په اړه پوښتنې وشوې. په دغه تصویر کې لیدل کیږي چې په جلوس کې یو ماتم کوونکي د بېلتون خوښي کمانډر برهان واني تصویر نیولی دی. برهان واني په کال ۲۰۱۶ کې ووژل شو او د هغه د وژل کېدو خلاف احتجاجونه راوپارېدل. مېرمن زهره وايي هغه د یوې خبریالې په توګه په د شیعه ګانو په جلوس کې موجود وه او د هغې دغه تصویر ګېتي اېمیجز نومې خبري ادارې خپور کړی دی.

پیرزاده عاشق په کشمیر کې د هندو نومې ورځپاڼې خبریال دی په هغه د کرونا وایرس په اړه د دروغو خبر خپرولو الزام لګول شوی دی. د اپرېل په ۱۵ نېټه هغه په یو رپورټ کې ویلي وو چې په سرينګر کې د صحت څانګې د کرونا وایرس د مشکوک مریضانو نمونې اخیستل بند کړي دي.

د کشمیر د اصلاعاتو څانګې مشر سید سهرش اصغر د عاشق خبر رد کړو.

د خبریالانو د تحفظ ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس کارکونکي عالیه افتخار د خبریالانو خلاف الزامات رد کړل. هغې وویل دغه تورونه بې بنیاده او د خنده وړ دي. "دا په کشمیر کې د خبریالانو د زورولو برخه ده."

یادونه: دا رپورټ خبریالې نایله محمد د وي او ای د انګریزۍ څانګې پرېس فریډم څانګې دپاره تیار کړی دی