شاته

د اردن شاه عبدالله اسرایل ته د لوی شخړې خبرداری وکړی 

د اردن شاه عبدالله ثاني ویلي که اسرایل د خپلې ارادې سره سم په وېسټ بېنک کې نورې فلسطينې علاقې ونیولي نو لویه شخړه به شروع شي.

د اردن باچا اسرایل ته دغه خبرداری په داسې حال کې کړی دی چې د یورپین یونین خارجه وزیرانو د جمعې په ورځ په دې خبره اتفاق وکړو چې اسرایل دې د سفارتي کوښښونو دلارې د ممکنه ګام نه ودروي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې وویل اسرایل په اردن په وادۍ کې د یهودي ابادیانو د ضم کوولو ژمنه کړې ده چې له امله به یې دد اوږدې مودې راهسې ځنډېلې امن مذاکراتو بیا شروع کېدل او د فلسطیني ریاست جوړیدل ناممکن شي.

ای پي وايي د صدر ټرمپ د منځني ختېځ تګلاره چې د اسرایل په حق کې ده، د یهودي ابادیانو په اسرایل کې د ضم کېدو حمایت کوي خو فلسطینیان او زیاتره نړیواله ټولنه یې مخالفت کوي.

د اردن شاه عبدالله ثاني د جرمني ډرشپیګل مجلې ته په یوه مرکه کې وویل هغه رهبران چې د یو ریاست حمایت کوي د دې د مطلب نه دي خبري. دغه مرکه د جمعې په ورځ چاپ شوي ده.

شاه عبدالله وویل کې چېر فلسطینی اداره ناکامه شوه نو په سیمه کې به نور اړی ګړی او تندروي پېدا شي."که چېرې اسرایل په جولای کې وېسټ بېنک ضم کړو نو دا به یې د المملكة الأردنية الهاشمية‎ سره د لوی شخړې په لورې بوځی."

اردن دویم عرب ملک دی چې اسرایل سره یې د امن معاهده کړې ده. شاه عبدالله دا وه نه وېل چې ایا د اسرایل ګام به دغه لوظنامه متاثره کړي او که نا؟

شاه عبدالله وویل دړکې ورکول او د جنګ د تیارۍ فضا جوړول نه غواړي."مونږ په یورپ او په نړیواله ټولنه کې د یو شمېر ملکونو سره په دې خبره متفق یوو چې په منځني ختیځ کې دې د طاقت قانون عملي نه کړی شي."

بلخوا د وډیو کانفرنس دلارې د یورپین یونین خارجه وزیرانو د دووو اسرایلي او فلسطیني، ریاستونو د قیام حمایت وکړو.

ای پي وايي‌ که څه هم د دغه یورپي وزیرانو ملکونه د اسرایل په اړه خپلو خپلو دریځونو د یو بل سره اختلافات لري خو په دې متفق شو په اسرایل، فلسطینیانو، امریکا او نورو عرب ملکونو به سفارتي کوښښونه زیاتوي.

یورپي وزیرانو وویل دوی د دوو ریاستونو د قیام حمایت تکراروي او غږ یې وکړو چې د په منځني ختیځ کې دې یو اړخیز ګامونه ډده وکړی شي.

یورپين یونین د ۱۹۶۷ د عرب اسرایل جنګ نه د وړاندې کرښو په بنیاد د ددو ریاستونو د قیام ملاتړ کوي چې اسرایل او فلسطنیان به د ضرورت په بنیاد یو سره د پولې راښکلو په غرض د علاقو تبادله هم کوي.

د ۱۹۷۶ په جنګ کې اسرایل مشرقي یروشلم، وېسټ بېنک یا د اردن دریاب مغربي غاړه او د غزه پټۍ ونیوله. فلسطینیان دغه دریواړه علاقي د خپل اینده ریاست دپاره غواړي.

یورپین یونین د صدر ټرمپ د منځني ختیځ تګلاره رد کړې ده او د جرمني ویلي انضېمام د نړیوالو قوانینو سره سمون نه خوري.

اردن غواړي چې یورپي ملکونه د انصېمام مخه نیولو دپاره عملي اقدامات وکړي.