شاته

پاکستان ۱۶م مئ نه دهیواد دننه د جهازونو دالوت پیل کولو اعلان وکړو

په پاکستان کې د هوا بازۍ ادارې سول ایوي ایشن ډویژن ۱۶م مئ نه د هیواد دننه د الوتکو د الوت پیل کولو اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي پېښور هوایي ډګر نه به اوونۍ کې څلور اؤ کوټې هوایي ډګر نه به اته الوتنې کیږي.

په نړۍ کې د کرونا د راغلې وبا له امله د پاکستان دهوا بازۍ ادارې سول ایوي ایشن اتهارټي په ۲۵م مارچ د کرونا وائروس له امله د هیواد دننه اؤ بهر ټولې الوتنې په عارضي ډول ځنډولې وې.

دجمعې په ورځ سول ایوي ایشن ډویژن پخپله یوه اعلامیه کې ویلي د ۱۶م مئ نه به دهیواد دننه د الوتکو الوت بحال وي اؤ د پېښور اؤ کوټې ترڅنګ به د اسلام اباد اؤ لاهور هوایي اډو نه اوونۍ کې ۳۲ الوتکې الوت کوي.

اعلامیه زیاتوي چې دکراچۍ دجناح هوایي اډې نه به اوونۍ کې ۶۸ الوتنې کیږي اؤ د هیواد دننه دا الوتنې به د پي ايي‌ ای اؤ سیرین هوایي شرکتونو الوتکې کوي.

دکرونا له امله دا مهال دپاکستان دننه د هوایي جهازونو ترڅنګ د سورلیو په ګاډو هم بندیز لګول شوی اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم د جمعې په ورځ د ټولو صوبو نه غوښتنه کړې چې باید د سورلیو له ګاډو بندیز ختم کړي.

خو بل لوري ته دصحت دچارو پوهان پاکستان کې په لاک ډاؤن کې په نرمښت راوستلو اندېښنې ښایي اؤ وایي د خلکو زیاتې ګڼې ګوڼې جوړیدلو سره هیواد کې کرونا وایرس نور هم په چټکتیا سره خوریدی شي.

د زیارت په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه فاروقي ویلي وؤ پاکستان دکرونا وایرس دلاسه نورو هیوادونو کې بند پاتې شوي خپل ۲۴زرو نه زیات وګړي هیواد ته په خوندي ډول په ځانګړو الوتکو کې راستانه کړي اؤ دغه لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.

ویاندې ویلي چې په کومو هیوادونو کې پاکستانیان د کرونا وایرس له امله بند پاتې دي د هغوئ د راستنولو دپاره د پي‌ ایي ای ځانګړې الوتنې دوام لري اؤ ډیر زر به دغه پاکستانیان هم خپل هیواد ته راستانه کړل شي.