شاته

نن د طالبانو له خوا کابل د نیولو او ډاکټر نجیب الله د اعدام شلمه کلیزه پوره شوه

له نن څخه شل کاله وړاندې په همدې ورځ طالبان کابل ته راننوتل او دغه ښار یې د پخوانیو مجاهدینو د وتلي قوماندان احمد شاه مسعود له وسله والو ونیو.

طالبانو کابل ته د ننوتلو لږ وروسته د افغانستان پخوانی واکمن ډاکټر نجیب الله او د هغه ځوان ورور شاپور احمدزی د ملګروملتونو د سیاسي دفتر له ودانۍ راوایستل او ارګ سره نږدې د اریانا په څلورلارې کې په دار وځړول، چې دغه ښار ته د طالبانو د راتګ یوه ورځ وروسته خلکو د هغوی مړي چې د ټرافیکو ترپایو لاندې ځوړند شوې وو ولیدل.

نن په کابل کې د افغانستان د دغه پخواني واکمن د وژل کیدو د شلم تلین په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د خلق د پخواني دیموکراتیک ګوند یوشمیر مشرانو او چارواکو برخه اخیستې وه.

د غونډې یوشمیر برخه والو په نوېمه لیسزه کې افغانستان ته د سولې په راستنولو کې د پخواني جمهوررئیس ډاکټر نجیب الله د هڅو یادونه وکړه او د پخوانیو مجاهدینو د ډلو مشران یې د نجیب الله د سولې او پخلاینې د پروګرام سره په نه همکارۍ ګرم وبلل.

د نجیب الله د واکمنۍ پر وخت د قومونو او قبایلو د چارو پخواني وزیر سلیمان لایق دې غونډې ته وویل، چې دې پخپله هم د ډاکټر نجیب الله په غوښتنه د پخوانیو مجاهدینو د یوشمیر ډلو سره د سولې په هکله د افغانستان بهر او په ځانګړي ډول په عراق کې د دغه هیواد د پخواني واکمن صدام حسین د واکمنۍ پروخت د فلسطین د پخواني مشر یاسر عرفات په منځګړیتوب خبرې کړې وې.

سلیمان لایق وویل " کله چې مونږ مذاکرې ته کښناستو او ده زمونږ وساطت وکړ (یاسر عرفات) هغه زه تائید کړم د نجیب د نماینده په حیث اوس هم هغه خلک ژوندي دي کریاب صاحب ژوندی دی، غیرت صاحب ژوندی دی چې ماسره یې په بغداد کې مذاکرات کول ".

سلیمان لایق وویل چې ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې په پخلاینې په صورت کې هغوی ته ډیر امتیازات هم ورکول، خو هغه وویل چې اوس هماغه خلک پرته له امتیازاتو اوسني حکومت سره سوله کوي.

ښاغلي لایق وویل " هغه د سولې لپاره ډیره مبارزه وکړه، دا زه چې دلته تاسو ته ولاړ یم او غږیږم دا د هغه د اعتماد د هغه د باور او د خپلو سنجشونو له برکته وو، ما شخصآ د سولې په مزاکراتو کې له دې حزب اسلامي ګوند سره له دې جمعیت اسلامي سره د ملا صاحب نبي پارټۍ او د ټولو هغو سره صحبتونه کړي دي، نجیب دغو قوتونو ته اوس هغه وفات شوی دی، دومره امتیازات قایل شو، چې هغوی نه منله اوس په شرمیندګۍ راځي ".

د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر ډلې د ډاکټر نجیب الله د رژیم سره خبرې نه ردوي، خو وایي، چې ډاکتر نجیب الله د هغوی سره ائتلافي حکومت جوړول غوښتل، چې هغه وخت شرایط د خلق دیموکراتیک ګوند سره ګډ حکومت جوړیدلو ته چمتو نه وو.

د پخوانیو مجاهدینو یو چارواکي چې په دغسې خبرو کې برخه لرله د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ډاکټر نجیب الله موقتي حکومت جوړیدلو او د موقتي حکومت تر څارنې لاندې ټاکنو ترسره کیدلو ته چمتو نه وو او یوازې په اتئلافي حکومت یې ټینګار کوه.

ډاکټر نجیب الله په ۱۹۹۲ کال د آپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د سولې د پروګرام په پایله کې له واک څخه لاس په سر شو، خو دا پروګرام د پخوانیو مجاهدینو اود افغانستان د خلک ډیموکراتیک ګونډ د ځینو پخوانیو چارواکو د اتئلاف په پایله کې ناکام شو او ډاکټر نجیب الله له افغانستان څخه د وتلو پروخت یې د جنرال عبدالرشید دوستم ملیشه ځواکونو مخه ونیوه چې له امله یې هغه د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ته پنا یوړه او په ۱۹۹۶ کال د سپامبر په ۲۶ طالبانو له همغه ځایه راوویست او د خپل ورور سره یې په دار وځړوه.

د دآکټر نجیب الله په حکومت د ملکي هوایي چلند پخوانی وزیر ډاکټر ودیر صافي امریکا غږ ته وویل، چې د ډاکټر نجیب الله د سولې پلان د کورنیو بهرنیو کړیو د یوې توطیې په پایله کې شنډ شو.

ښاغلي صافي وویل " د جبلسراج په معاهده کې په اخیر کال کې د نجیب د ګوند ټول ګروپونه یوځای شول پرته د هغو خلقیانو چې دده په څنګ کې پاتې شول، هغوی قدرت هم نه درلوده د شاه نواز تڼي کودتا دده روابط د خلقیانو سره هم شلولي وو ".

ودیر صافی وایي ډاکټر نجیب الله چې د خلق دیموکراتیک ګوند د وطن ګوند ته واړوه د ګوند په دننه کې یو مشیر هغو چارواکو چې خپل امتیازات یې له لاسه ورکړل د هغه په وړاندې مخالفتونه پیل کړل چې له امله یې خلق دیموکراتیک ګوند په څو ډلو وویشل شو او د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ړنګیدو امکانات یې برابر کړل.