شاته
'کابل کې د خونړي ځانمرګي برید مخنیوی وشو'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې یې د یوه خونړي ځانمرګي برید مخه نیولې ده. پولیس وايي، یو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر یې نیولی او ځانمرګ برید کوونکی یې هدف ته له رسېدو وړاندې وژلی دی.