شاته

ځینو هېوادونو کې د جدي محدودیتونو کمول د کرونا ویروس نوې څپې لامل شوی

ډېر په احتیاط چلند، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي یوازنۍ لاره ده. دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ وکړه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، یو شمېر هېوادونو چې جدي محدودیتونه‌یې کم کړي، د کرونا ویروس پېښې په‌کې زیاتې شوې دي.

دې سازمان ویلي، د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه باید ډېر په احتیاط کم شي.

یو شمېر هېوادونو د دې اوونۍ په اوږدو کې محدودیتونه کم کړي، خو د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، دې اقداماتو د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې دي.

جرمني او جنوبي کوریا هغه دوه هېوادونه چې په دې وروستیو ورځو کې په‌کې په کرونا د نویو اخته شویو کسانو شمېر د پخوا په مقایسه زیات و.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو رئیس مایک راین د دوشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مې ۱۱» وویل، تر اوسه د کرونا ویروس د دوهمې خپرېدونکې څپې خطر شته.

په جنوا کې د روغتیا نړیوال سازمان مرکز
په جنوا کې د روغتیا نړیوال سازمان مرکز

هغه زیاته کړه: "که ناروغي په ځینو هېوادونو کې په کمه کچه پاتې شي او په اړه‌یې څېړنه ونه‌شي، تل دا خطر شته چې دا ویروس به یو ځل بیا راپورته شي."

د روغتیا نړیوال سازمان د دې چارواکي په وینا، د محدودیتونو له لیرې کېدو وروسته یو څه هیله‌مندي پیدا شوې، خو دا په دې معنی نه‌ده چې خطر په یو مخ له‌منځه تللی دی.

دا سازمان ټینګار کوي چې د کاروبارونو هر ډول بیا پرانیسته باید ډېره تدریجي او له جدي مراقبت سره مل وي.

جرمني وروسته له هغې چې یو لړ محدودیتونه‌یې کم کړل د دوشنبې په ورځ‌یې په کرونا ویروس د نویو اخته کېدو پېښو کې د زیاتېدو خبر ورکړ.

په جرمني کې د کرونا معلومولو لپاره د نمونې اخیستل
په جرمني کې د کرونا معلومولو لپاره د نمونې اخیستل

همدارنګه جنوبي کوریا چې د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه کې ډېر بریالی هم بلل کېده، وویل چې د دې هېواد په نڅا ځایونو او نایټ کلبونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو پېښې بیا زیاتې شوې دي.

د دوشنبې تر ورځې پورې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴ میلیونه او ۱۵۰ زره کسانو ته ورسېد. دا شمېرې د جانز هاپکنز پوهنتون خپرې کړي او زیاتوي په نړۍ کې پر دې ویروس د مړو شمېر هم له ۲۸۴ زره کسانو اوښتی دی. یو میلیونو او ۴۰۰ زره کسان هم په ټوله نړۍ کې له دې ویروس څخه رغېدلي دي.

د امریکا متحده ایالات او بریتانیا په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه چې تر اوسه پورې په‌کې کرونا ویروس تر ټولو زیات خلک وژلي. په امریکا کې نږدې ۸۰ زره کسان او په بریتانیا کې تر ۳۲ زرو زیات کسان په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.