شاته

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴،۶۸۷ ته ورسېد

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۷۰۹ نمونې ازمویلي چې ۲۸۵ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۲» په یوه خبري غونده کې همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه د ۱۶ تنو د رغېدو او د ۲ تنو له مړینې هم خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کرونا ویروس په نویو ثبت شویو کې ډېری پېښې بیا هم په کابل کې دي.

دغه وزارت ورځ تر بلې په شدت سره د کرونا ویروس له خپرېدو په اندېښنې سره وايي، له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې کلي خپله له خلکو سره ده.

د دې وزارت مسولان وايي، که خلک په کور کې پاتې شي، خپلمنځي واټن مراعت کړي، ماسک وکاروي او خپل لاسونه په تکراري ډول په صابون ومینځي، کېدای شي چې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له اخته کېدو څخه وژغورل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح وویل، حکومت د کرونا ویروس له کبله له خطر سره مخ شوي چاپېریال کې د ژوند کولو پر طرحې کار کوي.

هغه زیاته کړه: "زه دوه روښانه پیغامونه لرم. خلک دې کور کې پاتې شي، څو ټولنه وژغورل شي او دوهم دا چې حکومت او خصوصي سکټور په یوه داسې طرحه کار کوي، که چېرې کرونا د اوږده وخت لپاره دوام وکړي، نو د ژوند چاپېریال باید چمتو وي."

ښاغلی مجروح ټینګار کوي چې کرونا به افغانستان کې ژر پای ته ونه‌رسېږي او خلک باید د کرونا ګواښ ته په کتو د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته په پام خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې قرنطین پای ته رسول شوی او د خلکو ګڼه ګوڼه هم نسبت نورو ورځو ته زیاته شوې ده.

کابل بیا هم د ۱۶۱ مثبتو پېښو په لرلو سره نسبت بل هر ولایت ته په کرونا د اخته کسانو لوړ شمېر لري.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو ته په کتو ښکاري چې خلک روغتیايي لارښوونو ته پام نه‌کوي.

ارشیف
ارشیف

د عامې روغتیا وزارت مرستیال همدا ډول مقام او بنسټ ته په کتو د مشکوکو کسانو سمپولونو ته د لومړیتوب ورکولو موضوع هم ردوي او وايي، دا وزارت هڅه کوي چې د ټسټونو بهیر چټک کړي.

اوس‌مهال په افغانستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴،۶۸۷ ته رسېږي چې له دې شمېر ۱۲۲ تنه مړه شوي او ۵۷۴ تنه بېرته روغ شوي دي.