شاته

کاناډا کې یو افغان ډاکتر په کرونا ویروس اخته افغانانو ته انلاین مشورې ورکوي

افغانستان ته د کرونا ویروس په خپرېدو سره اوس یو شمېر ډاکتران چې نورو هېوادونو کې ژوند کوي غواړي په انلاین بڼه هغه افغانانو ته چې په کرونا ویروس اخته شوي وړیا مشورې ورکړي.

له دې ډلې یو هم ډاکتر نصیر محمد جاله دی، نوموړی اوس‌مهال په کاناډا کې ژوند کوي.

ډاکتر جاله له تېرو ۳ میاشتو راهیسې په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي کسانو ته په انلاین بڼه وړیا مشورې ورکوي او له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، خپل دغه کار ته به دوام ورکړي.

ښاغلي جاله له ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته د خپلو مشورو په اړه وویل: "زه له دې ځایه د اوونۍ په طاقو ورځو کې د سکایپ له لارې خپلو ناروغانو ته وړیا مشورې ورکوم، زما دفتر په کارتې چهار کې دی او هلته ناروغان راځي، تر هغې چې دغه ویروس له افغانستان نه‌وي ورک شوی زه به خپل دغه کار ته دوام ورکوم."

ښاغلی جاله وايي، افغان حکومت باید د عامه پوهاوي په برخه کې خلکو ته خپل پروګرامونه زیات کړي او خلک هم باید قرنطین ته ژمن پاتې شي.

ډاکتر نصیر محمد جاله خپلې لوړې زده‌کړې په کاناډا کې د ناروغیو د عمومي معالجې په برخه کې کړي.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې کاناډا هېواد ته لاړ.

نوموړی وايي، د ټولنیزو پاڼو له لارې په اوونۍ کې شااوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کرونا ترڅنګ د نورو روغتیايي ستونزو د حل مشورې ورکوي.

د کرونا ویروس ټسټ ټیوب
د کرونا ویروس ټسټ ټیوب

د ښاغلي جاله په خبره، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او خپله خلک هم باید له ناروغیو په ځانګړي ډول کرونا ویروس ځان خوندي کړي.

په ورته وخت کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي یو شمېر ناروغان چې د ښاغلي جاله له مشورې وروسته روغ شوي وايي، د نوموړي ډاکتر مشورې ډېرې کټورې دي.

د نوموړي د لارښونې او مشورو وروسته روغ شوی ناروغ فرید چې د فېس‌بوک له لارې ډاکتر نصیر جاله پیدا کړی و له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي چې دی څنګه په دې ویروس اخته او څنګه د ډاکتر جاله د مشورو په پام کې نیولو سره بېرته روغ شو.

هغه زیاته کړه: "زه چې کله په دې ویروس اخته شوم ۱۷ ورځې قرنطین وم او په کور کې وم، کله چې له دې ډاکتر سره په اړیکه شوم، نو نوموړي ماته ډېرې ښې لارښوونې وکړې. د ډاکتر صاحب د مشورو وروسته زه ډېر ښه شوم دا دی ۸ ورځې کېږي بېخي روغ او جوړ یم."

له دې مخکې یو بل افغان ډاکتر عبدالعزیز روحاني هم له لندن نه افغانستان ته په دې هدف راغلی ترڅو د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو په درملنه له هېواد مېشتو ډاکترانو سره همکاري وکړي.

نوموړی دا مهال په ننګرهار ولایت کې دې خدمت ته ولاړ دی.