شاته

د کرونا ویروس خورېدو وېره او بلاروس کې د نازي جرمني په وړاندې د بریا لمانځل

د بلاروس د پلازمېنې مېنسک زرګونه اوسېدونکي پرون پر نازي جرمني د بریا د کلیزې په پار د رسم‌ګذشت نندارې ته ولاړل او په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د جرمني د ناکامۍ جشن جوړ کړ.

دغه مراسم داسې مهال ترسره شول چې په ټوله نړۍ کې له خلکو سره د کرونا وبا د خپرېدو جدي وېره شته او په اکثرو هېوادونو کې د خلکو په را ټولېدو بندیز لګېدلی دی.

په دغو مراسمو کې د زرګونه کسانو ګډون هم د کرونا ویروس د خورېدو وېره پیدا کړې ده.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکا د روغتیا نړیوال سازمان له خبرداریو او په کور دننه د سیاستوالو له نیوکو سره سره د مې د نهمې په اړه خپله وینا وکړه چې ترڅ کې یې کرونا ته هم لنډه اشاره درلوده.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکا
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکا

هغه زیاته کړه: "د بلاروس د خلکو ویر چې د ۲۰مې پېړۍ د وحشتناکې جګړې بې‌اندازې فشار او ویجاړیو ته‌یې اوږه ورکړه، د نن ورځې له هېڅ ستونزې سره د محاسبې وړ نه‌دی."

د مې د نهمې په مناسبت پرون زرګونه سرتېري او لسګونه پوځي ډلې د بلاروس له مرکزه داسې مهال تېر شول چې دواړو لورو ته‌یې زرګونه نندارچیان ولاړ وو.

نندارچیان تر ډېره اوږه په اوږه ولاړ وو، خو ځینو یې ماسکونه درلودل او د کرونا د خپرېدو له وېرې یې ټولنیز واټن مراعت کړی و.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکا د دې اوونۍ په پيل کې د نورو هېوادونو له مشرانو غوښتي و چې دې مراسمو کې ګډون وکړي.

کرونا ویروس او په اروپا کې د نازي جرمني د ماتې لمانځلو ورځ

په بلاروس کې د روسیې سفیر دې جشن کې برخه اخیستې وه.

بلاروس کې دا مراسم داسې مهال ترسره شول چې د روسیې په ګډون د پخواني شوروي اتحاد اکثرو هېوادونو د کرونا وبا له کبله سږ کال د مې د نهمې مراسم لغوه کړي دي.

بلاروس
بلاروس

په بلاروس کې تر اوسه د کرونا څه باندې ۲۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې کبله تر ۲۰۰ پورې کسان مړه شوي دي.

کورني او نړیوال کارپوهان بیا وایي، دغه هېواد کې کرونا ویروس له هغه څه زیات دی چې رسمي راپور یې ورکول کېږي.

په بلاروس کې دې جشن د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنې پارولي او دغه سازمان د بلاروس له چارواکو غوښتي چې د کرونا ویروس د مخنیوی لپاره باید د ټولنیز واټن اصول مراعات او د خلکو د راټولېدنې مخنیوی وکړي.