شاته

په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو علت څه دی؟

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په چټکۍ سره په زیاتېدو دی.

تېره اوونۍ په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴،۰۰۰ ته نږدې شو او د مړو شمېر یې ۱۰۹ کسانو ته ورسېد.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړې شمېرې لومړی په پلازمېنه کابل او ورپسې په لویو ښارونو هرات، کندهار، جلال‌اباد او مزار شریف کې ثبت شوې دي.

احمد تکل له ډاکتر منیر احمد کریمي سره چې په افغانستان کې د دې وبا د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې هڅه کوي په دې اړه مرکه کړې ده او په سر کې یې په څلورو لویو ښارونو کې د دې ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو علت ترې پوښتلی دی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:56 0:00
مستقیم لېنک