شاته

افغانستان کې کورني بې‌ځایه شوي د کرونا ویروس او اقلیمي بدلون ترمنځ ګېر دي

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د اقداماتو په ترڅ کې لوی ښارونه کلابند شوي، په افغانستان کې کورني بې‌ځایه شوي د کرونا ویروس او اقلیمي بدلون د خطرونو ترمنځ ګېر پاتې دي.

څارونکي خبرداری ورکوي چې په کمپونو کې د ټولنیزې فاصلې د نه‌تطبیق په ګډون د مناسبو ټولنیزو او روغتيايي شرایطو د نشتوالي له کبله په کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو کې د دې ویروس د سرایت خطر خورا زیات دی.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو شمېر د ۲۰۱۹ کال تر پایه ۱۲ لکو ته رسېده.

یو له دغو بې‌ځایه شویو ۵۰ کلن علي محمد دوه کاله مخکې د سختې وچکالۍ له کبله خپل ټول څاروي له لاسه ورکړل. په بل کال‌یې کور د سېلاب له کبله ویجاړ شو او یو زوی او دوه لوڼې یې په‌کې مړه شول.

علي محمد چې اصلاً کوچی دی اوس‌مهال له خپلې پېغلې لور سره چې له سېلابه روغه ووتله په هرات ولایت کې په یوه کمپ کې اوسي.

د یوه نوي راپور له مخې په جنوبي اسیا کې بې‌ځایه شوي کډوال له سړو او لوږې سره لاس او ګرېوان دي او حتی د ژوند له ډېرو عادي امکاناتو هم بې‌برخې دي.

آرشیف
آرشیف

د تدبیر په نوم تحقیقاتي مرکز څېړونکی مسعود ایمان وايي چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر په زیاتېدو دی چې نه‌یوازې د جګړې، بلکې د اقلیمي بدلون د اغېزو له کبله بې‌ځایه شوي.

ښاغلی ایمان د جنوبي اسیا د اقلیمي اقداماتو د شبکې او د اکشن اېډ د مرستندویې ټولنې د خپاره شوي راپور په اړه وايي په افغانستان کې د علي محمد په څېر د هرې کورنۍ نا ویلې کیسه دا ده چې ځورېږي، برخلیک‌یې نه‌دی معلوم او له سختیو سره مبارزه کوي.

د هغو شمېرو له مخې چې په ژنیو کې دېره د کورنیو بې‌ځایه شویو د څار مؤسسې تېره میاشت خپرې کړې، په ۲۰۱۹ کال کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله شااوخوا ۲۴ میلیون خلک یا د لنډمهال په مخه او یا د تل لپاره له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي دي.

د تامسن روېټرز مرکز
د تامسن روېټرز مرکز

د تامسن روېټرز بنسټ د راپور له مخې په جګړه‌ځپلي افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د طبیعي مصیبتونو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي د ۲۰۱۹ کال تر پایه شااوخوا ۱۲ لکو ته رسېده او دا خلک اوس د کرونا ویروس له ګواښ سره هم لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څلور زرو ته نږدې شوی او د جمعې تر ورځې د دې ناروغۍ له کبله ۱۰۹ کسان مړه شوي. ښاغلی ایمان وايي، په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو په ګډون په دې ناروغۍ د اخته کسانو او مړو شمېر ښايي تر دې ډېر زیات وي.

نوموړی وايي د دې وبا له خپرېدو مخکې دی په هرات ولایت کې چې له کرونا ځپلي ایران سره ګډه پوله لري د بې‌ځایه شویو کډوالو ډېرو کمپونو ته ورغلی و او ویې‌لیدل چې له ۱۰ زیات کسان په یوه خیمه کې ژوند کوي او د څښاک پاکې اوبه او روغتیايي خدمات نه‌لري.

هرات کې کورني بې‌ځایه شوي
هرات کې کورني بې‌ځایه شوي

ایمان تامسن روېټرز بنسټ ته ویلي چې په دې کمپونو کې ټولنیزه فاصله نه‌تطبیقېږي او د مناسبو خوړو، روغتیا او سرپناه د نه‌لرلو له کبله په کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو کې د کرونا ویروس د سرایت خطر خورا زیات دی.

د کډوالو د چارو پوهان اندېښنه لري چې کرونا ویروس په هغو ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه په‌کې زیاته وي او پاکوالی نه‌مراعاتېږي په چټکۍ سره خپرېږي.

د دې کارپوهانو په وینا ځیني هغه هېوادونه چې د اقلیمي بدلون له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ښايي له داسې یوه حالت سره مخامخ شي چې له یوې خوا به د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر زیاتېږي او له بلې خوا به د دوی د شمېر زیاتېدل د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر ضد د مبارزې پر وړاندې خنډونه جوړوي.