شاته

د افغانستان پوهنې وزارت د "ښوونیزو خدمتونو وېب‌پاڼه" پرانیسته

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو د نورو اړخونو ترڅنګ د افغانستان روزنیز او ښوونیز بهیر هم بې‌اغېزې نه‌دی پرېښی، خو د افغانستان پوهنې وزارت ویلي هڅه کوي چې په دې برخه کې رامنځته شوې ستونزې حل او بدیلې لارې وړاندې کړي.

تازه دغه وزارت د "ښوونیزو خدمتونو" په نوم وېب‌پاڼې په جوړولو سره هڅه کړې چې د زده‌کوونکو د زده‌کړو ستونزې په انلاین ډول حل کړي.

د دې وزارت سرپرست وایي د دې کار موخه د بېلابېلو ټولګیو درسي موادو ته پر وخت د زده‌کوونکو لاسرسی دی.

محمد میرویس بلخي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۸» د "ښوونیزو خدمتونو" د بدیلې تګلارې انټرنټي ادرس په پرانیسته کې وویل وزارت په پام کې لري چې ټیليفوني مرکز هم جوړ کړي چې د هغه موخه به ساینسي مضامینو کې د زده‌کوونکو د پوښتنو حل وي.

ښاغلی بلخي وايي: "موږ نن د زده‌کړو بدیل وېب‌پاڼه پرانیسته ټول د زده‌کړو مواد چې د پوهنې ساینسي مرکز او د ترکیې پوهنې بنسټ له‌خوا موږ ته سپارل کېږي موږ به‌یې دې وېب‌پاڼه کې نشر ته سپارو ترڅو ټول زده‌کوونکي هر وخت کې لاسرسی ورته ولري. د سواد زده‌کړه، د ښوونکو او مدیرانو د ظرفیت لوړونې څخه نیولې د ښوونځیو تر مضمونونو ټول به د انځوریزو وړانګو له لارې خپرېږي."

د پوهنې وزارت له دې وړاندې ویلي و چې له لیرې واټن څخه به د زده‌کړو بهیر پیل کړي، خو هغه ځایونو کې چې د برښنا او انټرنټ ستونزه وي هلته به په ښوونځیو کې وړو ناستو کې د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره روزنې ته دوام ورکړي.

اوس د کابل یو شمېر ښاریان شکایت لري چې تر اوسه‌یې د پوهنې وزارت د "ښوونیز خدمتونه" نه‌دي ترلاسه کړي.

بهشته چې د ښوونځي زده‌کوونکې ده د برښنا نشتوالی او کمزوره انټرنټ د ځان په وړاندې لويې ستونزي یادوي.

بهشته وايي: "کابل چې مرکز دی برښنا نه‌لري او انټرنټ ډېر کمی دی، نو فکر وکړﺉ چې ولایتونو کې به څومره ستونزې وي، برق نه‌شته او انټرنټي شبکې خو هېڅ کار نه‌کوي، زه خپله او وروڼه مې له دې ستونزو سره مخ یو، نو ډېری زده‌کوونکي به هم ورسره مخ وي."

یو بل زده‌کوونکی توفیق هم د زده‌کړو ځنډ باندې نیوکې لري او وایي چې له لیرې واټن څخه د زده‌کړو بهیر هم یوازې شایعه ده.

افغان زده‌کوونکې
افغان زده‌کوونکې

توفق زیاتوي: "دا هم شایعه ده، دا وزارت هره ورځ وایي چې د ښوونځیو زده‌کړې به ډېر ژر پیل شي، ستونزه لویه نه‌ده د برښنا او انټرنټ خدمتونه کم دي که سمه پاملرنه ونه‌شي، د پام وړ پایله به ورنه‌کړي."

یو بل تن جاوېد وایي د پوهنې وزارت حتی زده‌کوونکو ته د ښوونځیو د کتابونو د وېش برخه کې پاتې راغلی او هغه خپله خپلو ماشومانو ته کتابونه اخیستي.

له دې ټولو نیوکو سره د پوهنې وزارت مني چې د دې ستونزو سره په انلاین ډول د زده‌کړو بهیر په ښوونځیو کې د زده‌کړو ځای نه‌شي نیولی، خو ټینګار کوي چې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته به د زده‌کړو برخه کې له هرې لارې کار واخیستل شي.