شاته

د صحت نړیواله اداره: امریکا کوم شواهد نه دي ورکړي چې کرونا د وهان د ليبارټرۍ نه خواره شوي

د صحت نړيوالې ادارې ويلي امریکې تراوسه پورې داسې کوم شواهد نه دي وړاندې کړی چې کرونا وايرس د چين په وهان ښار کې د ليبارټرۍ نه خواره شوي دي ځکه دا تراوسه يوه دعوه ده.

د ادارې د بېړنيو حالاتو مشر مايکل ريان د ګل په ورځ ويلي د امریکې حکومت داسې کوم شواهد نه دي ورکړي چې دغه دعوه پياوړي کړې چې کرونا وايرس د چين د ليبارټرۍ نه وتلي دي.

هغه ویلي دوی غواړي چې دغه مالومات ترلاسه کړي کوم چې د دغو وايرسو د پېدا کېدو په اړه وي.

د کرونا وايرس په اړه ويل کيږي د څارؤ نه انسانانو ته منتقل کيږي او دا د چین په وهان ښار کې د ځنګلي ځناورو د غوښې خرڅېدونکي مارکيټ څخه خواره شوي دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کرونا وايرس خورېدو زمه واري په چين ور اچوي.

ټرمپ ويلي داسې شواهد يې ليدلي چې دا وايرس د وهان د ليبارټرۍ نه خواره شوي خو چين د دغو تورونو رد کوي.

د اتوار په ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپیو ويلي ؤ داسې پوره ثبوتونه لري چې کرونا وايرس د چين د ليبارټرۍ نه خواره شوي دي.

خو د صحت د ادارې مشر ويلي که شواهد وي نو بيا دا کار د امریکا په حکومت دی چې کله دغه شواهد دوی ته ورکوي.

خو ورسره ادارې دا هم ويلي دي څو پورې چې اداره کره شواهد ونه لري په مالوماتو کار نه کوي.