شاته

په امریکا کې د کورونا ورځنۍ پېښې ښايي دوه لکو ته ورسېږي

واشنګټن: سپینه ماڼۍ د امریکا د حکومت هغه راپورونه مهم نه ګڼي، چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې به په امریکا کې په کوېډ ۱۹ د روزانه مړو شمېر دوه برابره زیات شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جډ ډیړ په دې اړه په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرکز یا سي ډي سي سره خبرې کړې دي.

یادې ادارې همدارنګه اټکل کړی چې په جون میاشت کې به په امریکا کې د کورونا وایرس د نویو پېښو شمېر روزانه دوه لکو ته ورسېږي کوم چې دا مهال شاخوا ۲۵۰۰۰ دی.‌

دغه معلومات په هغه حکومتي چارټ کې راغلي کوم چې د بیړنیو حالاتو د ادارې لخوا چمتو شوی او د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز چاپ کړی دی.‌

د سپینې ماڼۍ ویاند ډیړ د ګل په ورځ په یو بیان کې ویلي، "دا نه د سپینې ماڼۍ سند دی، نه د کورونا وایرس کاري ځواک ته وړاندې شوی او نه هم د ادارو ترمنځ د تایید لپاره وړاندې شوی دی.

هغه وړاندې وویل، دغه مالومات د کاري ځواک د مالوماتو پر څېړنې نه دی چمتو شوي.

ده زیاته کړه، "د امریکا د خلکو روغتیا د ولسمشر له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او دا به همداسې دوام ولري په داسې حال کې چې مونږ د محدودیتونو د نرمولو د هلو ځلو څارنه کوو."

د حکومت په راپور کې وړاندې راغلي دي، چې په څلورو اونیو کې په امریکا کې د کورونا وایرس د روزانه مړینو شمېر ۳۰۰۰ ته ورسېږي کومه شمېره چې دا مهال د ټایمز په وینا ۱۷۵۰ ته رسېږي.

د کورونا وایرس په اړه په بل ماډل کې کوم چې مخکې د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شوی وو هم تر اګسټ پورې د کورونا وایرس د پېښو او مړینو د زیاتوالي اټکل شوی.‌

په واشنګټن پوهنتونو کې د روغتیايي شمېرو او ارزونې مرکز اټکل کړی چې تر اګسټ پورې به په امریکا کې له کورونا وایرس څخه د مړو شمېر له ۱۳۴۰۰۰ څخه زیات شي.

دا په داسې حال کې چې دوی تېره اونۍ دغه شمېره ۷۲۰۰۰ یاده کړې وه.

څېړونکي وايي، دغه آټکلونه د هغو حقیقتونو په پام کې نیولو سره شوي چې په هېواد کې د ټولنیز واټن ساتلو په مسله کې نرموالی راغلی.

بل پلو جنوبي کوریا د نهې یا سې شنبې په ورځ یواځې د دریو نویو پېښو راپور ورکړی. همدا ډول د فوټبال لیګ سیالۍ پکې په داسې توګه پیل شوي چې لوبغالو ته به ننداره چییان نه ورځي.

دوه میاشتې دمخه به په جنوبي کوریا کې هره ورځ د کورونا ۵۰۰ نوې پېښې زیاتېدلې خو کلک تدابیر یې ونیول او ان د په مبایلونو کې یې داسې اپلېکېشنونه وکارول چې خلکو ته پکې د کورونا د نږدې پېښو په اړه مالومات ورکول کېدل.

په ټوله نړۍ کې د کورونا د وبا له امله ورزشي لوبې هم ځنډېدلي دي ځکه له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.

تمه ده د امریکا د فوټبال لیګ سیالیو لپاره به هم د نهې یا سۍ شنبې په ورځ مهال وېش اعلان شي خو پرېکړه یې کړې چې په لندن او مکسیکو کې به لا لوبې نه کوي.

په نیوزیلېنډ کې هم حالات ښه شوي. دا دوهمه پرلپسې ورځ وه چې پکې د کورونا یوه نوې پېښه هم رپوټ نه شوه.

لومړۍ وزیره جسیندرا اردرن یې د نهې په ورځ د اسټرالیا له مشرانو سره په دې پلان خبرې کولې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سفرونه بیا پیل شي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې په مشرۍ هڅو کې له ټولې نړۍ څخه تر اته بیلینه ډالرو زیاتو پیسې برابرې شوې دي چې د کوېډ ۱۹ په واکسین او درملنې به ولګول شي.

د کابو ۴۰ هېوادونو او وګړو لخوا د مرستو ژمنې وشوې چې په هغو کې یو بیلین ډالر له اروپايي ټولنې، یو بیلین له ناروې، ۸۰۰ میلینه له جاپان او د ۵۰۰ میلینه نورو ډالرو ژمنه د فرانسې، سعودي عربستان او جرمني لخوا وشوه.

د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د کورونا وایرس په وړاندې جګړه کې د نړیوالو د همغږۍ نښه وبلله او دا کار یې وستایه.

د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس وویل، "دا وایرس به له مونږ سره تر ډېره وخته وي او مونږ باید سره یوځای شو او داسې وسیلې سره جوړې کړو چې دې وایرس ته ماته ورکړو."

په دغه بهیر کې امریکا کې ګډون نه وو کړی او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، ده له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په دې اړه خبرې وکړې او دی ډاډه دی چې امریکا به له دې هڅو سره ملګرې شي.

په ګرده نړۍ کې له ۳.۶ میلیونو زیات خلک په کورونا اخته او تر دوه نیمو لکو زیات یې مړه شوي دي.