شاته

کرونا سره د مبارزې لپاره افغان حکومت ته د قطر او سوداګرۍ او پانګونې خونې مرسته

قطر او د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغان حکومت سره د روغتیايي توکو مرسته وکړه.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې مرسته کې د کرونا ویروس د تشخیص ماشینونه، روغتیايي کېټونه او نور توکي شامل دي، دغه‌راز د قطر هېواد په تازه مرسته کې د کرونا ویروس د تشخیص د 'پي‌سي‌ار' ماشینونه هم شامل دي چې دوی لپاره ډېر اړین و.

د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۷» په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې عامې روغتیا وزارت د همدې مرستې پر مټ په فراه ولایت کې هم د کرونا ویروس د تشخیص یو لابراتوار جوړ کړي.

وحید مجروح
وحید مجروح

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ژمنه کوي چې د قطر هېواد او د الغرافه خیریه بنسټ له مرستې به د 'پي‌سي‌ار' د تشخیص یو ماشین فراه ولایت ته ځانګړی کړي، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د تشخیص ظرفیت زیات کړي، نو فراه او نیمروز چې له خطر سره مخ دي په دې برنامه کې شامل دي."

ښاغلي مجروح که څه هم ونه‌ویل چې دغه مرسته څومره مالي ارزښت لري، خو ویې‌ویل چې له دې مرستې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ګټه واخیستل شي.

له دې وړاندې هم افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف بېلابېلې مرستې شوې دي.

نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق، متحده عربي امارات او دغه‌شان امریکا له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

بلخ کې لابراتوار
بلخ کې لابراتوار

په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د نږدي یو میلیون ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته افغان حکومت ته وسپارله.

د دې خونې د عامه اړیکو مسؤل امین بابک ازادي راډيو ته وویل: "نن د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او په چین کې افغان سوداګرو خپله د یوه میلیون ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته حکومت ته وسپارله چې په‌کې تنفسي الې او نور طبي وسایل شامل دی."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له درې زرو اوښتې دي او دا شمېر د لا زیاتېدو په حال کې دی.

افغان حکومت سره بهرنۍ او کورنۍ دا تازه مرستې په داسې حال کې کېږي چې په دې هېواد کې لا له وړاندې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې په شويو لګښتونو انتقادونه موجود دي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

د افغانستان مشرانو جرګې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز او د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي د کمېټې مشر وحید عمر، کرونا ویروس سره د مبارزې د څرنګوالي، ترسره شویو کارونو په اړه د معلوماتو او د لګښتونو د شفافیت په اړه دوی ته د ځواب نه‌ویلو له امله لویې څارنوالۍ ته پېژندلي دي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا دا شان مرستې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخه څومره ډب کولای شي؟

د روغتیايي چارو پوهان له ډلې يې د پوهنتون استاد اسدالله حسین‌زی په دې باور دی که دا مرستې سمې مدیریت او ولګول شي بې له شکه چې اغېز به‌یې ډېر او ګټورې تمامېدلای شي.