شاته

امریکا کې ښايي د بندیزونو نرمښت د مړینې کچه زیاته کړي

د یوه امریکايي پوهنتون د اټکل له مخې په متحدایالاتو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د تدابیرو د نرمېدو له کبله ښايي له دې کبله د مړو شمېر تر هغه زیات وي چې مخکې ویل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې متحدایالات او د یوشمیر اروپايي او آسیایي هېوادونو حکومتونه د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیل لپاره د کرونا ویروس د مخنیوي محدودیتونه چې له څو اوونیو راهیسې لګول شوي دي، په تدریجي ډول نرموي.

د واشنګټن پوهنتون یو اړوند تحقیقاتي انسټېټیوت وايي چې په متحدایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ښايي تر هغې کچې چې مخکې یې اټکل شوی و، دوه ځلې زیاته شي ځکه په ډېری ایالتونو کې د ښارونو د کلابندۍ او ټولنیزې فاصلې د تطبیق تدابیر نرم شوي دي.

د واشنګټن پوهنتون د روغتیايي معیارونو او ارزونو انسټېټیوت په خپله یوه څېړنه کې چې پرون خپره شوه اټکل کوي چې د اګست تر پیله به په متحدایالاتو کې ۱۳۵ زره کسان په دې ناروغۍ د اخته کېدو له کبله مړه شي.

دا د مخکیني اټکل پرتله چې د اپریل په ۱۷ مه شوی و، دوه چنده لوړه شمېره ده.

نوموړی انسټېټیوت وايي، دا ښيي چې د امریکا په ۳۱ ایالتونو کې د مې له ۱۱ مې نېټې وروسته د تګ راتګ د آزادولو او د ټولنیزې فاصلې د نرمولو په نتیجه کې د خلکو د تماس زیاتېدل به د کرونا ویروس سرایت چټک کړي.

د واشنګټن پوهنتون چې له ماډلونو څخه یې سپینه ماڼۍ هم کار اخلي، اټکل کوي چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې به د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر د ورځې له درې زرو هم لوړ شي او په ناروغۍ د نویو اخته کسانو شمېر به د ورځې دوو لکو ته ورسېږي په داسې حال کې چې اوس مهال د مثبتو پېښو شمېر د ورځې شاوخوا ۲۵ زره دی او پرون د مې په ۴مه د مړو شمېر ۱۰۱۵ تنه و.

تر پرونۍ ورځې پورې په متحدایالاتو کې نژدې اویا زره کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي او د ناروغانو شمېر له دولس لکو اوښتی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې ښايي د مړو ټولو شمېره سل زرو ته ورسېږي په داسې حال کې چې دوه اوونۍ مخکې یې د دې شمېرې نیمايي ښودلې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

هغه شمېرنې چې پرون د مې په ۴مه له امریکا بهر خپرې شوې دي دا ویروونکی حقیقت په ډاګه کوي چې په ټوله نړۍ کې له څو اوونیو کلابندیو سره سره د کرونا ویروس د سرایت د سوکه کولو لپاره پرمختګونه په چټکۍ سره په شا کېدای شي.

له متحدایالاتو نیولې تر اروپايي او یو شمېر آسیایي هېوادونو پورې حکومتونه مخکې لګول شوي محدودیتونه په تدریجي ډول نرموي ځکه د نړۍ اقتصاد د بیسارې بیکارۍ او اقتصادي بحران له کبله په ډیر بد حالت کې دی.

په اروپا کې چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مړینو شمېر له ۱۴۰ زرو لوړ شوی هېوادونه یو په بل پسې اقدامات په تدریجي ډول نرموي مګر د ټولنیزې فاصلې د ساتنې اصول او د حفظ الصحې لپاره اقدامات په کلکه عملي کېږي.

خو بیا هم د روغتیا متخصصان اندېښنه لري چې د اقتصادي فعالیتونه پیل ښايي د کرونا ویروس یوه نوې څپه راولي.

د نورو اروپايي هېوادونو له تدریجي اقداماتو وروسته ایټالیا چې د کرونا ویروس وبا له کبله تر ټولو سخت ځپلی هېواد دی، له دوو میاشتو راهیسې لګول شوي محدودیتونه پرون د مې په ۴مه تر یوه حده نرم کړل.

همداراز ډېر آسیايي هېوادونه هم د محدودیتونو د نرمولو پرلور ګامونه اخلي خو جاپان په پام کې لري چې بېړني حالت ته د روانې مې میاشتې تر پایه دوام ورکړي.

په جنوبي کوریا کې چې د آسانه محدودیتونو او د عمومي ټېسټونو د اخیستو د تدابیرو په مټ یې د کرونا د سرایت مخه ونیوله، د نویو پېښو کچه د ګوتو شمار ته په راټیټېدو ده.

خو په چین کې چې دا ویروس د لومړي ځل لپاره په کې وموندل شو، که څه هم د چارواکو له خوا د حقیقي شمېرو د خپرېدو په اړه پوښتنې شته خو پرون یوازې یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوه.

په داسې حال کې چې د کوویډ-۱۹ د ناروغانو او مړو شمېره په اروپا او متحدایالاتو کې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده خو په لاتینه امریکا، افریقا او روسیه کې د نویو پیښو شمېر په زیاتېدو دی.