شاته

'د خطر زنګ'؛ افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳،۲۲۴ ورسېد

د افغانستان عامې روغتیاوزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت یو خل بیا د کرونا ویروس د چټک خپرېدو خبرداری ورکوي او له خلکو غواړي چې له دغه ویروس څخه د ځانونو او خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره په کورونو کې پاتې شي.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳،۲۲۴ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۶» د کابل په لوېدیځ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د تجرید او درملنې لپاره د محمد علي جناح روغتون د پرانیستې پر مهال وویل، په افغانستان کې د کرونا ویروس په بې‌ساري چتک ډول د خپرېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه: "له بده‌مرغه هغه څه چې په ښار کې وینو خلکو لاهم دا موضوع جدي نه‌ده نیولې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۰ افغانان په دې ویروس اخته شوي چې دا خپله د خطر یو زنګ دی."

وحید مجروح
وحید مجروح

ښاغلی مجروح زیاتوي چې له دې شمېر څخه په هرات کې ۵۹، په کابل کې ۴۵، په کندز کې ۴۱، په بلخ کې ۳۸ په پکتیا کې ۲۴ او پاتې د جدول له مخې په یو شمېر نورو ولایتونو کې په دغه ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه له دې ناروغۍ مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۹۵ تنو ته پورته شو او ۴۲۱ کسه بیا بېرته ورڅخه روغ شوي دي.

وحید مجروح وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۳،۲۲۴ تنه په دغه ناروغۍ اخته دي او افغان حکومت پلان لري چې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره یو لک بستره رامنځته کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر روغتیا پالان وايي، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره اوسني چمتو شوي بسترونه بسنه کوي، خو ټینګار کوي چې باید په اړینو طبي وسایلو سمبال شي.

بلخ
بلخ

ډاکتر احمد پروېز اقبال ازادي راډيو ته وویل: "هېڅ اړتیا نه‌شته چې یو لک بستره دې چمتو شي، بلکې د دې ناروغۍ په اړه دې عامه پوهاوی زیات شي او په روغتونونو کې هغه اړین وسایل چې د دې ویروس په مخنیوي کې ګټور دي باید زیات شي او په دې برخه کې دې پانګونه او پاملرنه وشي."

د عامې روغتیا وزارت وايي، دا مهال په کابل کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره څلور او په ولایتونو کې هم د اړتیا مطابق روغتونونه ځانګړي شوي دي.

د دغه وزارت چاروکي وايي، پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې په ورځني ډول د کرونا ویروس د ټسټ کچه ۲،۵۰۰ ته لوړه کړي.