شاته

پاکستان: کرونا وايرس نور ۲۴ تنه مړه کړي، د اغېزمنو شمېره د ۲۱زرو نه اوښتې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وايرس نور ۲۴ تنه مړه کړي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۴۸۶ ته رسېدلې ده.

په تازه ترسره ۹۸۵۷ ټېسټونو کې په نورو ۱۳۱۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د صحت د وزارت ترمخه په ملک کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېره ۲۱زر ه ۲۳۶ ته رسېدلې او ورسره په کرونا اخته شوي ۵۷۸۲ کسان صحتمند شوي هم دي.

کرونا وايرس په خېبرپښتونخوا کې ۱۸۵، په سند کې ۱۳۷ په پنجاب کې ۱۳۶ او بلوچستان کې ۲۱ تنه مړه کړي دي.

په صوبو کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب کې ۸۱۰۳، بيا په سند کې ۷۸۸۲ او ورپسې په خېبرپښتونخوا کې ۳۸۲۲ مخې ته راغلي دي.

په بلوچستان کې په ۱۳۲۱ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

دغه ډول په کرونا اخته کسانو کې د دې رنځ نه ۲۷۱۶ کسان په پنجاب، ۱۶۲۹ په سند، ۸۵۶ په خېبرپښتونخوا او ۱۹۷ کسان په بلوچستان صوبه کې صحتمند شوي دي.

په اسلام اباد کې په کرونا وايرس ۴۶۴ کسان اخته شوي څلور يې مړه کړي او ۴۵ ترې ښه شوي هم دي.