شاته

د کرونا ویروس د واکسین جوړولو لپاره میلیاردونه ډالره ژمنه وشوه

د نړۍ مشرانو د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو لپاره د میلیاردونو ډالرو ژمنه وکړه.

له دې څه باندې اته میلیارده ډالرو څخه د واکسین جوړولو د تحقیق سربېره، د 'کووېډ-۱۹' وژونکي ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره هم استفاده کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونه له اوونیو وروسته د کرونا د مخنیوي لپاره شدید او عمومي محدودیتونه کموي.

په دې اړه هڅې په داسې حال کې زیاتې شوي چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له درې نیم میلیونو اوښتی او د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي هم ۲۵۰ زرو کسانو ته رسېدلي.

ایټالیا چې په نړۍ کې یو له سختو کرونا ځپلو هېوادونو څخه دی، د دوشنبې په ورځ‌یې له دوه میاشتني قرنطین وروسته ځینې عامه چارې بېرته پیل کړې.

ایټالیا
ایټالیا

په ځینو نورو هېوادونو کې هم محدودیتونه کم شوي او یو شمېر خلک بېرته خپلو کارونو ته ستانه شوي دي.

ځینې داسې نښې نښانې ښکاري چې ګوندې په دې هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو چټکتیا کمه شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله‌یې ډېر زیان ګاللی، ولسمشر ډونالد ټرمپ هیله‌مندي ښودلې چې د کرونا واکسین به د روان میلادي کال تر پای جوړ شي، خو روغتیايي چارواکي وايي، د دې واکسین جوړول ښايي تر یو کال زیات وخت ته اړتیا ولري.

ټرمپ: د روان میلادي کال تر پایه د کرونا ویروس ضد واکسین جوړو

د دوشنبې په ورځ په یو وېډیويي کنفرانس کې چې اروپايي ټولنې یې کوربه‌توب کاوه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل، د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو، د دې ویروس د تشخیص، درملنې او معایناتو لپاره ۸،۲ میلیارده ډالر ژمنه شوې ده، خو د نوموړي په وینا دا پیسې مخکې له مخکې ورکړل شوي او راتلونکي کې به هم نورې مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

هغه زیاته کړه: "نوي اقدامات مرسته کوي، څو په بشپړه توګه د ویروس په خپرېدو او درملنه کنټرول ولرو او دا خدمتونه ټولو ته د لاسرسي او کارولو وړ وي. دا د 'کووېډ-۱۹' پرته نړۍ لپاره یوازنی پلان دی، خو په تاریخ کې د روغتیا په برخه کې تر ټولو سترې هڅې ته اړتیا لري."

د دوشنبې په ورځ په دې دوه ساعته غونډه کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا، کاناډا او سعودي عربستان په شمول د نړۍ یو شمېر بډایو هېوادونو د کرونا د واکسین د جوړولو لپاره د څېړنو له دوام او درملنې سره د مالي مرستو ژمنه وکړه.

خو د امریکا متحده ایالاتو، چین او روسیې په دې غونډه کې ګډون نه‌و کړی.

په دې ورځ په ځینو هېوادونو کې د محدودیتونو د کمي سربېره، په ځینو نورو هېوادونو کې تدابیر شدید وو.

د ټولنیز واټن ساتل او د ماسک پر مخ کول، له هغو تدابیرو څخه دي چې تر اوسه هم په ایټالیا، اسپانیا، جرمني او چک جمهوریت کې په شدت عملي کېږي.

یو شمیر نور اروپايي هېوادونو له دې جملې پولنډ، هنګري او سلووینیا د دوشنبې له ورځې ځیني کاروبارونو ته د پرانیستو اجازه ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه کوي څو د کاروبارونو د بیا پرانیستې لپاره خپل پلان اعلان کړي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې چې د کرونا ویروس ډېر زیان وراړولی دی، نږدې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان په دې ویروس اخته دي. د مړو شمېر هم په دې هېواد کې له ۶۶ زرو پورته دی.

په کرونا اخته کسان
په کرونا اخته کسان

د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په دې هېواد کې تر ۳۰ میلیونو زیاتو کسانو خپل کارونه هم له لاسه ورکړي دي.

امریکا: شواهد شته چې کرونا ویروس د چین له لابراتوارونو راپورته شوی

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، داسي ځینې شواهد شته چې ښيي، کرونا ویروس د چین په ووهان کې له یو لابراتوار څخه خپور شوی، خو چین د ولسمشر ټرمپ دا ادعا په شدت رد کړه.