شاته

کرونا وايرس: پاکستان کې د يو کروړ نه زيات خلک بې روزګاره شوي

پاکستان کې بېلا بېل مطبوعاتي رپورټونه وايي کرونا وايرس په هيواد کې د يو کروړ نه زيات خلک بې روزګاره کړي، او که په دې رنځ قابو ونه موندل شوه نو دا شمېره به د څلور کروړه نه هم زياتېږي.

د پاکستان د جامو جوړولو يا ټېکسټايل د سازمان ال پاکستان ټېکسټايل اېسوسي اېشن مرستيال مشر شېرزاده خان وايي کرونا وايرس او لاک ډاون په کروړونو کورنۍ د لوږې او غربت سره مخ کړي دي.

نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل د يو کروړ پينځويشت لکو نه زيات مزدورانو ته د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې تنخواګانې ورکړل شوي او بيا کمپنيو له کارونو لرې کړي.

په پاکستان کې ګيلاني ريسرچ فاؤنډېشن په خپله يوه څېړنه کې ويلي د کرونا وايرس له امله په هېواد کې د ۸۴ فيصده خلکو امدن کم شوی، ۶۸ فيصده خلکو ويلي روزګار يې ختم شوی او ۱۴فيصده خلک وايي کارونه يې ودرېدلي دي.

هم دا راز د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ د وزارت له خوا جاري شوي رپورټ کې ويل شوي د کرونا وايرس له امله د يو کروړ ۸۰ لکه خلکو روزګار د خطر سره مخ شوی.

د ياد وزارت مرکزي وزير اسدعمر ويلي په يوه مياشت کې د پاکستان امدن ۱۱۹ اربه روپۍ کم شوی دی.

د اقتصادو ماهر وکيل رحمان وايي کرونا وبا د نړۍ په رنګ د پاکستان اقتصاد هم اغېزمن کړی دی او دا به په راتلونکي وخت کې په بې روزګارۍ او غربت کې د نور زياتوالي سبب جوړېږې.

په پاکستان کې د کرونا وبا وروستو مرکزي بېنک د سود په شرح کې کمی راوستی دی او د کارخانه دارو لپاره يې د قرضو اعلان هم کړی.

بل اړخ ته د حکومت له خوا د احساس پروګرام لاندې د بې وسه او غريبانانو خلکو لپاره د نقدو مرستو لړۍ هم روانه ده.

د اقتصادو ماهرين وايي د کرونا وايرس وروستو پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف، نړيوال بېنک او ايشيايي پرمختيايي بېنک نه درې اعشاريه درې اربه ډالره مرستو ترلاسه کولو کې کامياب شوی.

د دې ترڅنګ اي اېم اېف ته د قرضو واپسي هم د يو کال لپاره ځنډول شوې ده. ماهرين وايي په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخونو د کمېدو وروستو د پاکستان درامدي بل به هم راکم شي او په ملکي اقتصاد به مثبت اثر پرېوځي.