شاته

 د ۱۰۰ نه زیاتې ډلې کرونا وایرس دپاره د وېکسین موندلو کوښښونه کوي

په نړیواله کچه دا وخت د ۱۰۰ نه زیاتې ډلې کرونا وایرس دپاره د وېکسین یا د دوا موندلو په کوښښونه کې مصروفې دي او ځینو کمپنو په انسانانو د وېکسین ازموینې هم شروع کړي دي خو ماهرین واي د کرونا وایرس علاج دپاره د وېکسین په لاره کې اوس هم یو شمېر خنډان موجود دي.

د اکسفرډ یونیورسټۍ ډاکټر اېنډریو پولرډ اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته د کرونا وېکسین دپاره د بېلا بېلو ډلو د کوښښونو په اړه وویل "مونږ د یو بل په ضد مقابله نه کوو. مونږ د یو وبايي وایرس خلاف په زغل کې یوو."

اېسوسي اېټیډ پرېس خبري اداره د کروناوایرس دپاره د ممکنه وېکسین په اړه په خپل رپورټ کې وايي یو تریخ حقیقت دا دی چې په موجوده وخت کې دا اندازه نشي کېدلی چې د کرونا وایرس خلاف یو محفوظ وېکسېن به وموندلی هم شي او که نا؟ او بله دا چې کومه ډله د وېکسين په تحقیق کې د نورو نه وړاندې ده؟

د وبايي مرضونو د مخنیوي د امریکې د حکومت ادارې مشر ډاکټر اېنتني فاوچي وايي د موثره او محفوظ وېکسین دپاره ضروري ده چې په لویه پېمانه یې ازموینې وشي.

ډاکټر فاوچي ویلي که تحقیق سم روان وي نو په راتلونکو ۱۲ نه تر ۱۸ میاشتو کې ممکنه ده چې کرونا وایرس په ضد وېکسین تیار شي. د ډاکټر فاوچي ادارې نېشنل انسټېټیوټس اف هېلت د موډرنه نومې کمپنۍ سره د سږ کال د جنورۍ د میاشت راهسې کرونا وایرس خلاف وېکسین په تیارولو کار شروع کړی دی.

په چین، امریکا، برطانیه او جرمني کې د کرونا وایرس د وېکسین ځېنې ابتدايي ارموینې شروع شوي دي. امکان دی چې د می او د جولايي ترمنځ موده کې هب په ځینو نورو ملکونو کې هم په انسانانو د وېکسین ازموینې شروع شي.